زرین ټکي 

۱ ـــ په دې باندې پوه شه، ټول هغه خبرونه، چې اورې سم نه دي. 
۲ ـــ زړور واوسه، حتا که نه یې هم، نو داسې وښایه، چې یې، هېڅوک نه شي کولای، چې د دې دواړو ترمنځ په توپیر باندې پوه شي. 
۳ ـــ هغه څوک، چې هیله من دی، هېڅکله یې مه ناهیلی کوه، ښایي همدا یې یوازیني درمل وي. 
۴ ـــ هېڅکله په خپل مخالف باندې باور مه کوه. 
۵ ـــ هېڅکله چاته مه وایه، چې ستړی او اندېښمن ښکارېږې. 
۶ ـــ تمه مه لره، چې پیسې درته نېکمرغي راوړي. 
۷ ـــ پلونه مه ورانوه، ښایي اړ شې، چې یو ځل  بیا له سیند څخه تېر شې. 
۸ ـــ هېڅکله جواري مه کوه. 
۹ ـــ هغه وسایل، چې ماشومان یې پلوري وې پېره. 
۱۰ ـــ تل د زده کړې په حال کې واوسه. 
۱۱ ـــ په هغه څه باندې، چې  پوهېږې، نورو ته یې ور زده کړه. 
۱۲ ـــ د زېږون په ورځ دې یوه ونه کېنوه. 
۱۳ ـــ نوي دوستان پیدا کړه، خو پخواني مه هېروه. 
۱۴ ـــ له بېلابېلو ځایونو څخه انځورونه واخله.
۱۵ ـــ د راز ساتونکی واوسه. 
۱۶ ـــ له خپلو خوښیو څخه د خوند اخیستلو فرصت بل وخت مه ځنډوه. 
۱۷ ـــ په نورو باندې تکیه مه کوه. 
۱۸ ـــ هېڅکله د خپل خوړنیز رژیم په اړه له نورو سره خبرې مه کوه. 
۱۹ ـــ تېروتنې دې ومنه. 
۲۰ ـــ د نورو د زېږون ورځ په یاد ولره. 
۲۱ ـــ ماشومانو ته له سزا ورکولو وروسته، هغوی په غېږ کې ونیسه او وې نازوه. 
۲۲ ـــ کله وخت د خپل ځان لپاره شکېلی ووهه. 
۲۳ ـــ لږ تر لږه په کال کې یو ځل لمر څرک ننداره کړه. 
۲۴ ـــ هېڅکله د خپل واده کلیزه مه هېروه. 
۲۵ ـــ هیچا ته کنایې مه وایه. 
۲۶ ـــ له خپلو کتابونو څخه هغه په امانت ورکړه، چې بېرته ترلاسه کول یې درته مهم نه وي. 
۲۷ ـــ ماشومانو ته دې ووایه، چې ښه او غوره دي. 
۲۸ ـــ سهار وخته له خوبه را پاڅېږه. 
۲۹ ـــ په دې باندې پوه شه، چې څه وخت باید سکوت وکړې. 
۳۰ ـــ تل ساعت دې پنځه دقیقې مخکې چمتو کړه. 
۳۱ ـــ د خپلې راتلونکې لپاره پلان جوړ کړه. 
۳۲ ـــ کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، نو هڅه وکړه، چې هغوی بریالي شي. 
۳۳ ـــ هېڅکله د ټیلیفون په پیغام اخیستونکې دستګاه کې، بېځایه او بې مفهمومه پیغام مه پرېږده. 
۳۴ ـــ وخت پېژندونکی واوسه. 
۳۵ ـــ له نامناسبو افرادو څخه لیرې والی غوره کړه. 
۳۶ ـــ خپلو اولادونو ته د پیسو په ورکړه کې کنجوسي مه کوه. 
۳۷ ـــ رښتینی واوسه. 
۳۸ ـــ د «مننه کوم» له عبارت څخه ډېره زیاته ګټه واخله. 
۳۹ ـــ څومره، چې اړینه ده، مهربان واوسه. 
۴۰ ـــ کله چې غوسه یې، نو په هېڅ کار لاس مه پورې کوه. 
۴۱ ـــ د خپل ژوند د شریک تر ټولو غوره ملګری/ ملګرې واوسه. 
۴۲ ـــ هڅه وکړه، چې ژوند تل درته پیغام ولري. 
۴۳ ـــ هڅه وکړه، چې د ځمکې پرمخ تر ټولو ګټور او احساس لرونکی فرد واوسې. 
۴۴ ـــ د کوم چا لپاره په خپل زړه کې کینه مه ساته. 
۴۵ ـــ ټولو ژوندیو موجوداتو ته ارزښت ورکړه. 
۴۶ ـــ کله چې بریالی شوې، نو ویاړ پلورنه مه کوه. 
۴۷ ـــ خپل ځان په بې ارزښته مسایلو کې مه ښکېل کوه. 
۴۸ ـــ خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوه. 
۴۹ ـــ تل خپلې ژمنې ته ژمن پاتې شه. 
۵۰ ـــ خپل د خوښې وړ کتاب د دویم ځل لپاره مطالعه کړه. 
۵۱ ـــ خپل ځان داسې عادت کړه، چې تل حتا کله چې خواشینی هم یې، خپل ځان خوشاله ښکاره کړې. 
۵۲ ـــ ژوند ډېر سخت مه نیسه. 
۵۳ ـــ د هر کوچني مناسبت لپاره جشن جوړ کړه. 
۵۴ ـــ کله چې له کوم سخت کار سره مخ شوې، نو خپل ځان ته ووایه، چې ماتې ناشونې ده. 
۵۵ ـــ له خپلو وسایلو څخه په ښه توګه ساتنه وکړه. 
۵۶ ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت مه هېروه. 
۵۷ ـــ په نورو کې د بدلون راوستلو لپاره، له بریده زیاته هڅه مه کوه. 
۵۸ ـــ تل په خپل ظاهر باندې پام کوه او ښې جامې اغونده. 
۵۹ ـــ احمقانه چلند مه کوه. 
۶۰ ـــ خپل ځان کم مه ګڼه. 
۶۱ ـــ تقوا لرونکی او عاجز واوسه. 
۶۲ ـــ کله وخت ځینې څیزونه هېر کړه. 
۶۳ ـــ د بښنې ځواک مه هېروه. 
۶۴ ـــ تر کومه چې کولای شې، جدایي ګانې په وصلت باندې بدلې کړه. 
۶۵ ـــ پخوانۍ دوستۍ یو ځل بیا تازه کړه. 
۶۶ ـــ تر کله دې، چې نوې دنده نه ده پیدا کړې، اوسنۍ دنده دې مه پرېږده. 
۶۷ ـــ له هغو خلکو سره ډېر پام کوه، چې درته وایي، ډېر رښتینی او بې ریا یې. 
۶۸ ـــ هڅه وکړه، چې تل ډېر هوښیار واوسې، چانس کله وخت په ډېرې آرامۍ سره دروازه ټکوي. 
۶۹ ـــ تراژیډي دا نه ده، چې یوازې واوسې، بلکې دا ده، چې ونه شې کولای یوازې واوسې. 
۷۰ ـــ زه له انسانیت سره مینه لرم، نه له انسانانو سره.