په لومړي ځل د نيم سري يا مېګرېن د مخنيوي لار موندل شوې ده


د امريکې د خوړو او درملو اداره وايي چې داسې يوه وسيله يې جوړه کړې ده چې کولای شي د نيم سري يا مېګرېن مخه ونيسي. دغه وسيله د نيم سري د دردونو تر پيل دمخه د عصبي تحريک له لارې د هغو مخه نيسي. دغه نوې وسيله چې (Cefaly) نومېږي، د يوه بلجيمي شرکت له خوا جوړېږي او ډېر ژر به مارکېټ راووځي.