له تېروتنو څخه درس اخیستل

تېروتنې هغه څه دي، چې په ژوند کې هر فرد څو څو ځله تکرار کړې دي، خو تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې ډېری کسان هماغه تېروتنه تکراروي، هر ځل له ځان سره ژمنه کوي، چې نور به دا تېروتنه نه کوي، خو بیا یې هم کوي، دلیل یې دا دی، چې نه پوهېږي، له تېروتنې څخه څنګه درس واخلي او د تکرار مخه یې ونیسي، د تېروتنو له تکرار څخه د مخنیوي په خاطر لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
ولې تېروتنه کوو؟
ماتې خوړل او تېروتنه کول، د دې نښه ده، چې تاسو د ودې او حرکت په حال کې یاست، ځکه چې د کوم کار له ترسره کولو پرته هېڅ ماتې به نه وي، لکه یو مشهور متل دی، چې وایي: «نا لیکل شوې املا هېڅ غلطي نه لري.»، نو له دې څخه خوشاله واوسئ، چې ماتې او تېروتنه تجربه کوئ.
 
په بشپړه توګه هر فرد په خپل ژوند کې تېروتنې او غلطۍ کوي او دا یوه طبیعي چاره ده، ځکه موږ انسانان یو، معصوم نه یو، چې له هر ډول تېروتنې او غلطۍ څخه پاک واوسو.
 
همدا تېروتنې او ماتې دي، چې موږ ته ډېر زیات درسونه را ښیي او زموږ په بریا او ښه کېدو کې ډېر زیات اغېز لري.
 
له تېروتنې څخه وېره
په حقیقت کې یو له هغو لاملونو څخه، چې ښایي افراد له خپلو موخو څخه لیرې کړي او له خپلو بریالیتوبونو څخه بې پروا شي، همدا له ماتې او تېروتنه کولو څخه وېره ده، له تېروتنې څخه وېره د دې سبب ګرځي، چې انسان خوځښت ونه لري او همداسې ځای پرځای ساکن پاتې شي.
 
په اصل کې دا وېره د هڅې او خطر منلو مخنیوی کوي او که چېرې هڅه کول نه وي، نور نو تمه نه شي کېدای، چې کوچنیو او سترو بریاوو ته ورسېږئ.
 
په حقیقت کې دې موضوع ته پام کول، چې تېروتنه کول او ماتې خوړل یوه طبیعي چاره ده، چې کولای شي یو انسان یې ترسره کړي، د دې وېرې په را کمولو کې ډېره زیاته مرسته کوي.
 
ولې باید له تېرو تېروتنو څخه درس واخلو؟
تېروتنه کول، ډېر زیات زیانونه لري، البته لکه څنګه مو چې وویل، هېڅوک له تېروتنه کولو څخه پاک نه دی، خو که ترې درس وانخلو د دې سبب ګرځي، چې یو ځل بیا یې تکرار کړو.
د تېروتنو تکرار له ځان سره دا پایلې لري:
۱ ـــ انرژي مو بېځایه مصرفېږي.
۲ ـــ وخت مو بېځایه مصرفېږي.
۳ ـــ وده مو درېږي.
۴ ـــ د دننني خپګان او غوسې سبب ګرځي.
۵ ـــ د نورو اعتماد له لاسه ورکوئ.
 
۱ ـــ انرژي مو بېځایه مصرفېږي
هر ځل چې تېروتنه او غلطي تکراروئ، نو انرژي مو بېځایه مصرفېږي او له انرژۍ څخه تشېږئ. یو ځل بیا او تېروتنه کول، د انرژۍ د له منځه تګ دوه قاتلین دي، انرژي هم د بریا په لور د حرکت کولو تر ټولو مهم لامل دی، نو په دې ځای کې له تېروتنه کولو څخه د درس اخیستلو ارزښت روښانه کېږي.
 
له تېروتنو څخه درس اخیستل په دې مانا نه دی، چې تاسو به بیا تېروتنه ونه کړئ، بلکې په دې مانا دی، چې د یوې تېروتنې دوه ځله نه کول، د انرژۍ له بېځایه لګښت او دغه راز د انګېزې له کمښت څخه مخنیوی کوي.
 
