دا کسان هېڅکله نه بریالي کېږي

د ناکامو کسانو د شخصیتي ځانګړتیاوو په اړه معلومات لرل، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو هغه په خپل ځان کې پیدا او وپېژنئ او پر ځای یې مثبتې ځانګړنې ځای ناستې کړئ. 
 
ښایي تاسو هم د هغو کسانو له ډلې څخه واوسئ، چې هر څه کوي نه بریالي کېږي او تل له ځانه ناهیلي دي. 
 
د ناکامو کسانو ځانګړتیاوې
د دې لیکنې په دوام د ناکامو کسانو په ځینو ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، چې د ماتې لامل ګرځي، په دې هیله، چې دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ. 
 
خیال باف شخصیت 
دا ډول شخصیت یوازې په خوب او خیال کې ژوند کوي، د دا ډول شخصیت لرونکو خلکو ټول ژوند د خوب او خیال پر بنسټ تېرېږي، دا ډول کسان له نظریاتو او آیډیاوو څخه ډک دي، خو دې نظرونو ته د رسېدو لپاره هېڅ هم نه کوي، دا هغه کسان دي، چې یوازې خبرې کول یې زده دي او د حل بېلابېلې لارې وړاندې کړي، خو کله چې باید عمل وکړي، هېڅ کار یې په توان پوره نه دی. 
 
د دې کسانو اړیکه لږ لږ له رښتینې نړۍ سره پرې کېږي او هېڅ څیز ته ارزښت نه ورکوي، هغوی په خپل ذهن کې د خپل ځان لپاره بریالي انسانان دي، نو اړتیا نه ویني، چې په رښتینې نړۍ کې کوم کار ترسره کړي. 
 
اندېښمن شخصیت د ناکامو کسانو یوه له ځانګړتیاوو څخه ده 
هغوی تل په دې اړه اندېښنه کوي، چې د کارونو د ترسره کولو په لړ کې یې کومه بده پېښه رامنځته نه شي، تل غواړي، چې هر څه په ښه توګه او پرته له کومې نیمګړتیا پرمخ لاړ شي. اصلاً له تېر څخه عبرت نه اخلي،  د راتلونکې په فکر کې نه دي او تل د نننیو ستونزو د حل کولو په حال کې دي. 
 
دا اشخاص ډېری وخت داسې ښکاره کوي، چې بریا ته رسېدلي دي او په دې کار سره، له راتلونکې څخه خپله وېره پټوي، وېره په ښه توګه د اندېښمنو شخصیتونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي، هغه کورنۍ، چې د بېلابېلو دلیلونو له امله، له بېلابېلو څیزونو څخه خپل ماشومان وېروي، په پای کې اندېښمن شخصیت جوړوي. 
 
قرباني شخصیت 
دا هغه کسان دي، چې تل په تېر کې ژوند کوي، دوی تل خپل ځان یوازې ویني او داسې فکر کوي، چې کوم څوک نشته، چې د یوې پېښې د رامنځته کېدو پرمهال له دوی څخه ملاتړ وکړي، نو په دې دلیل تل له هرڅه نه وېرېږي او په خپل ځان باندې باور نه لري، چې له همدې امله دوی ته ناکامي ډالۍ کېږي.
 
تل نور د خپلو ماتو لامل ګڼي او له خپلو کورنیو شرایطو څخه شکایت کوي، البته د دا ډول شخصیت په رامنځته کولو کې نه شو کولای، چې د کورنۍ رول نالیدلی ونیسو، معمولاً د دې افرادو کورنۍ هېڅ وخت دوی ته ارزښت نه دی ورکړی او یا دوی یې رټلي دي. قرباني شخصیتونه هېڅکله مناسبې تصمیم نیونې نه لري، ځکه چې تل خپل ځان ته وایي، چې نه شي کولای کوم کار ترسره کړي. 
 
وېرېدونکی اوسېدل 
وېرېدونکي کسان هېڅکله خپلو موخو ته نه رسېږي، ځکه هغوی خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره هېڅ خطر نه مني او تل یو لاس په بل باندې ږدي، هغوی د ستونزې د رامنځته کېدو په صورت کې، نور ګرم ګڼي. 
 
د نورو ګرم ګڼل، تر ټولو ستر لامل دی، چې بریا ته له رسېدو څخه مخنیوی کوي، ځکه چې په خپلو نیمګړتیاوو باندې نه پوهېږي او له منځه یې نه وړي، د نورو ګرم ګڼل، له خپل ځان څخه د مسؤولیت لیرې کول او هغوی ته د خپل ژوند د کنټرول ورکول دي. 
 
له بریده زیات غرور د ناکامو کسانو یوه له ځانګړتیاوو څخه ده 
مغرور انسانان په خپل ځان باندې کاذب اعتماد لري او یوازې موخه یې داده، چې نورو ته ښکاره کړي، چې بریالي دي، سربېره پر دې دا کسان چې دروغجن غرور لري، هېڅکله دې ته نه چمتو کېږي، چې له نورو څخه مرسته او یا هم زده کړې ترلاسه کړي، په همدې دلیل نه شي کولای، چې کارونه په یوازې توګه ترسره کړي او بریا ته هم نه رسېږي.