هېڅ بریالی انسان دا کارونه، نه ترسره کوي

د بریالیو انسانانو په ژوند کې منعه شوي کارونه
په احتمالي توګه د بریالیو کسانو په اړه مو ډېر زیات مطالب لوستي دي، خو نن په دې لیکنه کې هوډ لرو هغه لېست در وپېژنو، چې بریالي کسان یې هېڅکله نه ترسره کوي او دا چلندونه یې د عادت برخه نه شمېرل کېږي او د همدې په خاطر بریا ته رسېدلي دي، نو له تاسو لوستونکو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې دا لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
د خپل ځان کم ګڼل
بریالي کسان هېڅکله خپل ځان کم نه ګڼي او په خپل ځان باندې باور لري او په خپل ځان باندې همدا باور لرل، هغوی خپلو موخو ته رسوي.  
د تېروتنو تکرار
هغه کسان چې بریالي دي، تل سټراټیژیانې لري او په دې باندې پوهېږي، چې کوم کارونه ناسم دي او هېڅکله یوه تېروتنه د دویم ځل لپاره نه تکراروي او که چېرې اړ وي، یو نوی تصمیم نیسي؛ نو له دې امله هېڅکله تېره تېروتنه نه تکراروي، ځکه له هغو څخه یې زده کړه کړې ده او دغه راز هغه یې تجزیه کړي دي او په دې باندې پوهېږي، چې توپیري کړنې ترسره کړي.
 
احساسي تصمیمونه
د بریالي اوسېدو لپاره باید منطقي فکر وکړئ او په ژوند کې د یوې سټراټیژۍ پر بنسټ پرمخ لاړ شئ او هېڅ کار د خپل احساس لپاره ترسره نه کړئ؛ له دې پرته پښېمانېږئ، بریالي کسان د خپلو احساساتو پر بنسټ تصمیم نه نیسي.
 
لټون او په ستونزو باندې تمرکز کول
ډېر زیات کسان شتون لري، چې تل په بېلابېلو ستونزو پسې ګرځي، په هر څه باندې غوسې کوي، خو بریالي کسان د حل لارو په لټه کې دي، نه دا چې تل د خپل ځان لپاره د ژوند له ستونزو څخه یادونه وکړي، هغوی په یوه ځای باندې غلي نه کېني او دغه راز غوسې هم نه کوي، بلکې د ستونزو د لیرې کولو لپاره د هڅې په حال کې دي.
 
د فرصتونو له لاسه ورکول
بریالي کسان دا تېروتنه نه کوي، هغوی له هر فرصت څخه په ښه توګه ګټه اخلي، ترڅو یو څه زده کړي. که د کوم څه د زده کولو او پېژندلو په لټه کې وي، هرومرو یې ترلاسه کوي او په دې باندې پوهېږي، چې څنګه نوي کارونه ترسره کړي او د خپل فکر بڼې ته لوړتیا ور وبښي.