۲ ـــ وخت مو بېځایه نه مصرفېږي
تېروتنه کول کولای شي ښه او ګټور هم وي، ځکه چې کولای شي زموږ لپاره درسونه ولري، خو دا تېروتنې هغه مهال زموږ ژوند ګډوډوي، چې تکرار وي، حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي دي: "مومن له یوه سوري څخه دوه ځله نه چیچل کېږي" دا په دقیقه توګه موږ ته وایي، چې نباید یو تېروتنه دوه ځلې تکرار کړو.
 
نه زموږ عمر او نه هم زموږ وخت موږ ته دا اجازه راکوي، چې تل د تېرو تېروتنو د تکرار په حال کې واوسو، نو له دې امله باید په بشپړې هوښیارۍ سره، تېروتنې بررسي کړو او له هغو څخه درس واخلو، ترڅو له تکرار څخه یې مخنیوی وکړو. د تېروتنو تکرار د وخت له بېځایه مصرف څخه بل څه نه دي.
 
۳ ـــ وده مو درېږي
که هېڅ وخت مو تېروتنه نه ده کړې، نو دا په دې مانا دی، چې هېڅکله مو کوم کار نه دی ترسره کړی.
پورته جمله موږ ته دا راښیي، چې تېروتنه کول یانې وده کول، هغه مهال تېروتنه کوئ، چې یو کار مو ترسره کړی وي، نو له دې امله که چېرې تاسو هېڅ تېروتنه نه ده کړې، نو هېڅ کار مو نه دی ترسره کړی او وده مو نه ده کړې، البته تېروتنې او ماتې ته باید دا لید ولرئ، یانې هغې ته یوازې یوازې د ماتې په سترګه مه ګورئ او هغې ته د خپلې بریا لپاره د یوه پل په توګه وګورئ.
 
لکه ستر مخترع اډیسن وایي: هېڅکله په ماتو سره مه ناهیلي کېږئ، له هغو څخه درس واخلئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ. تېروتنو او ماتو ته دا لید او په دې لید سره له هرې تېروتنې او ماتې وروسته سترې ودې ته لاسرسی پیدا کوئ.
 
۴ ـــ د دنننۍ غوسې او خپګان سبب ګرځي
له هر ځل تېروتنې او ماتې وروسته، له خپل ځان سره څنګه خبرې کوئ؟ له کومو الفاظو څخه ګته اخلئ؟
 
ښایي له هرې تېروتنې او ماتې وروسته غوسه او خپه شئ، دا تر یوه بریده طبیعي ده، خو له بریده تېری  او نه کنټرولول یې کولای شي ډېرې بدې اغېزې ولري، د بېلګې په توګه: په خپل ځان باندې باور او اعتماد مو ډېر زیات را کموي او له تاسو څخه ستاسو د ارزښتمن اوسېدو حس اخلي.
 
له دې امله ستاسو پام باید هغه غبرګون او کړنې ته ډېر شي، چې له هرې تېروتنې وروسته یې لرئ او یوې مناسبې ځان کنټرولۍ ته لاسرسی پیدا کړئ.
 
تکراري تېروتنه د دنننۍ غوسې او اروایي فشار د ډېرښت سبب ګرځي، په یاد راوړئ، کله مو چې تېروتنه وکړه، څومره مو خپل ځان ورټه؟
 
۵ ـــ د نورو اعتماد له لاسه ورکوئ
څومره چمتو یاست، چې یو امانت هغه دوست ته وسپارئ، چې څو څو ځله یې په امانت ساتنه کې خیانت کړی دی؟ که چېرې تاسو خپل دوست ته یو کتاب د مطالعې لپاره ورکړی دی، خو نوموړي هغه کتاب څېرې بېرته تاسو ته درکړی دی او دا کار یې بل ځل هم تکرار کړی دی، بیا هم حاضر یاست، چې د درېیم ځل لپاره خپل کتاب هغه ته ورکړئ؟ یا یو ارزښتمند څیز، که په ساتنه کې یې بې پروایي وکړي، ښایي نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.
 
