ولې د خپل بدن او ظاهر منل سخت او ستونزمن کار دی؟
ښایي له خپل بدن سره مینه ونه لرئ یا تل دا هیله لرئ، چې توپیري بدن مو درلودای، که داسې وي، یوازې نه یاست، په امریکا کې څېړنو څرګنده کړې ده، چې شاوخوا ۸۴ سلنه امریکایي ښځې له خپل بدن او ظاهر څخه رضایت نه لري. باید وویل شي، کله وخت له خپل بدن سره هوسا اوسېدل ډېر سخت دي، خو ارزښت یې لري، چې له خپل ځان او بدن سره مینه ولرئ.
ناډیا زکالونډ: ډېری کسان داسې عادت شوي دي، چې د خپل بدن په اړه منفي خبرې وکړي او دا کار معمولاً د کورنۍ او دوستانو په لیدلو او کله چې راتلونکې ته مخامخ ولاړ دي، ترسره کوي، کله وخت د خوشالۍ احساس او له ژوند څخه خوند اخیستلو ته په هغه وخت پورې تړاو ورکوي، چې خپل بدن ته یې بدلون ورکړی وي، د بېلګې په توګه: که چاغ وي، ډنګر شوی وي یا دغه راز د پښو وازدې یې ورکې کړې وي، خو واقعاً د خپل بدن او ظاهر منل ډېر سخت او ستونزمن کار دی؟
ټولنه په دې کچه د افرادو ظاهر ته ارزښت ورکوي، چې هوښیارتیا، ځیرکتیا او شوخ طبیعتۍ ته لومړیتوب ورکول سختېږي او ډېری خلک تل خپلو ظاهري نیمګړتیاوو ته پام کوي.
دغه راز ډله ایز رسنۍ، لکه: ټلویزیوني خپرونې یا مجلې، تل خلکو ته د ظاهري ښکلا وړاندیز کوي، د بېلابېلو محصولاتو تولید کوونکي، لکه: سینګاریز توکي هم د غوره ظاهر او بې نیمګړتیا اندام لرل هڅوي، ترڅو وکولای شي، ډېر او ښه پلور ولري او همدا ده، چې د خپل ظاهر منل تر دې بریده سختېږي.
علم او پوهې ثابته کړې ده، هر څومره، چې د خپل بدن په اړه مثبت احساس ولرئ، نو روغ بدن او د ژوند غوره کیفیت به ولرئ. د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، کله چې افراد له خپل بدن او ظاهر سره مینه ولري، خوړنیز عادتونه یې هم ښه کېږي، سره بېره پر دې، د ژوند د ښه والي لپاره یې انګېزه ډېرېږي او دغه راز خپلواکي، ګټورتیا او په خپل ځان باندې یې باور هم زیاتېږي، د دې کسانو روح و روان هم ښه کېږي.
له بدن سره د مینه لرلو لارې چارې
له خپل بدن سره مینه لرل مو په یو مخیز ډول نه رامنځته کېږي، خو د خپل بدن په اړه د ښو خبرو کول د دې سبب ګرځي، چې لږ لږ د خپل بدن په اړه منفي نظرونو ته مو پام شي، که زده کړئ «خپلې نیمګړتیاوې» د خپل وجود یوه برخه وګڼئ، کولای شئ له خپل بدن سره د مینه لرلو په تګلوري کې مېشت شئ.
لاندې تګلارې به هم په دې لاره کې له تاسو سره مرسته وکړي:
۱ ـــ تصمیم ونیسئ
هرڅه په یوې جدي تصمیم نیونې سره پیلېږي، په حقیقت کې دا تر ټولو آسانه کار دی، چې هر کس کولای شي، له خپل ظاهر سره د مینه لرلو لپاره یې ترسره کړي، دا یوازې یوه ټاکنه ده، نه کوم بل څیز. د خپل بدن په اړه خپل احساس ومنئ او له خپل ځان سره زړه خوږی چلند ولرئ.
په ډېرې آرامۍ سره دا تصمیم مو له کورنۍ، دوستانو او هغو افرادو سره، چې ملاتړ کوونکي مو دي، مطرح کړئ او هغوی ته ووایئ، چې نور هوډ نه لرئ، چې د خپل بدن له منفي ځانګړتیاوو څخه خبرې وکړئ او غواړئ، چې خپل ځان لکه څنګه چې یاست ومنئ.
۲ ـــ د نننۍ مثبتې خبرې اترې تمرین کړئ
د دې پرځای، چې تل په خپل ځان او دغه راز په خپل ظاهر باندې نیوکه وکړئ، په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، د هرې ورځې په پیل کې له هغو اصطلاح ګانو سره پام کوئ، کومې چې د خپل بدن په اړه یې وایئ. ډېری کسان کله چې په خپل ځان باندې نیوکه کوي، داسې په خپل ځان باندې سختي راولي، چې له بل هیچا سره داسې چلند نه کوي، په حقیقت کې که دا کار وکړي، نو نور کسان ترې واټن اخلي.
له دې امله یو کاغذ را واخلئ او د خپل ظاهر له ځانګړتیاوو څخه یو لړلیک جوړ کړئ. د بېلګې په توګه: «ښکلې مُسکا لرم»، «ښکلې سترګې لرم»، «غړي مې پیاوړي دي او ورسره مینه لرم»، له دې وروسته هره شپه له خوب څخه مخکې دا عبارتونه ولولئ او پرې مرور وکړئ، ترڅو بالاخره ویې منئ. وروسته له دې چې دا جملې مو ذهن ته ننوتلې، نو د خپل ځان په اړه په نورو نویو عبارتونو پسې لاړ شئ.
