هغه جملې، چې نارینه یې له اورېدو څخه کرکه لري

ښځینه په ګډ ژوند کې په ښځینه سیاستونو سره کولای شي، چې د ځینو ستونزو د رامنځته کېدو مخه ونیسي، خو مېرمنې د هغو خبرو په کولو سره، چې د نارینه و نه خوښېږي او ډېر زیات یې غوسه کوي، په خپلو اړیکو کې د کړکېچ د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
مور مې وویل، چې دا کار ترسره کوې
که تاسو دا جمله بیان کړئ، د ګډ ژوند د شریک ذهنیت مو ستاسو په اړه بدلون کوي او هغه تاسو ته د هغه فرد په سترګه ګوري، چې د ګډ ژوند ټول خصوصي مسایل یې له نورو سره شریک کړي دي، له هغې وروسته، هرڅه، چې له نورو څخه واوري، نو هغو خبرو ته به تاسو پورې تړاو درکړي او دغه راز تاسو داسې یو فرد ګڼي، چې خبره نه شي ساتلی او د نورو خبرې ورته ارزښت لري. که غواړئ، چې د خاوند ذهنیت مو بدلون ونه کړي، د خپلې مور له خوا د دې جملې د بیانولو پرځای د خپل ځان له خوا یې بیان کړئ.
 
درنه ستړې شوې یمه
که غواړئ، خپل ګډ ژوند، د عاطفي طلاق پر لور پرمخ یوسئ او خاوند مو د لېونتوب تر بریده ورسوئ، دا جملې چې ورانونکې اغېزې لري او یوازې د اړیکو د خړ پړېدو او ستاسو ترمنځ د مینې د له منځه تګ سبب ګرځي، تکرار کړئ، له دې پرته، دا جملې هېڅکله، لکه: «ستا او د اولادونو له لاسه دې پوزې ته راغلې یمه. کاشکې تا او ستا کورنۍ ته مې هو نه وای ویلي. د خپل ژوند له تکراري کارونو څخه په تنګ شوې یمه. دا هغه ژوند نه دی، کوم چې ما غوښته.» مه تکراروئ.
 
د څه په اړه فکر کوې؟
ښاغلي د مېرمنو پرخلاف، چې ډېر ځیرک دي او خوښېږي یې، چې د خپلو مېرمنو په ټولو افکارو، احساساتو، لېوالتیاوو، باورونو، ګمانونو او اشارو باندې پوه شي. دا کار یې نه خوښېږي او سکوت تر ډېره هغوی خوښ او راضي ساتي، نو د خپل خاوند استراحت یا د مطالعه کولو، ټلویزیون ننداره کولو او داسې نورو چارو پرمهال د یوې بې تړاوه پوښتنې په پوښتلو سره، د افکارو لړۍ یې مه خرابوئ، ځکه ستاسو دا کار د هغه د آرامتیا د له منځه تګ سبب ګرځي او هغه ډېر زیات غوسه کوي او هېڅکله به تاسو خپل ځواب او غوښتنو ته ونه رسېږئ.
 
نو غوره ده، چې هغه او د استراحت وخت ته یې درناوی وکړئ او کور ته د هغه د راتګ پرمهال، اجازه ورکړئ، چې لږ استراحت ولري او خپلې پوښتنې هغه مهال وکړئ، چې هغه له تاسو سره خبرې کوي او د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند اخلئ.
 
نارینه واوسه
که تاسو د کنایې یا د ژبې په نېښ یا حتا د هر قصد او موخې پرته دا جمله خپل خاوند ته ووایئ او نارینه توب یې د پوښتنې لاندې راولئ، باید پوه شئ، هغه مو له ځانه لیرې کړی دی، ځکه هېڅ څیز د نارینه د نارینتوب تر پوښتنې لاندې راوستلو په کچه دردونکی نه دی او ستاسو د خاوند د نارینتوب د ارزولو لپاره هېڅ تګلاره شتون نه لري.
 
