څنګه خپل ځان وپېژنو؟

تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی دی، چې څنګه خپل ځان وپېژنو او اصلاً د خپل ځان پېژندنه څه ښېګڼې لري؟ د خپل خوی او عادت او دغه راز د خپلو روحیاتو پېژندنه، د ځان پېژندنې په لاره کې لومړی او ښایي تر ټولو مهم ګام وي.
 
ځان پېژندنه څه ته وایي؟
ځان پېژندنه په یو جمله کې، په خپلو ټولو شخصیتي کرکټرونو باندې پوه اوسېدل، چې په دې کرکټرونو کې احساسات، د فکر تګلاره، باورونه، کړنې او داسې نور... شاملېږي. په ځان پېژندنه کې په هره شېبه کې په خپل چلند او افکارو باندې پوهېږئ. ځان پېژندنه  یانې په خپلو دنننیو وړتیاوو باندې پوهېدل او په نړۍ کې په غوره شخص باندې بدلېدل.
 
ډېر زیات کسان مو لیدلي، چې په منځني عمر یا د تقاعد په دوران کې، له خپل ژوند څخه خوښ او راضي نه دي او وایي که لس کاله شاته ګرځېدلی وای، نو فلانکی کار به مې کړی وای، خو افسوس، چې هېڅکله هغه وخت ته بېرته نه شم ور ګرځېدلی، په دې لړ کې هغه کسان، چې خپل ځان په غوره توګه پېژني، کولای شي له خپل ژوند څخه ډېر زیات رضایت ولري.
 
د ځان پېژندنې ګټې
له ژونده د خوشالۍ او رضایت ډېرښت 
که د عارفانو اوسترو پوهانو ژوند ته وګورئ، نو وبه وینئ، چې په هر ډول شرایطو کې له خپل ژوند څخه راضي دي، ستونزې او کړاوونه د خپل ژوند د سفر یوه برخه ګڼي.
 
هغه شخص، چې ځان پېژندنې ته رسېدلی دی، د خپلو دنننیو سپکاویو د جبران لپاره، په عجیبو بریاوو او سترو لاسته راوړنو لاس نه پورې کوي، ترڅو د نورو تائید تر لاسه کړي، بلکې په خپل ذهن کې داسې یوه موخه لري، چې د ده له فردي اړتیاوو او ارزښتونو سره سمون لري. په ژوند کې زموږ د غمونو او غوسو یوه برخه، له خپل ځان څخه نه پېژندګلوي او له نورو سره د خپل ژوند له پرتله کولو څخه سرچینه اخلي.
 
کمې دنننۍ ننګونې
کله چې ستاسو بهرني غبرګونونه، ستاسو له احساساتو، ارزښتونو او باورونو سره سمون ولري، له ډېرو کمو مخالفتونو او ننګونو سره به مخامخ شئ.
 
په ژوند کې غوره تصمیم نیونه  
کله چې یو شخص دنننۍ سولې ته ورسېږي، د هغې پر بنسټ سم او دقیق تصمیمونه نیسي، چې په راتلونکې کې به له رټلو سره لاس و ګرېوان نه شي، کله چې په غوره توګه خپل ځان وپېژنئ، په خپلو ټاکنو کې په دقت عمل کوئ، د بېلګې په توګه: ښایي یو فرد تصمیم ونیسي، چې یو ډېر ښه او لوړ ماډلی موټر ولري او یا په یوه زده کړه نیزه څانګه کې لوړ مقام ته ورسېږي، خو په خپل ذهن کې له دې کار څخه یې موخه ریا او ځان ښودنه وي، خو کوم شخص چې ځان پېژندنې ته رسېدلی وي، د نورو له قضاوت څخه نه وېرېږي او په خپل ځان باندې له لوړ باور څخه برخمن دی، هغه په هر ډول شرایطو کې له خپل ځان سره مینه لري او هېڅکله  د ځان ښودنې لپاره یوه موخه نه ټاکي.
 