څومره چمتو یاست په دا ډول یوه دوست باندې اعتماد وکړئ؟ په بشپړه توګه له تکرار وروسته خپل اعتماد به له لاسه ورکړئ او حتا په ډېری مواردو کې په لومړنۍ تېروتنه کې ستاسو اعتماد له منځه ځي، نو نباید په همدې آسانۍ سره تېروتنه وکړئ او باید له هغو درسونو څخه په ګټه اخیستنې، چې اخیستي مو دي، د تېروتنې له تکرار څخه مخنیوی وکړئ.
 
مهم ټکی دا دی، ټاکل شوې نه ده، چې تل موږ تېروتنه وکړو، ترڅو ترې درس واخلو، بلکې کولای شو، د نورو له تېروتنو څخه هم درس واخلو، ترڅو موږ د هغو په څېر تېروتنې ونه کړو.
 
تېروتنه کول موږ ته څه څیزونه راښیي؟  
۱ ـــ له خپل ځان څخه غوره پېژندګلوي
۲ ـــ سم تګلوری مشخص کوي
۳ ـــ له تاسو نه مسؤولیت منونکی جوړوي
 
۱ ـــ له خپل ځان څخه غوره پېژندګلوي
په حقیقت کې تېروتنه کول یانې د هغه څیز پرتله کول، چې موږ یې تمه درلوده رامنځته شي، له هغه څه سره، چې رامنځه شوي دي، په دې حالت کې موږ باید په دې لید سره وګورو، چې زموږ نیمګړتیاوې څه څیزونه وو او هڅه وکړو د هغو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره هغه څه رامنځته کړو، د کوم چې تمه یې لرو او تېروتنه تکرار نه کړو.
 
په حقیقت کې زموږ تېروتنه کول، له خپل ځان څخه د غوره پېژندګلوۍ سبب ګرځي او موږ ته دا را ښیي، چې په کومو څیزونو کې کمزورتیا لرو، ترڅو وکولای شو، له منځه یې یوسو.
 
ښایي په طبیعي توګه په خپلو تېروتنو باندې سر پوښ کېږدئ او هڅه وکړئ، چې پټې یې کړئ او ښایي زړه مو وغواړي، چې کوم پاک کوونکی ولرئ، ترڅو په وسیله یې خپلې تېروتنې او ماتې پاکې کړئ، خو باید د خپلو تېروتنو په اړه رښتینی واوسئ او وې منئ، چې په دې صورت کې د ودې او پرمختګ کړکۍ مو پرانیستل کېږي، د هغه وخت په څېر، چې د هیندارې پر وړاندې درېږئ او خپل حقیقت وینئ، نو د خپل ځان په غوره پېژندګلوئ سره، د خپلې ودې لپاره ښه زمینه برابروئ.
 
۲ ـــ سم تګلوری مشخص کوي
کله چې تاسو تېروتنه کوئ، دې ته مو پام کېږي، چې کوم کارونه پایله ورکوي او کوم کارونه پایله نه لري، کوم کارونه زموږ د تېروتنې او ماتې سبب ګرځي او کوم کارونه، بریا ته د رسېدو لپاره موږ ته اغېزناک دي، د پېژندنې په دې بڼې سره، زموږ د راتلونکو تېروتنو او غلطیو په سلنه کې کمښت رامنځته کېږي، کله چې زموږ تېروتنې کمې شي، زموږ شخصیت لوړېږي او پر خپل ځان باندې باور مو زیاتېږي.
 
۳ ـــ له تاسو نه مسؤولیت منونکی جوړوي
ښایي له هرې تېروتنې وروسته، د ګرم په لټه کې شئ، ترڅو غلطۍ او تېروتنې د بل چا پر غاړه ور واچوئ او له هغو څخه اوږې تشې کړئ او ووایئ، چې دا تېروتنې هېڅ په ما پورې تړاو نه لري.
 
