بریالي خلک هغه دي چې ډیر فوکز په مشوره کوي، قران کریم کې څښتن تعالی فرمایلي دي.
ژباړه: تاسې په خپلو کارونو کې مشوره کوئ.
د دې لپاره چې په چارو کې پاتې را نه شئ، ژوند مو له ستونزو او ننګوونو په امان وي، په هر کار کې دې بریالي وئ، د چارو ښه مدیریت دې وکړی شئ او په ټوله کې ټولنې ته د یو ښه، بریالي او اغېزمن شخصیت بېلګه وړاندې شئ، بیا باید د هر کار دمخه لومړی مشوره ترسره کړئ.
دا چې مشوره باید له چا سره وکړئ؟ د دې لپاره بیا باید تاسې لومړی ژور فکر وکړئ او په دې ځان پوهه کړئ چې ژوند کې داسې ریښتیني، ژمن او متعهد خلک هم شته چې ستاسې په شتون او لاسته راوړنو ویاړي.
دا به مو اورېدلې چې دنیا په اُمېد خوړه کېږي، خو دا هم باید د یو حقیقت په توګه واورئ چې د ژوند په روزمره چارو کې پرته له مشورې هېڅ کار هم مه کوئ.
مشران وايي، دا چې مشوره باید له چا سره وکړئ، هغه باید لومړی تاسې درک کړي وي، ستاسې شخصیت ته په ارزښت ورکولو قائل وي او په ټوله کې د یو مثبت فکر درلودونکی وي.
که مو مور او پلار ژوندي وي، بیا یې باید ژوند غنیمت وګڼئ او د څښتن تعالی شکر اداء کړئ، ښه خدمت یې وکړئ او په غوره توګه یې وپالئ، له دوی ښې مشورې واخلئ او د هر کار د ترسراوي دمخه ورسره یو ځل مشوره وکړئ، مور او پلار هېڅلکه تاسې ته ناسمه او بې ګټې مشوره نه درکوي.
دغه راز فکر وکړئ چې نور څوک تاسې ته څومره په ارزښت ورکولو قائل دي، هغه خلک وپېژنئ او بیا بیا یې هم وازمایئ، که په تمامه مانا وپوهېدئ، چې تاسې ته ریښتیني دي، بیا یې باید تبصره واورئ او مشوره هم ترې وغواړئ.
مشران وايي، که د مشورې لپاره مو بل هېڅوک ونه موند او یا په داسې ځای کې بند راغلئ چې د مشورې لپاره مو څوک تر سترګو نه شو، بیا دېوال ته ودرېږه او مشوره ورسره وکړه، ژور فکر وکړه او موضوع ښه وسنجوه، لوړ ګمان عملي کړه، بریالی به وې.
ځيني مشران خو بیا لا پورته بېلګه داسې وایي، که د مشورې لپاره مو بل هېڅوک نه درلود، بیا باید د خپل سر د خولۍ سره مشوره وکړئ او غالب ګمان عملي کړئ.
د خپل ژوند مثبت اُمیدونه، لیدلوري او ژورلیدونه له خپلو ریښتینو ملګرو، همزولو او مشرانو سره شریک کړئ، تر څو مو هیلې در وغوړوي او په تمامه مانا د ښه، بریالي او مخته تللي ژوند په ارزښت مو پوهه کړي.
د بر یالي مدیر او رهبر یوه ښه ځانګړنه دا ده چې تل خپل پرسونل او کارماندانو سره مشوره کوي، د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به تل د خپلو اصحابو کرامو رضی الله عنهم سره مشوره کوله.
پای
وروستي