د ژوند د فشارونو زغمل
هغه کسان، چې خپل ځان په ښه توګه نه پېژني، د ژوند په پېښو او ستونزو او یا د نورو په نیوکو کې، اندېښمن او ناهیلي کېږي، هغوی هېڅ نیوکه نه مني او هڅه کوي خپلې ستونزې او کمزوري ټکي پټ کړي. هغه کسان، چې خپل ځان یې په ښه توګه پېژندلی دی، په نورو افرادو باندې هم په ښه توګه پوهېږي او په هغوی باندې تور نه لګوي او هڅه نه کوي، چې هغوی بې ارزښته ښکاره کړي.
 
د خپل ځان کنټرول
کله چې خپل ځان وپېژنئ، کولای شئ هغه چلندونه، چې په تاسو کې انګېزه رامنځته کوي، وپېژنئ او په خپلو بدو عادتونو باندې غلبه او دغه راز خپل ښه چلندونه او عادتونه پیاوړي کړئ. په حقیقت کې ځان پېژندنه د دې سبب ګرځي، ترڅو هغه ارزښتونه او موخې، چې ستاسو د هوډ ځوک پیاوړی کوي، په غوره توګه وپېژنئ.
 
د نورو زغمل او درک کول
له خپلو کمزورو او پیاوړو ټکو سره آشنایي د دې سبب ګرځي، چې په ډېرې هوساینې له نورو سره همدردي وکړئ.
 
د ځان پېژندنې لپاره باید کومو څیزونو ته توجه وکړئ؟
د احساساتو پېژندنه
د ځان پېژندنې د مهم مهارت یوه له برخو څخه «د احساساتو پېژندنه» ده. له هغو لاملونو څخه، چې له موږ سره مرسته کوي، ښه او بریالی ژوند ولرو، دا دي، چې خپل ځان وپېژنو، د خپل ځان په اړه ښه حس ولرو او له هغه چا څخه، چې یاستو، خوشاله او راضي واوسو.
 
ارزښتونه
ځینې ارزښتونه، لکه: له نورو سره مرسته کول، خلاق اوسېدل، روغتیا، مالي خوندیتوب او دې ته ورته نور موارد، زموږ د موخو په لاره کې د حرکت کولو لپاره، زموږ لارښوونکي او د انګېزې رامنځته کوونکي دي. څېړنې څرګندوي، چې یوازې فکر کول او د ارزښتونو لیکل د دې سبب ګرځي، چې په ژوند کې سم او غوره ګامونه پورته کړئ.
 
لکه څنګه چې د ارواه پوهنې څېړنې څرګندوي، په بشپړه توګه په اصولو او ارزښتونو باندې باور لرل، تاسو ته دوه چند انرژي درکوي، ترڅو له سختیو او ستړیاوو سره سره، په ژوند کې په ډېر ځواک سره د خپلو موخو په لور حرکت وکړئ، نو که غواړئ، چې په ژوند کې انګېزه ولرئ، هغه ارزښتونه، چې درته مهم دي، وپېژنئ او لومړیتوب بندي یې کړئ.
 
ځان منونکی واوسئ
یانې د غرور احساس وکړئ، مثبت فکر وکړئ او تل هڅه وکړئ، چې ګیلاس نیم ډک ووینئ، داسې کسان پیدا کړئ، چې وکولای شئ، کوم څه ترې زده کړئ، د خپل ژوند بدې پېښې ومنئ، په خپلو ناسمو عادتونو باندې غلبه وکړئ.
 
له هېڅ څیز څخه مه وېرېږئ، ځکه وېره په نفس باندې د اعتماد مخنیوی کوي، خپل ځان ته په نورو پورې تړاو مه ورکوئ او تر شوني بریده له نورو سره مرسته وکړئ، ټول وبښئ، روح مو آزاد کړئ، کرکې ته اجازه مه ورکوئ، چې په زړه کې مو ځای ونیسي، په ټوله کې د خپل ځان د غوره پېژندګلوي لپاره، له نیوکو څخه مه تښتئ، تل خپل ځان په مثبته توګه وارزوئ، نه عیب لټوونکې او کمزورې کوونکې ارزونه.
 
