له نورو پسې خبرې مه کوئ، خبرې ورسره وکړئ

ولې خپل ارزښتمن وخت د نورو د عېبونو په پېدا کولو تېر کړو؟ که د نورو عېبونه لټوو، مانا دا چې موږ ته وخت ارزښت نلري، ولې په لوی لاس د وخت د تباهۍ تنۍ کېکاږو. لطفاً مه دوکه کېږئ او د وخت څخه د ګټې اخیستنې لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړئ.  ټولنه هغه وخت نېکمرغه کېدی شي چې وګړي یې مثبت افکار ولري، د یو بل د زغملو لپاره قرباني ورکړي، په کوچنېو او بې ګټو موضوعاتو له بحث، جنجال او تاوتریخوالي تېر شي، نورو ته نېکمرغۍ پېغام ورسوي، په خیریه کارونو کې ونډه واخلي، له شخصي ګټو تېر شي او پر ځای یې ملي ګټې وسنجوي. 

پښتو کې یو متل دی، وايي: ((خپل عېب د ولو منځ وي.)) لکه چې وړاندې مو وویل، هر انسان نیمګړتیاوې لري، له نیمګړتیاوو یې تېر شئ او ښېګڼې یې را ټولې کړئ. ارزښت ورکړئ او په ټوله مانا درناوی ور وپېژنئ. 

یو مسلمان باید د بل مسلمان لپاره هنداره و اوسي، که کومه نیمګړتیا لري، باید په نرمه او خوږه ژبه ورته نیمګړتیاوې په نښه شي، ور ته ځير شي او قناعت ورکول شي، له دې چې د نورو پسې د دوی په نشتون کې غږېږئ، بدي یې بیانوئ، ښه ده چې ورسره کېنئ، تحلیلي بحث ور سره وکړئ، د خپګان او عقدوي چلند ډډه وکړئ، په مینه یو بل ته غوږ کېږدئ او وسنجوئ چې بحث څومره مؤثره دی.

د بریالیو خلکو یوه ستره ځانګړنه همدا ده چې نورو پسې خبرې نه کوي، له نورو سره خبرې کوي.
پای