په حقیقت کې د تېروتنې منل ستاسو پیاوړتیا ښکاره کوي او ستاسو مسؤولیت منل زیاتوي، په دې صورت کې کله چې دا منئ، تېروتنه مو کړې ده، نو د خپلو کمزور ټکو په پیدا کولو کې هڅه کوئ، ترڅو یې له منځه یوسئ.
 
 په هغه صورت کې، که مسؤولیت منونکی ونه اوسئ، نو هېڅکله به د خپلو کمزورو ټکو په اړه فکر ونه کړئ او په دې شرایطو سره په بشپړه توګه تاسو د خپلې ودې بیړۍ درولې ده.
 
د بېلګې په توګه: ښایي د ځان کنټرولۍ د نه لرلو له امله تېروتنه رامنځته شي او سخت غوسه شئ، که ومنئ او مسؤولیت منونکی واوسئ، نو دې کمزورتیا ته به مو پام شي، چې ډېر ژر غوسه کېږئ، له دې امله د غوسې د کنټرولولو په مهارت پسې ځئ، چې همدا چاره ستاسو د زغم د ډېرښت او دغه راز ستاسو د اخلاقي ودې سبب ګرځي، چې له نورو سره په تعامل کې به هم بریالي وئ او شاوخوا خلک به مو ستاسو ترڅنګه له اوسېدو څخه خوښ وي.
 
کله چې د دې لپاره تېروتنه کوئ، چې نه شئ کولای، چې «نه» ووایئ؛ د خپلو شاوخوا خلکو غوښتنه په آسانۍ سره منئ، چې ښایي د هغوی د غوښتنې په منلو سره، ستره تېروتنه وکړئ، له دې امله دې ته مو پام کېږي، چې تاسو په «نه» ویلو کې کمزورتیا لرئ او باید خپل د «نه» ویلو ځواک پیاوړی کړئ.
 
د تېروتنه کولو په اړه مو خپل لید ته بدلون ورکړئ او له خپلو تېروتنو څخه په درس اخیستلو سره له تکرار څخه یې مخنیوی وکړئ، ترڅو خپل د زده کولو ځواک پیاوړی کړئ او خوشاله ژوند ولرئ.
 
څنګه له تېروتنو څخه درس واخلو؟
۱ ـــ ریښه یې پیدا کړئ
۲ ـــ پروګرام ولرئ
۳ ـــ خوش بین واوسئ
۴ ـــ په تېروتنه باندې مرور وکړئ
 
۱ـــ ریښه یې پیدا کړئ
له هرې تېروتنې وروسته د فکر کولو لپاره یو وخت ځانګړی کړئ، چې د دې تېروتنې او غلطۍ ریښه چېرته وه؟ کله وخت موږ تېروتنه کوو او دا منو چې تېروتنه مو کړې ده، خو درس ترې نه اخلو، ځکه ریښې او لامل ته مو یې پام نه دی کړی.
 
د بېلګې په توګه: یو کس هره ورځ په ځنډ سره له خوبه را پاڅېږي او دا مني، چې عادت نه لري سهار په موقع او په وخت سره له خوبه را ویښ شي، خو بیا هم نورې ورځې هم دا چاره په همدې بڼه دوام پیدا کوي، ستاسو په اند ستونزه په څه کې ده؟
 
 سره له دې چې هغه خپله تېروتنه یې منلې ده، خو پکې بدلون نه دی رامنځته شوی، ځکه چې لامل یې هېر کړی دی، هغه په ځنډ سره ویده کېږي او همدا د دې سبب ګرځي، چې سهار ونه شي کولای په آسانۍ سره له خوبه راویښ شي، له دې امله د تېروتنې د ریښې او دلیل پیدا کول، کولای شي له موږ سره یې په نه تکرار کې مرسته وکړي.
 
۲ ـــ پروګرام ولرئ
اوس چې د تېروتنې په ریښه او لامل باندې پوه شوئ، وخت یې را رسېدلی دی، چې د خپل ځان لپاره عملي پروګرام ولیکئ، داسې یو پروګرام، چې له تاسو سره د تېروتنې د تکرار په مخنیوي کې مرسته وکړي.
 
