زړونه مه ماتوئ، ویې ګټئ 

دا چې د انسان کلمه د مینې او الفت څخه مشتق شوې ده، له همدې کبله اړتیا ده چې دا کلمه په خورا مینې او لېوالتیا هم تلفظ شي، انسانیت د اُنس او مینې پیغام دی، بیا باید د مینې او محبت پیغام خپور کړي، نه د یو بل ربړولو، تکلیف او آزار ور رسولو او په تنګولو.

دا یو ستر حقیقت دی، چې په ژوند کې حوصله او زغم د ډېرو ننګونو او ستونزو څخه د خلاصون او ژغورېدا بهترینه، ارزانه او مجربه لار ده، بیا باید د یو بل زړونه مات نه کړو، یو بل خپه نه کړو، یو بل ته بدې درې، سپکې او سپورې ونه کړو، په مینه ورسره چال – چلند وکړو، یوه خوله خوښي ورکړو او یو تر بله سره غاړې وځو، د یو بل لاسنیوی وکړو.

دغه راز د ستونزو پر وخت یې ننګه وکړو، درک یې کړو، ستونزه او ننګوونه یې وارو، ارزښت ورکړو، نېکې مشورې ورکړو، سمې لارې ته یې سوق کړو، له بدو یې را وګرځوو.

همدارنګه یو ښه ذهنیت ورکړو، ښه او بد ورته بیان کړو، منفي او مبت موارد ورته په بېلابېلو بېلګو کې تشرېح او په ښه توګه مخ ته کېږدو، په ملا یې وټپوو او د ځانځانۍ فکر یې له ذهن د تل لپاره وشړو.

 یو جامع او ټولملنی فکر ورمخې ته کړو او په ټوله کې د ژوند په مانا او خوند یې پوهه کړو، همدا بریالیتوب دی، خوښ ژوند دی، یو بل منل دي او د احساس درک دی او دا ښې ځانګړنې باید موږ هرو مرو ولرو، څو ټولنه د نېکمرغۍ لوري ته یوسو. 
پای