له ګواښ مه ډارېږئ، ویې زغمئ

ګواښ د انسانیت او عاطفې ضد کلمه ده، چې په اورېدو سره یې انسان له نورمال حالت څخه وباسي، روحي او ذهني یې شکنجه  کوي، یو لړ ستونزو او ننګوونو سره یې مخ کوي، فکرونه یې پر سر اخلي، له ناهیلۍ سره یې مخ کوي، نا آرامه کوي یې او تر ټولو بده لا دا چې روان فعالیتونه یې ورته د خنډ او ځنډ سره مخ کوي. 

ګواښ نباید وشي، ګواښ د جبر او زور څخه اخیستل شوی فکر دی، چې انسانیت ته د نه احترام په وخت کارول کېږي، له همدې کبله ګواښ که په مثبت فرصت وشي، اړتیا یې وي، د اصلاح په موخه وي، حق د تلف کېدو مخه ورسره نېول کېږي، د ظالم د ظلم مخه پرې نیول کېږي او د مظلوم دفاع پرې کېږي، بیا د ځان او ټولنې دفاع پکار ده او اړتیا هم ده؛ خو برعکس که د بد نیت او شومې موخې لپاره وي، بیا هېڅ پکار نه ده، انسانیت ته درناوی باید وشي، ګواښ او خطر انسان داسې شکنجه کوي، چې آن زړه یې آزاروي، ښه ده او بهتره ده، چې له ګواښ اصلا واټن ونیسو، خپله یې هم ونه کړو او نور هم ترې منع کړو.

احیاناً که بیا هم ګواښ درته کېده، زړه مه وهئ، مه ډارېږئ، لاس تر زنې مه کېنئ، څوک چې څومره ډېر غوریږي، هومره عمل نه شي کولای، له همدې کبله خپل ټول تمرکز پر خپلو چارو وکړئ او له یوې ځانګړې کړنلارې ګټه پورته کړئ.
پای