د بل په پرځولو کې د ځان خېر مه غواړئ

دا منل شوی حقیقت دی، چې انسان د مینې او محبت څخه مشتق شوې کلمه ده، خو دا هم باید هېره نه کړو، چې همدا انسان چې کله د کرکې او نفرت په دروازه ور ننوځي، بیا د هیچا پروا نه کوي، نه ځان پيژني، نه ټولنه. نه ځان ته ارزښت ورکوي، نه ټولنې ته، نه د ځان په کیسه کې وي، نه د ټولنې، نه اسلامي ارزښتونه پېژني او نه بیا ملي. 

دا بدمرغه فکر باید له ذهن وشړو، ټولنه کې نفرت د انسانیت د بدمرغۍ لامل کېږي، که دا فکر له ټولنې ونه شړل شي او تلپاتې مخه ښه ور سره ونه شي، لیرې نه ده چې د انسانیت درناوی ورسره لمنځه ولاړ شي، بدبخته فکرونه د تباهۍ زېږنده ده، څومره چې ژر کېږي، له ځان یې وشړئ او پر ځای یې د یو بل د زغملو او نېکمرغه فکر خپل کړئ. 

نوره نړۍ پرمختګ کوي، لامل یې دا دی چې اصلاً خلک یې د پرمختګ فکر لري، انسانیت ته په ارزښت ورکولو قائل وي، له وړتیاوو یې ګټه اخلي، انرژي یې افکاروي او په سم ځای یې استعمالوي.
پای