څنګه تېرې ترخې خاطرې هېرې کړئ؟

موږ ټولو دا مشهوره جمله اورېدلې ده، چې تېر، تېر شوی دی او ښایي دا جمله مو څو څو ځله په خوله راوړې وي. 

غوره ده، پوه شئ، چې د ډېری کسانو لپاره تېر نه یوازې چېرته تللی نه دی، بلکې هره ورځ ورسره دی، ډېری کسان هره ورځ خپله ورځ په تېرو ترخو خاطرو باندې په مرور کولو سره تېروي، اوس له دې منفي افکارو سره څنګه کولای شئ، چې راتلونکې جوړه کړئ؟ په دې لیکنه کې له تېرو ترخو خاطرو څخه د خلاصونو په لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ. 

د فکر بڼې ته مو بدلون ورکړئ
غوره ده، پوه شئ، چې ستاسو ژوند ستاسو د افکارو پر بنسټ پرمخ ځي، نو که چېرې تل د تېرو ترخو خاطرو په فکر کې واوسئ، نو ژوند مو په هماغه لوري پرمخ ځي، په حقیقت کې هغه څه، چې ستاسو ذهن پرې تمرکز لري، ستاسو د ژوند نورې پېښې رامنځته کوي، نو د تېرو کارونو په اړه د فکر کولو پرځای، هڅه وکړئ، هغو ته مثبت لید ولرئ، په دې اړه فکر وکړئ، چې تېر، تېر شوی دی او ستاسو په مخ کې ښې او بېسارې پېښې شتون لري او تاسو کولای شئ، چې د تېر په پرتله ډېرې ښې کړنې ترسره کړئ او هر هغه څه مو چې خوښېږي، رامنځته یې کړئ، که هره ورځ سهار د الهام بښونکو جملو په اړه په فکر کولو سره له خوبه راویښ شئ او هغه په لوړه او ټینګه توګه له ځان سره تکرار کړئ، نو ټولې به په واقعیت باندې بدلې شي. 

خپل ځینې ملګري خوشې کړئ
د خپلو ملګرو په ټاکنه کې له ډېر زیات دقت څخه کار واخلئ، که دوستان مو هغه کسان وي، چې هېڅ مثبت کار نه ترسره کوي، نو په دې باندې پوه شئ، چې دا افراد په ژوند کې ستاسو د شاته تګ سبب ګرځي، نو غوره ده، چې دا افراد له خپل ژوند څخه بهر کړئ، غوره ده، چې له هغو کسانو څخه واټن واخلئ، چې تاسو ته ستاسو تېر کارونه در په یادوي، دې ټکي ته پام وکړئ، چې یوازې اوسېدل، له نامناسبو افرادو سره تر اوسېدو ډېر زیات غوره دي. 

د خپل ځان لپاره موخه وټاکئ 
موخې مو مشخصې کړئ او د هغو څیزونو په اړه، چې خوښېږي مو  ور ورسېږئ، فکر وکړئ، دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو ذهن مو په هغو کارونو او اقداماتو باندې، چې ټاکل شوې ده، د موخې لپاره مو ترسره شي، متمرکز وي، نو هېڅ دلیل نه شته، چې د تېر په اړه فکر وکړئ. 

نور وبښئ  
له تېرو ترخو خاطرو څخه د خلاصون له تګلارو څخه یوه دا ده، چې نور وبښئ، که چېرې د کوم چا په اړه په خپل زړه کې کینه ولرئ، دا کار تاسو ته زیان رسوي، یوازینۍ لاره، چې تاسو کولای شئ، له هغه بد احساس څخه خلاصون پیدا کړئ، د هغه فرد بښل دي، پوهېږو چې آسانه کار نه دی، خو پوه شئ په دې کار سره له هغه قفس څخه، چې خپل ځان مو پکې زنداني کړی دی، خلاصون مومئ. د کرکې پرځای مینه ځای ناستې کړئ او په ژوند کې یې مثبت اغېز وګورئ. 

هڅه مه کوئ، چې نور تر اغېزې لاندې راولئ
هر فرد مسایلو او موضوعاتو ته توپیري لید لري، له دې امله اړتیا نه شته، چې د هغو کارونو لپاره، چې ترسره کوئ یې او هغه تصمیمونه، چې نیسئ یې، نورو ته توضیحات ورکړئ، ځکه چې هغوی مسایلو ته خپل لید لري او تاسو نه شئ کولای، چې ټول خوشاله او راضي وساتئ، د نورو د خوښ او راضي ساتلو لپاره هڅه کول، تاسو په ناهیلۍ باندې اخته کوي، ټاکل شوې نه ده، چې ټول افراد له تاسو سره مینه ولري، تاسو حق لرئ، چې د خپل ځان لپاره ژوند وکړئ او هر کار مو چې خوښېږي ترسره یې کړئ.