کله چې هغه څوک، چې ورسره مینه لرئ، له تاسو سره خیانت کوي یا دغه راز تاسو ته دروغ وایي، نو زیان وینئ.
کله چې خپل وخت او احساسات په یوې اړیکه باندې لګوئ او هغه څوک چې ورسره مینه لرئ، درسره خیانت کوي یا تاسو ته دروغ وایي، نو داسې احساس کوئ، چې تاسو یې احمق ګڼلی یاست. موږ ټولو له هغه چا څخه زیان لیدلی دی، کوم چې ورسره مینه مو درلوده.
په دې لیکنه کې په هغو کارونو باندې رڼا اچول کېږي، کوم چې باید په دې حالاتو کې یې ترسره کړئ، له تاسو نه هیله کېږي، چې لیکنه له پیله تر پایه ولولئ.
په خپل ځان باندې د خپلو احساساتو په خاطر قضاوت مه کوئ
کله وخت، کله چې یو څوک موږ ته زیان رسوي، تر ټولو لومړی کار چې کوو یې، دا دی، چې خپل ځان رټو او دا د دې سبب ګرځي، چې تر ډېره په خپل ځان باندې غوسه شو.
په یاد ولرئ، چې نیمګړتیا ستاسو نه ده، تاسو نه شئ کولای خیانت کوونکی او دروغجن فرد له لومړۍ ورځې څخه وپېژنئ، په خپل ځان باندې د خپلو احساساتو په خاطر قضاوت مه کوئ، وخت غواړي، ترڅو له دې احساساتو سره یوه جوړ جاړي ته ورسېږئ.
تل په تاسو پورې تړاو نه لري
افراد د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ توپیري کارونه ترسره کوي، کله وخت دا کارونه د هغوی د ناخوندیتوب احساس او اخلاقي ځانګړتیاوو په خاطر دي.
تاسو نباید د هغوی کارونو ته په خپل ځان پورې تړاو ورکړئ او په دې اړه فکر وکړئ، چې ستونزه ستاسو ده، کله وخت داسې فکر کوئ، که ښکلی او مهربان وای، ښایي هغه درسره خیانت نه وی کړی. خیانت هېڅ توجیح نه لري.
نه شئ کولای، چې په ټولو کې بدلون رامنځته کړئ
مینه تاسو د هغو کارونو ترسره کولو ته اړه کوي، چې باور یې نه شئ کولای، کله وخت په هغو افرادو باندې منګولې لګوئ، چې تل تاسو ته زیان اړوي، ځکه فکر کوئ، چې په هغوی کې بدلون رامنځته کولای شئ، خو نه شئ کولای، چې په ټولو کې بدلون رامنځته کړئ. ځینې کسان باید خوشې شي، مخکې تر دې، چې تاسو ته عاطفي زیان ورسوي. کله وخت د اړیکو ساتل په هره بیه تاسو ته زیان رسوي، خوشې کول کېدای شي ستاسو د ژغورنې یوازینۍ لاره وي.
خپل ځان مه یوازې کوئ
له خلکو څخه تېښته یوازې په دې دلیل، له هغه چا سره مو چې مینه لرله زیان یې در رسولی دی، تر ډېره رامنځته کېږي، دا د درک وړ ده، خو که دې کار ته دوام ورکړئ، یوازې په تېر کې زنداني کېږئ.
د تېر د خوشې کولو لپاره یوازینۍ لاره، دوام ورکول دي، له تېر څخه باید یوازې درس واخلئ او زده کړئ، چې په راتلونکو ټانکو کې، غوره تصمیم ونیسئ.
بښنه وکړئ، خو هېروئ یې مه
بښنه کول ښه دي، خو که چېرې کوم چا مخکې تاسو ته زیان رسولی دی، نو غوره ده، له هغه سره د اړیکو په پرې کولو سره، له خپلې اروایي او عاطفي روغتیا څخه ساتنه وکړئ.
له هغه چا سره د اړیکې ټینګښت، چې ځوروي مو، یوازې ستاسو اروایي روغتیا له منځه وړي. خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې ولې نباید ځینو کسانو ته اجازه ورکړئ، چې یو ځل بیا ژوند ته مو داخل شي، هغه وبښئ، خو کارونه یې مه هېروئ.
یو ځل بیا زېږون
خلک دوې ډلې دي: هغه کسان، چې په هرې ماتې سره کمزوري کېږي او هغه کسان، چې له خپلو ماتو څخه د هوښیارېدو او پیاوړي کېدو لپاره ګټه اخلي.
له یوې مودې وروسته، کله چې غوسه او خپګان مو لیرې شول، تېر ته وګورئ او ووینئ، چې له دې ماتې څخه مو څه درسونه او تجربې ترلاسه کړې دي، په یوه نوي او تجربه لرونکي انسان باندې بدل شئ، نه یو ماتې خوړونکي او کمزوري انسان باندې.
تر ټولو غوره غچ دا دی، چې ښه ژوند ولرئ
له هغه چا څخه زیان لیدل، کوم چې ورسره مینه لرو، موږ د غچ اخیستنې په فکر کې اچوي، خو تر ټولو غوره غچ دا دی، چې خپل ژوند ښه کړئ او په خپلو موخو پسې لاړ شئ، خپل ځان له سره جوړکړئ، یو ځل بیا په خپل ژوند کې مینه پیدا کړئ او تېر تر شا پرېږدئ، البته د دې کار په اړه خبرې کول، د ترسره کولو په پرتله یې ډېر آسانه دي، خو تر ټولو غوره کار دی.
وروستي