
د سره صلیب نړیواله اداره چې یوه بې طرفه مرستندویه موسسه ده ، د نړۍ په کچه په جنګ کې د ټولوښکېلو خواوو ترمنځ د پېښې قربانیانو سره مرستې کوي . دغې موسسه د خوست والي عبدالجبارنعیمي په غوښتنه په خوست کې د زون په کچه خپل دفتر پرانیزي .ترڅو خپل فعالیتونه په ښه شان سره په جنوبي زون کې سر ته ورسوي .
په افغانستان کې دسره صلیب نړیوالې ادارې د خوست ، پکتیا، پکتیکا ، غزني ،لوګر او میدان وردګو ولایتونو مسوول یحیاخلیل او د زون مسوول حبیب علي دخوست والي سره په همدې مناسبت د ولایت مقام په دفتر کې لیدنه وکړه .
دوی په خپلو خبرو کې وویل ، چې دا مهال د خوست امنیتي ، ټولنیز ، اداري او قومي حالت زیات مثبت بدلون کړی ، نو په دې اساس یې دخوست والي غوښتنه منلي ، چې په دې ولایت کې د زون په کچه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي .
دوی دخوست والي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه ، چې په دې ولایت کې به د ټپیانو درملنې سربېره دخوست خلکو د ژوند ښه کولو په موخه د اوبو څاه ګانوپه ایستلو ، روغتیایي او همداشان به د اړو کسانو سره کومکونه ترسره کړي .