مؤدب افراد دا پوښتنې نه کوي

مؤدب افراد هېڅکله د اولاد لرلو په اړه پوښتنه نه کوي، ځکه پوهېږي، چې دا د افرادو لپاره شخصي ټاکنه ده، چې ماشوم ولري او که نه، دا ډول پوښتنې تر ډېره د مقابل لوري احساساتو ته زیان رسوي، په ځانګړې توګه که د اولاد نه لرلو له ستونزې سره لاس و ګرېوان وي، چې شرایط به لاپسې خراب شي.
 
مؤدب کسان هېڅکله له مقابل لوري څخه ځینې پوښتنې نه کوي، هغه پوښتنې، چې د مقابل لوري لپاره یې پوښتل د خوښې وړ نه وي او په یو ډول سره کرښه ګڼل کېږي.
 
ښایي تاسو کومه بده موخه ونه لرئ، خو کله وخت داسې پوښتنې کوئ، چې هېڅکله مقابل لوري ته د منلو وړ نه دي او همدا د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو څومره ادب او نزاکت ته ارزښت ورکوئ.
 
څنګه باید ووایو، چې یوه پوښتنه، مناسبه پوښتنه ده؟
د پوښتنې پوښتل معمولاً یو دودیز اقدام دی، تاسو غواړئ د پوښتنې په پوښتلو سره معلومات ترلاسه کړئ، خو ښایي وپوښتئ، پلورنځي څه وخت تړل کېږي یا د خوښې وړ کتاب مو کوم دی، کېدای شي ښه پوښتنه تر سترګو شي او د دې سبب شي، چې د مؤدبانه خبرو اترو لړۍ دوام پیدا کړي، خو ځینې پوښتنې شته، چې د مقابل لوري سره کرښه ګڼل کېږي او ښایي بې ادبي وي، لکه لاندې موارد:
 
ته ډېر جذاب یې یا ته ډېره جذابه یې ولې تر اوسه مجرد/ مجرده پاتې یې؟
مؤدب افراد هېڅکله د مقابل لوري د مجرد یا متاهل اوسېدو د وضعیت په اړه پوښتنه نه کوي او پوهېږي، چې دا موضوع د ډېری افرادو حساسیت را پاروي، دا هغه پوښتنه ده، چې هرومرو باید د خپل ادب د ښودلو لپاره یې، له پوښتلو څخه ډډه وکړئ.
 
ولې دې تر اوسه پورې ماشوم نه دی پیدا کړی؟
مؤدب کسان هېڅکله د ماشوم لرلو په اړه پوښتنه نه کوي، ځکه پوهېږي، چې دا د افرادو لپاره شخصي ټاکنه ده، چې ماشوم ولري او که نه، دا ډول پوښتنې تر ډېره د مقابل لوري احساساتو ته زیان رسوي، په ځانګړې توګه که د اولاد نه لرلو له ستونزې سره مخامخ وي، چې شرایط به ډېر زیات خراب شي.
 
ډېر ډنګر شوی یې، وزن دې کم کړی دی؟
ښایي ستاسو له نظر دا پوښتنه ستاینه او تمجید وي، خو د بل چا لپاره ښه حس نه رامنځته کوي، یوازې د اجازې په صورت کې کولای شئ دا پوښتنه وکړئ، چې پوه شوئ دا فرد هڅه کوي، ترڅو خپل وزن کم کړي او د دې پوښتنې په پوښتلو سره ښه حس پیدا کوي، ځکه خپلې موخې ته رسېدلی دی، خو له دې پرته، هېڅکله باید دا پوښتنه ونه کړئ، ځکه ښایي مقابل لوری د ناروغۍ، د تغذیې د اختلالاتو، خپګان، غم او اندېښنې له امله ډنګر شوی وي او اصلاً دا پوښتنه پرې ښه ونه لګېږي.
 
ولې ژر واده نه کوې؟
ځینې کوژدې د اوږدې مودې لپاره همداسې پاتې کېږي او ژر په واده پای ته نه رسېږي، ښایي دا موضوع بېلابېل دلایل ولري، خو یو بشپړ شخصي تصمیم دی، له دې امله تاسو نباید مقابل لوري ته د دې یادونه وکړئ، چې په یوه اوږد مهاله اړیکه کې وئ، خو تر اوسه نه یاست توانېدلی، چې واده وکړئ.
 
فکر کوم چې کار دې ښه دی، څومره معاش اخلې؟
یوازې هغه کسان کولای شي، دا پوښتنه وکړي، چې ستاسو د ګټې په رامنځته کولو رول لري، له دې پرته هېڅکله باید په دې اړه پوښتنه ونه کړئ، د نورو د معاش په اړه پوښتنه کول اصلاً یوه ښه پوښتنه نه ده.
 
