څنګه «نه» ووایو؟

موږ له لویانو څخه د ورځې ۴۰۰ ځله د نه کلیمه اورو، خو هر څومره، چې لویانو ته نږدې کېږو، ویل یې حتا د یو ځل  لپاره ستونزمن تر سترګو کېږي. 

لاندې د «نه» ویلو لپاره په ځینو تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ. 

وخت واخلئ
په بشپړه توګه واضحه او روښانه ده، چې خلک د هو له اورېدلو سره ډېره زیاته مینه او لېوالتیا لري، حتا د هو ویل ډېر آسانه کار هم دی. 

خو په پای، که افرادو ته هو ویل، د هغوی پر وړاندې د شاته تګ سبب وي، د سټرس سبب ګرځي.  د مستقیمې ځواب ویینې پرځای، کولای شئ ووایئ: " آیا زه کولای شم تاسو ته سبا ځواب درکړم؟" خپل ځان ته وخت واخلئ، ترڅو وکولای شئ، لکه څنګه مو چې خوښه وي، تصمیم ونیسئ. 

د منفي تصوراتو په اړه فکر وکړئ 
کله چې غوسه یاست، غوسه مو ستاسو نه ویل ښکاره کوي، له دې امله له خپل ځانه وپوښتئ، که ووایم نه، تر ټولو بد کار چې دا شخص له ماسره کولای شي، څه دی؟ او که پېښ شو، زه څنګه له هغه سره مخامخ کېږم؟ دا پوښتنې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د وېرې او واقعیت ترمنځ توپیر وکړئ او متوجه شئ، چې پایله په هماغه اندازه بده ده، چې تاسو هو ووایئ. 

خپله شخص ته یې ووایئ
د افرادو معمولاً خوښېږي، تر کومه بریده، چې شونې ده، نه  د برېښنا لیک یا د ټیلیفون له لارې اشخاصو ته ووایي، خو په مخامخ نه ویلو سره، مقابل لوري ته یو پیغام لېږدوئ او دغه راز په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، د نه ویلو سر بېره، ځینې نور څیزونه هم ووایئ. 

آسانه یې ونیسئ
کله چې یو له دوستانو څخه مو له تاسو نه غواړي، چې بهر لاړ شو، هغه ته ووایئ: "ما مخکې د یوه کار په اړه پروګرام جوړ کړی دی، مننه" که کوم څوک له تاسو نه غواړي، ترڅو د یوه کار لپاره داوطلب شئ، نو ووایئ: «خواشینی یم، زه باید خپلو درسونو او کورنۍ ته رسیده ګي وکړم» او تر همدې بریده هغه په جریان کې واچوئ، که مقابل لوری له جزئیاتو خبر کړئ، د مقابل لوري د منفي غبرګون د اوږدېدو سبب ګرځي. 

په خپلو محدودیتونو باندې پوه شئ 
که غواړئ فردي وړاندیزونه د شخصي دلایلو له امله رد کړئ، داسې کړنه ترسره کړئ، د بېلګې په توګه، ووایئ: «ما له خپل ځان سره ژمنه کړې ده، چې هېڅکله خپلو دوستانو ته پیسې په پور ور نه کړم» یا «هېڅکله ټیلیفوني غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوم». دا جملې هغوی ته څرګندوي، چې ستاسو نه ویل یو موقتي پیغام نه دی، بلکې دوام لري. 

مکالمه مو په مثبته توګه پای ته ورسوئ 
مکالمه مو په یوه وړاندیز سره په مثبته توګه پای ته ورسوئ. که چېرې یوه کاري پروژه ده او تاسو نه شئ کولای، چې مسؤولیت یې په غاړه واخلئ، د حل د یوې لارې وړاندیز وکړئ، له دې لارې همکار مو دې ته متوجه کېږي، چې تاسو نه شئ کولای، هغه کار ترسره کړئ.