خپل ځان له خپلو نورو موقعیتونو سره پرتله کړئ او خپله وده وسنجوئ، کمزوري ټکي مو د خپل ځان د ځپلو لامل مه ګڼئ، د خپل شخصیت د لوړونې او په خپل ځان باندې د باور د ډېرښت لپاره، تل هڅه وکړئ، چې هم له ځان پېژندنې سره مرسته کوي او هم د خپل ځان د لوړتیا سبب ګرځي.
 
د اړیکو کنټرول
هغه افراد، چې لوړه هیجاني هوښیارتیا لري، د «توپیري فکر» لرونکي دي، یانې د نورو افرادو د نظریاتو په اړه بې پروا نه دي، بلکې ارزوي یې او په دلیل سره یې مني یا یې ردوي او یا د اړتیا په صورت کې یې ترمیموي.
 
د موخو پېژندنه
د موخو پېژندل او په ژوند کې ستاسو ماموریت، د ځان پېژندنې یوه له مهمو برخو څه ده. لاندې پوښتنو ته ځواب ورکول به له تاسو سره مرسته وکړي.
په ژوند کې کومه برخه ستاسو لپاره مانا لرونکې وه؟
په ژوند کې کومې پېښې په تاسو باندې ډېره زیاته اغېزه کړې ده؟
 
د دې دوو پوښتنو د ځوابونو بررسي، ستاسو د وجود پټ اړخونه ښکاره کوي، موږ ټول انسانان د یوه ځانګړي ماموریت د ترسره کولو لپاره پیدا شوي یو، که د خپل ژوند رسالت پیدا کړو او وروسته پر بنسټ یې موخې وپېژنو، نو په ژوند کې به د ګټور اوسېدو حس ولرو. د اغېزناک اوسېد حس، له ژوند څخه د خوښۍ او خوشالۍ د احساس د ډېرښت سبب ګرځي.
 
موږ نه شو کولای یوازې په «فکر کولو» سره خپلو غوښتنو او موخو ته ورسېږو، باید د عمل ډګر ته ودانګو، یانې د هغو څیزونو په لور ګام پورته کړئ، کوم چې غواړئ یې او کوم څیزونه مو چې نه خوښېږي، د خپل ژوند له تګلوري څخه یې لیرې کړئ، لکه څنګه چې تاسو هم خپلې موخې څارئ، له لټون څخه لاس په سر شئ او په چټکه توګه اقدام وکړئ.
 
دا په یاد ولرئ، چې د هر کس د ژوند رښتینې موخه داده، چې په بشپړې خوښۍ او رضایت کې ژوند وکړي، هڅه وکړئ، چې دې له پېښو ډک سفرته چمتو واوسئ او په ډېرې خوښۍ او لېوالتیا سره ترې هرکلی وکړئ، موږ باید خپلې موخې وپېژنو، ترڅو د خپل ژوند مانا او مفهوم درک کړو.
 
د خپل ځان درناوی
د ځان پېژندنې یوه بله مهم برخه «د ځان درناوی» یا په نفس باندې اعتمادی. د ځان درناوی د هغه احترام  او ارزښت کچې پورې تړاو لري، چې فرد یې خپل ځان ته لري، د خپل ځان د درناوي د ډېرښت لپاره هڅه وکړئ، خپلو ټولنیزو اړیکو ته پراختیا ورکړئ او له ډېرو ملګرو او دوستانو سره اړیکه ټینګه کړئ، له خپلې کورنۍ سره توده او دوامداره اړیکه ولرئ، لنډ مهالې، منځ مهالې او اوږد مهالې موخې داسې ترتیب کړئ، چې وکولای شئ ورته لاسرسی پیدا کړئ.
 
خپل کمزوري ټکي له پېژندلو وروسته له منځه یوسئ او خپل پیاوړي ټکي لاپسې پیاوړي کړئ، هېڅکله خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه دا ارزونه به منطقي ارزونه، نه وي.