انسان باید په ټولنه کې داسی چلند غوره کړي، چې د تولنې ټول غړي، هر فرد او هر شخص سره په خپل معیار او میتود وچلیږي. زیاتره انسانان موږ په ټولنه کې وینو، چې په ټولنه کې یې داسې خپل چال، چلند غوره کړی وي، چې هغه غیر متوازن او نامناسب وي.
غوره انسان هغه دی چې په ټولنه کې د مشرانو، پوهانو، عالمانو که هغه د هر علم او پند خاوندان او وګړي وي؛ هغوی سره متوازن چلند غوره کړئ.
دا یوه اړتیا ده چې په بېلابېلو ناستو او مجلسونو کې دې ګډون وکړئ او له خپل ځان، ټولنې او در سپارل شوي مسوولیت په ښه ډول دفاع وکړئ، له همدې کبله، کله چې په یوه جلسه یا ناسته کې ګډون کوئ؛ نو د ناستې هر ګډونوال باید خپلی خبرې او ویناوې په خپل نوبت سره وکړي. غوره ویناوال هغه دی چې خپلې خبرې په ښه، مؤثره او لنډ ډول بیان کړي، خپله وېنا له امتداد سره مله نه کړي، لږه، خو ښه او قناعت ورکوونکې وېنا وړاندې کوي، دا چاره د ناستو اوریدونکو او لیدونکو پاملرنه هم ځان ته جذبوي.
پوهان وايي، لږی خبرې کوئ، لږ خوارک کوئ او لږ ګرځئ، ځینی وخت چې تاسو خبرې کوئ او په حقه یاست او د خپل ځان حخه دفاع کوئ نو ته باید معقول د لایل ولرې او همد ستاسو د بریالیتوب نښه ده.
پای
وروستي