له ځان سره دا پوښتنه مطرح کړئ، چې له دې تېروتنې وروسته، کوم کارونه په بل ډول ترسره کړم؟
 
وخت په پام کې ونیسئ او فکر وکړئ، چې نور څنګه په دې لاره باندې تللي دي او تاسو د پیل لپاره باید څه وکړئ؟ دې پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره لږ وخت په پام کې نیول د تېروتنې له تکرار څخه په مخنیوي کې ډېره زیاته مرسته کوي او په پای کې خپل عملي پروګرام ګام پر ګام یاددښت کړئ، ترڅو د هماغه پروګرام پر بنسټ پرمخ لاړ شئ.
 
۳ ـــ خوش بین واوسئ
لکه څنګه چې وویل شول، خپلو تېروتنو په مثبت لید سره وګورئ او راتلونکې ته خوش بین واوسئ، مه وېرېږئ، له دې چې دې تېروتنې ستاسو راتلونکې څومره تر اغېزې لاندې راوستې ده، موږ ټول کولای شو چې خپلو شرایطو ته بدلون ورکړو، د کار د پیل لپاره له تېروتنې او غلطۍ څخه وېره مه لرئ او د خپل کار پایلې ته خوش بین واوسئ.
 
دا خوش بیني به ستاسو لید د هغې په اړه په فکر کولو او دغه راز درس اخیستلو کې لاپسې پرانیزي، فرض کړئ، ټاکل شوې ده، چې یو دوست مو د ۵۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت یو موټر درته ډالۍ کړي، خو یو بل موټر، چې ارزښت یې ۵۰۰۰ ډالره دی، تاسو ته درکوي.
 
په دې ځای کې تاسو څه غبرګون ښکاره کوئ، آیا د دې په خاطر چې ۵۰۰۰۰ ډالري موټر ته مو لاسرسی نه دی پیدا کړی؛ ۵۰۰۰ ډالري موټر پرېږدئ؟ په بشپړه توګه به داسې نه وي او دا زموږ د تېروتنو او ماتو حکایت دی، دا سمه ده، چې موخې ته زموږ د رسېدو مخه یې نیولې ده، خو بې ګټې نه و.
 
۴ ـــ په تېروتنه باندې مرور وکړئ
د یوه فلم په څېر په خپلو تېروتنو باندې مرور وکړئ، په خپل ذهن کې یې حلاجي کړئ، خپل چلندونه او غبرګونونه بررسي کړئ، دا کار نه یوازې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د تېروتنې بېلابېلو برخو ته متوجه شئ، بلکې کولای شي، تاسو ته یوه سټراټیژي جوړه کړي، ترڅو له تکرار څخه یې مخنیوی وشي.
 
په خپلو تېروتنو باندې مرور وکړئ او ترې تجربه ترلاسه کړئ، هڅه وکړئ، چې دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړئ، چې دا پېښه ماته څه څیز لري؟ نیم ډک ګیلاس پیدا کړئ، بریالي کسان تل هڅه کوي، چې په خپلو ماتو سربېره د نورو له تېروتنو او ماتو څخه هم زده کړه وکړي، البته د دې پوښتنې په کولو سره، چې دا پېښه ماته څه درس لرلی شي؟
 
څه وکړو، چې یو ځل بیا رامنځته نه شي؟
په بشپړه توګه د پورته کارونو په ترسره کولو او د هغو په یاددښت کولو سره، د تېروتنې د تکرار احتمال مو را کم کړی دی، خو دا ټکی په یاد ولرئ، چې دا لاره د تېروتنه نه کولو لپاره نه ده، بلکې یوازې غواړو، چې له تکرار څخه یې مخنیوی وکړو، نو خواشیني مه اوسئ، که تېروتنه مو کړې ده، فکر مه کوئ، چې نړۍ پای ته رسېدلې ده او تاسو هېڅ هم نه شئ کولای.