۳ ـــ خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ
له مډیټیشن څخه نیولې، خوشاله چاپېریال کې تر اوسېدو پورې؛ خپل بدن ته ښکاره کړئ، چې ورسره مینه لرئ، له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې هېڅکله خپل بدن د نورو له بدن سره نه پرتله کوئ یا د سختو خوړنیزو ریژیمونو او ډنګر بدن ته د رسېدو په اړه د نورو په خبرو اترو کې ګډون نه کوئ. که کوم انځور او یا هم په ټولنیزو شبکو کې یو ویډیویي پروګرام پر تاسو باندې منفي اغېزه کوي، هغو ته مه ګورئ، باید وکولای شئ، په خپل ذهن باندې د دې مواردو د منفي اغېزو مخنیوی وکړئ.
کله چې په خپل زړه یا په خپله ژبه، د نورو ښکلاوې ستایئ، د دې پرځای، چې خپل ځان له هغوی سره پرتله کړئ، یوازې له هغو ښکلاوو څخه خوند واخلئ.
۴ ـــ بدن ته مو دا ښکاره کړئ، چې ورسره مینه لرئ
پر ځای د دې، چې د وزن کمولو لپاره په ستړي کوونکي خوړنیز رژیم باندې تمرکز وکړئ یا یوازې د ډنګرېدو او متناسب کېدو لپاره ورزش وکړئ، زده کړئ، چې بدن ته مو ارزښت ورکړئ، بدن مو پیاوړی کړئ او له هغو فرصتونو او وړتیاوو څخه منندوی واوسئ، چې بدن مو درته برابروي.
د دې لپاره، چې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولرئ، داسې کارونه ترسره کړئ، چې ښه احساس درکوي. د بېلګې په توګه: وېښتانو ته مو رسیده ګي وکړئ، چټک پلی مزل ترسره کړئ یا له خپل دوست یا دوستانو سره یو بوختونکی فعالیت ولرئ، دا ډول مثبته انګېزه بښنه، د دې سبب ګرځي، چې د هرڅه په اړه، په ځانګړې توګه د خپل بدن په اړه ښه احساس ولرئ.
۵ ـــ په خوشاله چاپېریال کې اوسېدل
د خپلې ورځې ډېری وخت چېرته تېروئ؟ د خپل کاري مېز تر شا؟ په خپل موټر کې؟ که خپلې شاوخوا ته وګورئ، د خوشالۍ احساس کوئ؟ که نه، راتلونکي ګامونه مو دا دي، چې د خپل ځان لپاره خوشاله او د خوښې وړ چاپېریال رامنځته کړئ. د بېلګې په توګه: کولای شئ خپله شاوخوا له تازه ګلانو، مثبتو پیغامونو، د هغو کسانو انځورونو، چې ورسره مینه لرئ، ښه بوی لرونکو عطرو او خپل د خوښې وړ کتابونو څخه ډکه کړئ، دا کار له خپل ځان سره د مینه لرلو ښکارندویي کوي. کله چې شاوخوا چاپېریال مو له هغو څیزونو څخه ډک وي، چې ورسره مینه او لېوالتیا لرئ، د خوښۍ او خوشالۍ احساس به وکړئ او له خپل ځان سره به ډېره زیاته مینه ولرئ.
۶ ـــ مډیټیشن ترسره کړئ
مډیټیشن په خپل ذهن او بدن باندې د تمرکز کولو یوه له ښکلو تګلارو څخه ده. کله چې ژوند له خپګان او اندېښنو څخه ډکېږي یا ذهن مو نه شي کولای، چې آرامه واوسي، تر ټولو غوره کار د مډیټیشن ترسره کول دي، دې کار ته ټول کسان او په هر وخت کې لاسرسی لري، یوازې یو آرامه او هوسا ځای پیدا کړئ او سترګې مو وتړئ او ژورې ساه ګانې وباسئ.
البته که نه پوهېږئ، چې مډیټیشن باید څنګه ترسره کړئ، بېلابېل انټرنېټي پروګرامونه او اپلیکېشنونه دي، چې کولای شي تاسو ته لارښوونه وکړي، کله چې هره ورځ له مډیټیشن څخه په ګټه اخیستلو سره مو زده کړل، چې خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، له ښېګڼو څخه به یې په ښه توګه برخمن شئ او د وخت په تېرېدو سره کولای شئ، له خپل ظاهر سره دوست او پرې مهربان شئ.
۷ ـــ له ښوونیزو سرچینو څخه ګټه واخلئ
که نه شئ کولای د خپل ځان په اړه خپل احساس ومنئ، تر ټولو غوره کار دا دی، چې په دې اړه ښوونیزو ورکشاپونو کې ګډون وکړئ او یا دغه راز په دې تړاو د ارواپوهنې کتابونه ولولئ. متخصص افراد په بېلابېلو بڼو د ښوونیزو صنفونو یا د خپلو کتابونو په وسیله تاسو ته در زده کوي، چې له خپل ځان سره د مینه لرلو سخت تمرین ترسره کړئ.
وروستي