د طبیعت ننداره

ټول مخلوقات، ځمکه او اسمانونه الله ج پیدا کړي دي. طبیعت کې الله ج په خپل قدرت سره موږ ته هر څه پیدا کړي دي، لکه، ځمکه، اسمانونه، ځنګلونه، سیندونه، کاڼي، دښتې، آبادي، غرونه او رغونه او داسې نور.

 دا چې څښتن تعالی انسان په طبیعي توګه اشرف المخلوق پیدا کړی، نو په طبیعیت کې چې څه الله ج پيدا کړي، دا یی د انسان د ګټې لپاره پیدا کړي دي.

موږ او تاسې ته پکار ده چې د طبیعت له نندارو څخه په ګټې اخیستنې هر څه چې په وس کې لرو، ترسره یې کړو، نن موږ وخت هم لرو، فرصت هم لرو.

 خپل وخت  زده کړو ترلاسه کولو ته معین کړو، که هغه په هر معیار او ډول سره وي، که هغه دیني علوم وي او که عصری علوم او یا هم که کوم کسب او حرفه وي.

 انسان که په هر عمر او سن کې وي؛ نو هیڅکله د زده کړې لپاره ناوخته نه دی.

د یو حديث شریف مهفوم دی، چې زده کړه په هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض ده؛ نو پکار ده چې زده کړه وکړي.

 الله ج موږ ته په دی طبیعت کې ډیر څه زموږ د ګټی لپاره پیدا کړي دي، موږ باید د دی هر څه څخه ګټه واخلو.
پای