د ټاټا کمپني به د نړۍ تر ټولو ارزانه موټر بازارته وړاندې کړي

    د هندوستان د موټر جوړولو تر ټولو لويه کمپني ( ټاټا ) په پام کې لري  د راتلونکي کال د جنورۍ په مياشت کې   د نړۍ تر ټولو ارزان بيه موټر بازار ته وړاندې کړي . دغه موټر ، چې بيه به يې يو لک هندي کلدارې يا 2500 ډالره وي ، د جنورۍ په لسمه نېټه د موټرو په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي . شنونکي وايي ، چې د دې موټر په راوتو سره ښايي د موټرو په بيه کې انقلابي بدلون راشي .