د ګنډلو برېښنايي او ټېکنالوژيک ماشين 

د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د ژوند ډېرۍ چارې اسانې او پرمختللې شوې او ځينې ناشونې چارې شونې شوې  دي. نړۍ ورځ په ورځ په دې اخته ده چې ټېکنالوژي لا پرمختللې او د ژوند هره برخه پر ټېکنالوژۍ سمباله کړي. 

د ګنډولو برېښنايي ماشين اوس دا اسانه کړې ده، چې هر ډول ډيزاين، ګلدوزي او ګنډل؛ دغه ماشين کې لګېدلي سکرين او کوچني کمپيوټر باندې برابر او په چټکټيا سره يې د رخت په ټوټو تر لاسه کړی. 

دا ډول ماشيونه په غټ او کوچنيو اندازو کې پيدا کيږي. کوچني يې د کورنيو لپاره او لوی يې د رخت ډيزاين او ګلدوزۍ د سترو شرکتونو له خوا کارول کېږي. دا ماشين د ساده ګنډولو لپاره نه دی ځکه چې  برابرول يې سخت او وخت نېونکي دي.