هغه اخلاق، چې د ځینو مدیرانو د ماتې لامل ګرځي

ځینې مدیران د څو ساده تېروتنو په کولو سره، ښایي ماتې وخوري، له دې امله باید د یوه مدیر چلندونه او کارونه سم او اصولي وي، ترڅو بریا او پرمختګ ته ورسېږي.
 
ساده لاملونه، چې د نویو مدیرانو د ماتې سبب ګرځي
مدیریت کوم آسانه کار نه دی، هغه فشار، چې په مدیر باندې دی، معمولاً ډېر زیات دی او ښایي د دې سبب شي، چې مدیران په ډېرې آسانۍ سره ستړي او پرېښانه شي، خو په زړه پورې ده پوه شئ، چې ځینې دودیزې تېروتنې دي، که ترې خبر واوسئ، نو کولای شئ، چې ښه مدیریت ترسره کړئ، چې په دې لیکنه کې ور باندې رڼا اچول کېږي.
 
نه شئ کولای، چې خپل ځان په ښه توګه مدیریت کړئ
ډېری کسان کله چې له پوهنتون څخه فارغېږي سردرګمه دي او هېڅ آیډیا نه لري او نه پوهېږي، چې په ژوند کې څه کار ترسره کړي او تصمیم نیونې یې کمزورې دي او په پایله کې سردرګمه دي، که تاسو د یوه مدیر په توګه په لومړي پړاو کې ونه شئ کولای خپل ځان په ښه توګه مدیریت کړئ، نو پوه شئ، چې کار مو له ماتې سره مخ کېږي، ځکه نه شئ کولای، چې ښه تصمیمونه ونیسئ او تل بوخت یاست.
 
په نفس باندې اعتماد مو په غرور باندې بدلېږي
کله وخت ځینې مدیران د دې لپاره، چې د نورو سرپرست دي، لږ غرور پیدا کوي، که تاسو په نفس باندې د اعتماد او د غرور ترمنځ توپیر ونه شئ کړای او وغواړئ په مدیریتي برخه کې مغرور واوسئ، نو په بشپړه توګه په دې اړه ډېرې زیاتې تېروتنې کوئ او په ناخبره توګه داسې کارونه کوئ، چې شرایط مو خرابوي او د ماتې سبب به مو شي.
 
نه شې کولای، چې یو ټیم جوړ کړئ
یو له اړینو کارونو څخه، چې باید د یوه مدیر زده وي، دا دی، چې یو پیاوړی ټیم او یا هم یوه غښتلې ډله ولرئ، که تاسو ونه شئ کولای، چې یو بریالی ټیم او ډله جوړه کړئ، نو نه شئ کولای، چې یو بریالی مدیر واوسئ او په دې برخه کې ماتې خورئ. تاسو باید زده کړئ، چې څنګه خپلې شاوخوا ته یوه ډله راټوله کړئ، چې ټول وکولای شي، په غوره شونې توګه فعالیت وکړي.
 
جزئیات نالیدلي نیسئ
معمولاً ځینې مدیران داسې فکر کوي، چې جزئیاتو ته پام کول د دوی دنده نه ده او په پایله کې جزئیات نا لیدلي نیسي، دا په داسې حال کې ده، چې همدا کوچني جزئیات کولای شي د ماتې یا بریا سبب وي، نو غوره ده، سر بېره پر دې، چې نورو کسانو ته دنده ورکوئ، ترڅو په دې برخه کې پام او دقت ولري، په خپله هم جزئیات نا لیدلي مه نیسئ.
 
ښه اړیکه نه ټینګوئ
د مدیریت لومړی شرط دا دی، چې تاسو ښه اړیکیز مهارت ولرئ، که ونه شئ کولای، چې ښه اړیکه ټینګه کړئ، په بشپړه توګه نه شئ کولای، چې په هغه کار کې بریالی واوسئ، کوم چې پیل کړی مو دی. یو ښه مدیر په لومړي پړاو کې باید له نورو سره د اړیکې ټینګولو مهارت ولري.