وامې ورېدل، چې پلار دې مړ شوی دی، څنګه مړ شو؟
د نورو د مړینې په اړه پلټنه کول، یوه طبیعي موضوع ده او له موږ څخه ډېری یې په اړه پوښتنه کوي، باید خپله مخه ونیسو او له مقابل لوري څخه دا پوښتنه ونه کړو، ځکه کله چې له هغه څخه غواړو د خپلو عزیزانو د مړینې د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړي، په بشپړه توګه دې ته یې اړ کوو، چې په یوې غم لړلې خاطرې باندې یو ځل بیا مرور وکړي، چې اصلاً یو مناسب چلند نه دی.
 
ولې دومره ستړی ښکارې؟
ښایي داسې فکر وکړئ، چې د دې پوښتنې په پوښتلو سره، مقابل لوري ته مو ښودلې ده، چې هغه ته دقت کوئ او دغه راز د هغه په اړه اندېښمن یاست، خو اورېدونکی کله چې دا پوښتنه اوري، له خپل ځان سره فکر کوي، چې کومه ستونزه لري یا ناروغانو ته ورته ښکاري او څېره یې ګډوډه ده او په پایله کې له دې پوښتنې څخه کوم ښه حس نه ترلاسه کوي.
 
چاته دې رایه ورکړه؟
سیاست تل یوه ننګوونه را پارونکې موضوع ده او نباید په اړه یې خبرې وکړو. دا چې تاسو له بل کس نه پوښتنه کوئ، چې چاته یې رایه ورکړې ده، ښایي ځواب یې ستاسو خوښ نه شي او همدا ستاسو په منځ کې د منفي اړیکې د رامنځته کېدو لامل کېږي، نو غوره ده، چې هېڅکله سیاسي مسایلو ته نننوځئ.
 
ولې ډېر بهر نه ځې؟
ښایي له دې لارې وغواړئ، مقابل لوری دې ته راوبلئ، چې نوي کارونه ترسره کړي، له نورو سره تګ راتګ وکړي یا تر ډېره سفر وکړي او ښه حالت ولري، دا پوښتنه اصلاً ښه حس او حالت نه لېږدوي او داسې احساس کوي، چې تاسو یې یو منزوي انسان ګڼئ. ښایي بهر ته د نه تګ لامل یې اقتصادي او کورنۍ ستونزې وي، نو غوره ده، چې په دې موضوع کې ښکېل نه شئ.
 
پلار دې چېرته دی؟
دا یوه دردونکې او نا اړینه شخصي پوښتنه ده، چې تاسو یې له مقابل لوري څخه کوئ او په بشپړه توګه یې له فکر کولو څخه پرته ترسره کوئ، دا ډېره زیاته شخصي پوښتنه ده. که کوم څوک وغواړي له تاسو سره خپل شخصي مسایل شریک کړي، په خپله د دې موضوع په اړه تاسو ته وایي، نو هرڅومره چې د دې موضوع په اړه وغواړئ پوه شئ او په تړاو یې تجسس وکړئ، نباید په اړه یې پوښتنه وکړئ.
 
څو کلن/ کلنه یې؟
دا له هغو پوښتنو څخه ده، چې هېڅکله باید له مقابل لوري څخه ونه شي، توپیر نه کوي، چې د دې پوښتنې د پوښتلو لپاره څه دلیل لرئ، په هر صورت موږ باید داسې چلند وکړو، چې مقابل لوری د آرامتیا احساس ولري، خو د عمر په اړه پوښتنه کول، د ډېری کسانو لپاره یوه ښه او د خوښې وړ پوښتنه نه ده.
 
د معلولیت دلیل دې څه دی؟
هره پوښتنه، چې د افرادو د ناتوانۍ او معلولیت په اړه وي، اصلاً یوه ښه پوښتنه نه ده او ښایي په مقابل لوري کې د اندېښنې احساس رامنځته کړي، نو غوره ده، چې د مقابل لوري او د شاوخوا خلکو د روغتیا د جزئیاتو په اړه یې هېڅکله له هغه څخه پوښتنه ونه کړئ.
 
امیندواري؟
دا پوښتنه له دودیزو پوښتنو څخه ګڼل کېږي، چې مېرمنې یې یوه له بلې څخه کوي، خو هېڅکله باید ونه پوښتل شي، ښایي مقابل لوری ناروغه وي یا د ځینو دلیلونو له امله چاغه شوې وي، نو هېڅکله باید له هغې څخه دا ډول پوښتنه ونه کړئ او احساساتو ته یې زیان  وانه ړوئ.