شل ښکلې او انرژي بښونکې جملې 


۱ ـــ کله وخت د لس ګامه پرمخ تللو لپاره، یو ګام شاته تګ اړین وي. 
۲ ـــ په اوبو کې د غورځېدو له امله انسان نه خپکۍ کېږي، بلکې د اوبو لاندې پاتې کېدل انسان خپکۍ کوي. 
۳ ـــ بریالی هغه څوک دی، کوم کاڼي، چې د ده په لور ور وارېږي، کور ترې جوړ کړي. 
۴ ـــ ژوند تل د ښې پچې ګټل نه دي، بلکې د بدې پچې ګټلو نه وروسته ښه لوبه کول دي.
۵ ـــ راغلی یم، چې په ژوند کولو سره قېمت پیدا کړم، نه دا چې په هر قېمت ژوند وکړم.
 
۶ ـــ بریالي کسان توپیري کارونه، نه ترسره کوي، بلکې کارونه په توپیري توګه ترسره کوي. 
۷ ـــ د هغه چا لپاره، چې ورو ورو او په دوامداره توګه په حرکت کې دی، لاره هېڅ لیرې نه ده. 
۸ ـــ د دې پرځای، چې په تیارې باندې لعنت ووایئ، یوه شمعه روښانه کړئ. 
۹ ـــ د ارادې خاوند یوازې د مرګ پر وړاندې په ګونډو کېږي، چې هغه هم په ټول عمر کې یو ځل دی. 
۱۰ ـــ خپل ځان ته زحمت مه ورکوئ، چې له تېرو خلکو څخه ښه شئ، هڅه وکړئ، چې له خپل ځان څخه  ښه شئ.
۱۱ ـــ زر کیلومټري سفر په لومړي ګام اخیستلو سره پیلېږي. 
۱۲ ـــ د مینې له مخې ژوند وکړه، نه د جبر له مخې. 
۱۳ ـــ ښایي ژوند هغه ډول نه وي، چې هیله مو یې لرله، خو چې په ناغوښتل بڼه ورته بلل شوي یو، نو غوره ده، چې په خپل لاس یې ځان ته ښه کړو. 
۱۴ ـــ که ټوله شپه د لمر د له لاسه ورکولو په افسوس کې تېره کړئ، د ستورو د لیدلو خوند هم له لاسه ورکوئ. 
۱۵ ـــ ستر اورونه له یوه کوچني ګوګړ څخه سرچینه اخلي. 
۱۶ ـــ چې تېرېږي، غم نه شته دی. 
۱۷ ـــ هره پېښه یو دلیل او موخه لري، چې زموږ په ګټه ده.
۱۸ ـــ اجازه ورکړئ، چې په مُسکا له یو بل سره مخامخ شو، ځکه مُسکا د مینې پیل دی. 
۱۹ ـــ که غواړئ خوشاله ژوند ولرئ، خپل ژوند په یوې موخې پورې وتړئ، نه په انسانان او څیزونو پورې. 
۲۰ ـــ دا دوره د لېوانو دوره ده، که مهربان واوسې، وایي چې دښمن دی، که لېوه واوسې، نو ډاډه کېږي، چې خپل  دی، موږ د لېوه نه اوسېدو تاوان ورکوو.