د انجيل تر ټولو پخوانۍ نسخه په ترکيه  کې وموندل شوه

د ترکيې په يوه کلي کې د (برنابا) په نامه د  انجېل تر ټولو زړه نسخه موندل شوې ده او  ترکي کارپوهان کار ورباندې کوي. د کارپوهانو په وينا په دغه نسخه کې، چې تر ۱۸۰۰ کلو زيات زړښت لري،  د اسلام  د پيغمبر (حضرت محمد ص) په اړه وړاندوينه شته. تر  دې وړاندې چې د انجيل تر ټولو زړه نسخه موندل شوې وه او هغه هم ۱۸۰۰ کال زړښت لري، په هغه کې عيسی (ع) ته د انسان په توګه او د خدای (ج) د پيغمبر په توګه اشاره شوې ده.