ستر انسانان: د عقایدو او باورونو په اړه خبرې کوي.
منځني انسانان: د پېښو په اړه خبرې کوي.
کوچني انسانان: په نورو پسې خبرې کوي.
ستر انسانان: د نورو په درد باندې پوهېږي.
منځني انسانان: په خپله درد لري.
کوچني انسانان: هېڅ درد نه لري.
ستر انسانان: د نورو ستروالی وي.
منځني انسانان: د خپل ستروالي په لټه کې دي.
کوچني انسانان: خپل ستروالی د نورو په سپکاوي کې ویني.
ستر انسانان: د حکمت د ترلاسه کولو په لټه کې دي.
منځني انسانان: د پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي.
کوچني انسانان: یوازې د پیسو د تر لاسه کولو په لټه کې دي.
ستر انسانان: د هغو پوښتنو د مطرح کولو په لټه کې دي، چې ځواب نه لري.
منځني انسانان: هغه پوښتنې پوښتي، چې ځواب لري.
کوچني انسانان: داسې ګڼي، چې د ټولو پوښتنو په ځواب باندې پوهېږي.
ستر انسانان: د یوې موضوع د را منځته کولو په لټه کې دي.
منځني انسانان: د موضوع د حل په لټه کې دي.
کوچني انسانان: هېڅ موضوع نه لري.
وروستي