په کاري چاپېریال کې مثبت فکر کول

مثبت فکر کول د فردي او ټولنیز ژوند ټول اړخونه تر اغېزې لاندې راولي، هغه مثبت افکار، چې تاسو یې په کار ځای کې لرئ، نه یوازې له کارکوونکو سره ستاسو د تعاملاتو کچه لوړوي، بلکې د سازمان د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي، په دې افکارو سره فرد د ټیمي او ډله ایزو کارونو لپاره ډېره زیاته انګېزه لري او کولای شي په ډېرې هوساینې سره د نورو ترڅنګ فعالیت وکړي، د فکر په دې بڼې سره په حقیقت کې کولای شئ خپلو شاوخوا پېښو ته په خوش بینانه لید سره وګورئ او پروسس یې کړئ. مثبت فکر کول په ټولو افرادو کې یو شان نه دي او هر کس یې په یو نه یو ډول څرګندوي.
 
مثبت فکر لرونکي کسان په کار ځای کې په غوره توګه کولای شي، له ستونزو سره مخامخ شي او دې باور ته رسېدلي دي، چې کاري ژوند ډېرې لوړې او ژورې لري، د هغوی په خپل نفس باندې اعتماد لوړ دی او په ښه توګه کولای شي د کاري چاپېریال د کړکېچونو سټرس را کم کړي او د کارمند له ښکېل کېدو او دغه راز د هغه له شخړې څخه مخنیوی وکړي. مثبت فکر کول د دې سبب ګرځي، ترڅو افراد وکولای شي خپلې دندې په ښه توګه مدیریت کړي، هغوی نرم او انعطاف منونکي کسان دي او کولای شي خپل ځان ته له هر ډول شرایطو سره سمون ورکړي.
 
هغوی په خپل ځان، په خپلو وړتیاوو او دغه راز د هغو کسانو په وړتیاوو باندې، چې ترې مرسته غواړي، باور لري او په همدې دلیل ډاډه دي، چې که له هر خنډ سره مخامخ شي، نو ماتې ورکوي.   د هغوی دنننی آرامتیا د دې سبب کېږي، ترڅو تل په کاري چاپېریال کې خوشاله او خندانه روحیه ولري. په غوره توګه له ځانه منفي افکار لیرې کوي او تل ښو پېښو ته په تمه دي، مثبت فکري کسان، په کاري چاپېریال کې خپلې تېروتنې په آسانه توګه مني او د هغو په پېژندلو سره هڅه کوي، چې له تکرار څخه یې مخنیو وکړي او د جبران لپاره یې کوټلي ګامونو پورته کوي. 
 
په کاري چاپېریال کې د مثبت فکرۍ تګلارې
تل د زده کړې په حال کې واوسئ
تر ټولو لومړۍ لار، چې کولای شي په کاري چاپېریال کې د مثبت فکرۍ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي، د اړتیا وړ مهارتونو او پوهې ترلاسه کول دي، هر څومره چې ډېر معلومات ولرئ، په هماغه اندازه به مو په خپل ځان باندې باور هم زیات وي. د نویو تجربو زده کړه کولای شي، د دې مثبتو افکارو د ودې سبب شي.
 
نورو ته زده کړه ورکړئ
په کاري چاپېریال کې د خپلې پوهې او مهارتونو شریکول، کولای شي په افرادو کې د مثبت فکرۍ حس رامنځته کړي، په دې کار سره به تاسو یو ګټور فرد وئ.
 
خپل ځان ته استراحت ورکړئ
که چېرې بې ځنډه کار وکړئ او هېڅ استراحت ونه لرئ، نو د تمرکز کچه مو را ټیټېږي او کاري کیفیت به مو هم د وخت په تېرېدو سره کم شي، نو د استراحت لپاره یو وخت ځانګړی کړئ.
 
کار په ادارې پورې ځانګړی دی او بس
غوره ده، چې د ادارې کار کور ته رانه وړئ، ځکه دا چاره ستاسو انرژي اخلي او دغه راز ستاسو د روحیې د کمزورتیا سبب ګرځي، باید د کار او ژوند ترمنځ توازن رامنځته کړئ او د کار او کورنۍ لپاره جلا جلا وختونه په پام کې ونیسئ. ډېر کار تاسو ستړی او زړه تورن کوي.
 
له همکارانو سره اړیکه پیاوړې کړئ
اړتیا نشته، چې له خپلو همکارانو سره له بریده زیات صمیمي شئ او له هغوی سره خپل رازونه شریک کړئ، همدا چې ښه او اغېز ښندونکې همکاري ولرئ، نو بسنه کوي.
 
په غیر کاري پروګرامونو کې ګډون وکړئ
له کاري چاپېریال څخه بهر له همکارانو سره تګ راتګ وکړئ او د تفریح او ماښامنۍ لپاره یو وخت ځانګړی کړئ، دا کار د اړیکې د پیاوړتیا او دغه راز د یو څه وخت لپاره د کاري مسؤولیتونو د پېټي د سپکېدو سبب ګرځي.
 
