په لېوالتیا یې ترسره کړئ؛ هرو مرو بریالي کېږئ

که د کوم کار هڅه کوئ، په لېوالتیا یې کوئ، هرو مرو به بریالي کېږئ، ځکه د بریالي کېدو یو اصل دا دی چې ستاسې لېوالتیا او مینه غواړي. که کله یو کار کوئ، اګر چې تاسې په هر ځای کې یاست، که په زندان کې هم یاست، یوازې او یوازې ستاسې ټینګه علاقه او لېوالتیا غواړي، ممکنه ده چې حوصله ورته ولرئ، هرو مرو بریالي کېږئ.  په هر ځای چې یاست، خپلې هیلې او غوښتنې هر وخت رسموئ، بالاخره ور رسېږئ. 

د بېلګې په توګه: که تاسې غواړئ، د کمپيوټر پر لیکدړه دې تېز لیکل وکړئ، بیا اړ یاست چې لومړی د کمپيوټر پر لیکدړه د انګلیسي پیاوړی ټایپېسټ شئ، ورو، ورو په انګلیسي ټایپېنګ کې پیاوړي کېږئ، همدا راز په تدریج سره پښتو ټایپينګ هم انسټال کړئ او انګلیسي توکمو ته په کتو ورسره خپلې ګوتې عیارې کړئ، بیا بیا تمرین وکړئ، بالاخره به د کمپیوټر پر لیکدړه پر دواړو انګلیسي او پښتو ژبو ښه او معیاري ټایپېسټ شئ او ډېر کارونه به په لنډ او تنګ وخت کې ترسره کړی شئ. دا هر څه یوازې ټینګ هوډ او لېوالتیا غواړي. 

هر څه یوه جلا کړنلاره غواړي، ډېر څه په ډېر وخت کې ترسره کېږي، هر څه ته له یوې زاویې مه ګورئ، بلکې له بېلابېلو لارو او میتودنو څخه په ګټې اخیستنې خپل مسیر وڅارئ. د بریالیو خلکو یوه ځانګړنه دا وي چې هېڅ کار پرته له کړنلارې نه ترسره کوي، یو ځانګړی پلان ورته جوړوي، وخت ورته معینوي، اړین توکي ورته برابروي او تر ټولو ښه دا چې ښه سنجوونه یې کوي. تاسې هم دا ځانګړنه خپله کړئ، بریالیتوب به مو انتظار کوي.
پای