مه ډارېږه، هر څه بدلیدونکې دي

یو ځای مې تر مخه راغلل، چې په انګلیسي ژبه یې لیکنه شوې وه، پښتو مفهوم یې دا ډول و.

د دې لپاره چې له بد حالت څخه دې ښه حالت ته ولاړ شې، ښه او بد حالات دې قضاوت کړی شئ او د دې لپاره چې غوره والی او بهتروالی دې وپېژنئ، بیا اړ یاست، چې لومړی له سخت حالت سره مخ شئ، ناروغ شئ او ښه وربړېږئ، که چا مو پوښتنه وکړه، لاسنیوی یې در وکړ، پوهه شئ، چې همدا ستاسې واقعي او ریښتینی ملګری دی، په ریښتیا یې هم پر تاسې زړه درد کوي او که برعکس چا مو پوښتنه ونه کړه او آن هېڅ یې در په یاد هم نه کړه، پوهه شئ چې دا ډول خلک ستاسې پښې وهي، ملګري مو نه دي، بلکې د ملګرتیا په جامه کې تر ټولو غدار کسان دي او د دې لپاره یې ستاسې شاوخوا محاصره کړې ده، څو تاسې چېلېنج کړي، له ګواښ سره مو مخ کړي او تر ټولو بده لا دا چې ارزښت او اهمیت ته مو زیان در ورسوي.

پوهان وايي، ژوند دا نه دی، چې تاسې دې په ژوند کې څه ترلاسه کړئ، بلکې ژوند دا دی، چې اصلاً په ژوند کې پيدا کيدونکي څيزونه او لاملونه یې وپيژنئ، اړتیاوې درک کړئ او لومړیتوبونه وپېژنئ.

د ژوند اصلي مفهوم دا دی، چې د ډېرو خلکو په منځ کې یو څوک ستاسې بدي بیان کړي او نور ناست خلک پرې هېڅ باور ونه کړي، همدا د ژوند اصلي مفهوم دی. 

په ژوند کې دا دوه شیان باید زده ولرئ او ډېر پام ورته وکړئ:
لومړی: که کله یواځې واست، بیا بابد د خپل ځان او فکر په اړه ډېر محتاط و اوسئ. 
دويم: او که کله د خلکو په منځ کې ناست واست، بیا هم باید د خپل فکر په اړه ډېر محتاط و اوسئ، ځکه دې چارې ته نه پاملرنه تاسې له ننګوونو سره مخ کولای شي. 
پای