کاري چاپېریال په زړه پورې کړئ
د په زړه پورې بدلونونو په رامنځته کولو سره، لکه: د پوسټرونو لګول، له ګلدانیو څخه ګټه اخیستل او داسې نور... کولای شي ستاسو کاري فضا که هر څومره کوچنۍ هم وي، په زړه پورې کړي او همدا چاره مثبتو افکارو ته بلنه ورکوي، چې ستاسو په لور راشي.
 
داوطلب شئ
په ځینو پروژو کې په دواطلبانه ډول ګډون کول، کولای شي په پیل کې په تاسو کې په خپل ځان باندې باور زیات کړي او دغه راز ورسره په تاسو کې مثبت فکر کول پیاوړی کړي.
 
یوازې په یوه شي باندې تمرکز وکړئ
اړتیا نه شته، چې په یوه وخت کې څو کارونه ترسره کړئ، غوره ده، چې په یوه کار باندې تمرکز وکړئ، ترڅو سرسامه او سردرګم نه شئ.
 
داسې موخې وټاکئ، چې ورته لاسرسی شونی وي
خیالي موخې مه لرئ، هڅه وکړئ، چې د داسې موخو په اړه فکر وکړئ، چې په رښتینې نړۍ کې ورته لاسرسی شونی وي او پرې تمرکز ولرئ.
 
په کاري چاپېریال کې د مثبتو لیدونو ګټې 
مثبت لید په حقیقت کې له موخه لرونکو افکارو سره مل دی، چې په پای کې تاسو خپله د خوښې وړ پایلې ته رسوي، دا ګټې عبارت دي له:
 
 د سټرس کچې راکمول
کله چې د راتلونکې په اړه مثبت فکر ولرئ، سټر او خپګان به له تاسو نه لیرې شي، د کاري چاپېریال ننګونې، بریا ته د رسېدو لپاره یو سترګام باندې بدلې کړئ. دا کسان د ستونزو د رامنځته کېدو پرمهال د منفي اړخونو په اړه یې فکر نه کوي، په همدې دلیل کولای شي، له ډېر کم سټرس پرته په ستونزو باندې بریالي شي.
 
له مثبت لید سره د ګټورتوب زیاتېدل
کله چې ستاسو لید مثبت وي، فکر او ذهن مو هڅېږي، ترڅو وکولای شي کارونه په غوره شونې بڼه ترسره کړي، مثبت فکر لرونکي کسان په حقیقت کې دنده پېژندونکي دي او کولای شي، هغه مسؤولیت، چې ورسپارل شوی دی، په ښه توګه ترسره کړي. مثبت فکر لرونکي کسان د ستونزې د حل لپاره له شته امکاناتو څخه په ښه توګه ګټه اخلي. په حقیقت کې د یوه سازمان د ټول پرسونل لپاره مثبت لید ډېر زیات ګټور دی.
 
د مهارت د ترلاسه کولو شونتیا
مثبت فکر لرونکي افراد کولای شي، له خپلو همکارانو څخه بېلابېل مهارتونه زده کړي، هغوی به د زده کړې لپاره، ډېره ښه هوښیاري ولري، د نویو څیزونو د تجربه کولو لپاره د دې افرادو انګېزه او لېوالتیا زیاتېږي.
 
غوره تصمیم نیونه
د مثبت فکر کولو تر ټولو مهمه ګټه، د تصمیم نیونې د ځواک ترلاسه کول دي، ځکه په دې کسانو کې سټرس کمېږي، کولای شي، د مسایلو په اړه په ښه توګه تصمیم ونیسي.
 
له فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې شونتیا
کله چې مثبت فکر لرئ، له هغو ټولو فرصتونو څخه، چې ستاسو په شاوخوا کې رامنځته کېږي، ډېره ګټه اخلئ، ځکه په ښېګڼه او ګټورتیا باندې یې باور لرئ. ځینې فرصتونه، لکه: د دنده ایزې لوړتیا پروګرامونه یا زده کړه نیز پروګرامونه، د فرد لپاره په کاري چاپېریال کې په یوې موخې باندې بدلېږي.
 
د تعاملاتو آسانتیا
مثبت فکر لرونکي کسان په ډېرې آسانۍ له مثبت لید لرونکو کسانو سره لېوالتیا پیدا کوي، دا کسان له خپلو همکارانو سره ښه تعامل لري او کولای شي په هغو باندې اغېز وښندي.
 
د فیډبکونو او نیوکو مدیریت
مثبت فکر لرونکي کسان د نورو له نیوکو څخه نه خواشیني کېږي او په حقیقت کې، په کاري چاپېریال کې د همکارانو فیډبک د هغوی د پرمختګ لپاره یوه لاره ده.