زده کړې ته لومړیتوب ورکړئ

لکه چې موږ ته ښکاره ده، شپه او ورځ سره متضاد دي، یانې شپه تیاره خپروي او ورځ روښنايي، اور او اوبه سره یو د بل متضاد دي، اور ګرمي او سوزول منځته را وړي او اوبه برعکس یخوالی او اور لمنځه وړل. 

همدا دوه بېلګې د روښانه او بدرنګ ژوند ترمنځ تفکیک ته کفایت کوي، باید لومړیتوب خپلو زده کړو ورکړو، څو د تیارو له ژوند سره تلپاتې مخه ښه وکړو او هر څه د یو ځانګړي پلان او پوهې لا لارې ترسره کړو.

لکه چې دمخه مو وویل، ناپوهي توره تیاره ده، د رنګین او خوښ ژوند مخه ډب کوي، د پرمختګ لار در څخه لارکه کوي، د ښه او بد تفیکیک درڅخه اخلي، په لوی لاس مو تر ګړنګ رسوي او تر ټولو بده لا دا چې ۲۴ ساعته ژوند مو په بدرنګۍ او بدمرغۍ اخته کوي.

زده کړه ترلاسه کړئ، له ناپوهۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړئ، دا چاره به له تاسې دا مرسته وکړي، چې په ډېری مواردو کې به مو ځان د نورو له محتاجۍ ژغورلی وي.
پای