ټولنیز نزاکتونه مراعت کړئ

هر انسان اړ دی، څو خپلې نیمګړتیاوې درک کړي، ویې پېژني او د محوه کېدو لپاره یې لاس په کار شي.

هېڅ انسان پوره نه دی او له هر یوه یې خطا ممکنه ده، دا خطا باید دومداره نه وي. له تېروتنو درس اخیستل پکار دي، هغوی بریالي دي چې له تېروتنو یې درس اخیستی، دا تېروتنې ورو لمنځه وړي، پر ځای یې بدیل فکر غوره کوي او تر ټولو ښه لا دا چې د بریالیتوب په پړاو کې دي او دا د نېکمرغۍ حد د ځان او هم ټولنې لپاره ویاړ بولي.

یوه ټولنه له علماء کرامو، مشرانو، کشرانو، سپین ږیرو، مخورو، لوستو او نالوستو افرادو څخه برخمنه ده، له همدې کبله موږ اړ یو، څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه ترسره کړو، هر څه ته له بېلابېلو زاویو وګورو او د هغه له ترسراوي ډډه وکړو، چې ټولنیز نزاکتونه پکې له خاورو سره خاورې کېږي، ژوند ورسره د ناهیلۍ خواته درومي، بدمرغي او بد افکار راوړي او تر ټولو بده لا دا چې د تور تم پردې پرې راغوړوي. 

پوهان وايي، هغوی بریالي دي چې خپل حد – حدود پېژني او تر بل هر چا خپل کار، روزګار، فن علم او هنر ته ډېر ارزښت ورکوي.

د دې لپاره چې یوه هوسا، بریالۍ او پرمختللی ژوند ولرو، بیا اړ یو، څو د ژوند ټول ټولنیز نزاکتونه مراعت کړو او په ارزښت ورته قائل و اوسو. د علماء کرامو، مشرانو، مخورو، سپین ږیرو، ځوانانو، لوستوالو او د قدر وړ خلکو اهمیت او ارزښت وپېژنو او په متقابل درناوي ورته قائل و اوسو.

پای