تل همداسې کوې
که کله د خپل خاوند د کوم کار له ترسره کولو څخه خواشینې شوې یاست، هغه ته مه وایئ، چې تل همداسې کوې، واضحه واوسئ او له عمومي ویلو څخه ډډه وکړئ، ترڅو یو روغ او بریالی ژوند ولرئ. د یوه چلند د بدلون لپاره هڅه وکړئ، چې مورد په مورد او ګام پر ګام په جزئیاتو لیدلو سره مخته لاړه شئ، ترڅو ستاسو عمومي خبرې، ستاسو د خاوند اروایي حالت خراب نه کړي.
 
پیسې مې خلاصې شوې دي
یوه له هغو موضوعاتو څخه، چې د جوړو ترمنځ د بحث او شخړې سبب ګرځي، له وخت پرته د پیسو د ترلاسه کولو د خبرې مطرح کول دي. له خاوند څخه د کور د لګښتونو لپاره د پیسو د غوښتلو تر ټولو بد وخت، له کور څخه د هغه د وتلو وخت دی، چې د سختو شخړو او لانجو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، له دې امله اړینه ده:
ـــ د کور د لګښتونو د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مناسب وخت په پام کې ونیسئ.
ـــ د خپلې کورنۍ میاشتنی او ورځنی لګښت محاسبه کړئ.
ـــ په میاشت کې یو ځل روان لګښتونه محاسبه کړئ او د کور مصرف د ترلاسه کولو وخت مشخص کړئ.
ـــ د کور د لګښتونو د مدیریت لپاره، هرومرو یوه دقیقه پرورګرام جوړونه ولرئ.
ـــ بېځایه لګښتونه او چکرې وهل پرېږدئ او د تفریح په سترګه مه ورته ګورئ.
 
زما د ملګرې خاوند دا کار نه ترسره کوي
یو له ناسمو چلندونو څخه، چې د مېرمنو ترمنځ شتون لري او نارینه ترې کرکه لري، د خپلې کورنۍ  او دغه راز د دوستانو د کورنۍ له نارینه و سره د خپل خاوند پرتله کول دي، له نورو نارینه و سره ستاسو د خاوند بې دلیله او غیر عقلاني پرتلنه، پرته له دې، چې د خپل خاوند روح و روان خراب کړئ، بله پایله به ترلاسه نه کړئ، ځکه د هر چا د خاوند د ژوند شرایط خوی او عادت په بشپړه توګه ستاسو له ژوند او دغه راز ستاسو د خاوند له خوی او عادت سره توپیر لري، له دې امله غوره ده، چې پرتله کولو څخه لاس واخلئ، ترڅو هوسا او آرامه ژوند ولرئ.
 
څه وخت دې کار ته بدلون ورکوئ؟
ځینې مېرمنې د له بریده زیاتو تمو له امله، تل خپلو خاوندانو ته وایي، چې څه وخت مو کار ته بدلون ورکوئ؟ خو دا ډله مېرمنې باید پوه شي، چې هغه له خپل کار او دندې سره مینه لري او خپل شخصیت په ټولنیز مقام او خپل کار کې لټوي، نو که تل وډونګېږئ، چې دندې ته بدلون ورکړه، خپل ژوند خرابوئ او دغه راز د خپل خاوند د اروایي حالت د خرابېدو سبب ګرځئ.
 
ته هم د خپل پلار او د خپلې کورنۍ په څېر یې
هېڅکله دا جمله په خوله مه راوړئ او که چېرې خاوند مو مناسبتونه هېروي یا نا منظم دی، دا موضوع په هغه پورې تړاو لري او اړتیا نشته، چې په دې اړه د هغه کورنۍ ته سپکاوی وکړئ، که انصاف ولرئ، نو پوهېږئ، چې ستاسو کورنۍ هم ستونزې لري، نو د دې جملې په کارولو سره، چې د خپل خاوند د کورنۍ کمزورو ټکو ته اشاره کوي، هغه ته سپکاوی مه کوئ او ذهن یې مه خرابوئ.