پخپل منصب مه غره کېږه

انسان اړ دی، څو په ژوند کې یو څه هرو مرو ترسره کړي، مړی او ژوندی وپالي، ښه او بد وپېژني، د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لاس په کار شي، یو څه ترسره کړي، سهار دې ووځي، ماښام دې ستړی راشي، یوه مړۍ ډوډۍ دې پیدا کړي، د ژوند لومړیتوبونه دې وپېژني، هر څه دې له بېلابېلو زاویو درک کړي، د ژوند په ریښتيني مانا دې ځان پوهه کړي او تر ټولو ښه لا دا چې د تیارو سره دې مخه ښه وکړي او نېک ژوند ته دې ښه راغلاست ووايي.

که زده کوونکی د ښوونځي په دوره کې ډېر زحمت وباسي، زده کړې کوي، ور سره په څنګ کې دیني مدرسه هم وايي، دیني کتابونه هم زده کوي، د قران کریم حفظ هم کوي، ورسره په څنګ کې نوره هر اړخیزه مطالعه کوي، دا په دې مانا چې د ریښتیني ژوند لپاره ورځې او شپې په سختو شرایطو کې سبا کوي، څو په راتلونکې کې دې یو روښانه ژوند ولري، کله چې خپلو موخو ته ورسي، بیا باید خپل مسوولیت په سم او ښه ډول درک کړي، په ښه ډول یې ادا کړي، له غبن، خیانت او لټۍ څخه ځان وساتي او په ټوله کې خپله څوکۍ میراث ونه بولي، بلکې په دې باید پوه و اوسي، چې که همدا شېبه دا څوکۍ ده او زه یم، داسې شېبه راتلونکې ده، چې له څوکۍ به پورته کېږم او پر ځای به یې بل څوک کیني، له همدې کبله د هر څه تر شاه حساب او کتاب شته، باید خپل منصب امتیاز نه، مسوولیت یې وبولو او په ټوله کې په ارزښت ورته قائل و اوسو.
پای