ناپوهي بده بلا ده

روښنايي او توره تیاره سره هېڅکله نه دي برابر، اور او اوبه هېڅکله سره نه دي برابر، شپه او ورځ سره هېڅکله نه دي برابر، له همدې کبله پوه او ناپوه سره هېڅکله نه دي برابر.

ناپوهان د تورو تیارو سره مل ژوند کوي، خپله هم ځان تخریبوي، نور هم تخریبوي، لامل یې دا دی چې اصلاً دوی د ژوند په مفهوم نه پوهېږي، اصلاً ژوند ورته ژوند نه ښکاري، هسې خپل وخت ضایع کوي، نن یو ځای د بل چا سپکه، خپله درنه، نن دلته غېبت، سبا هلته غېبت، خپل کار، روزګار ترې پاتې وي، د بل په عېبونو پسې ګرځي.

پښتانه متل کوي، چې: (خپل عېب د ولو منځ وي).
هېڅکله خپله بدي نه وايي، چې زه دا بد عادات لرم، باید ړنګ یې کړم، دا بد فکر لرم، باید لمنځه یې یوسم، خپله هم لاس تر زنې ناست یم او هېڅ روزګار نه کوم، باید دا بد عادت لمنځه یوسم او د یو کار په لټه کې شم.

تر ټولو غوره دا ده چې د جهل او ناپوهۍ په اصلي علت ځان پوهه کړئ، هر څه و علم او زده کړې له لارې په اسانۍ ټارګیټ کېدی شي، نه د سرټمبګۍ او ناپوهۍ له لارې.
پای