موږ معمولاً بښنه غواړو، ځکه چې له برید زیات د خپلو د فکر په اړه خواشیني یو یا د هغوی احساساتو ته په خپلو اړتیاوو باندې لومړیتوب ورکوو. ډېری وخت غیر ضروري ده او کله هم اصلاً نباید بښنه وغواړئ.
ناسم پوهاوی رامنځته نه شي، ځکه ټاکل شوې نه ده، چې (بښنه غوښتل) پرېږدئ، له هغه ځایه چې هېڅوک بشپړ نه دی، نو بښنه غوښتل په بشپړه توګه یوه طبیعي چاره ده. د «بښنه غواړم» کوچنی عبارت ډېر زیات ځواکمن دی، یوازې نباید هغه له برید زیات وکاروئ، ځکه د وخت په تېرېدو سره ستاسو شخصیت له منځه وړي. د دې لیکنې په دوام د دې موقعیتونو بېلګې در پېژنو.
هغه څیزونه، چې نباید لپاره یې بښنه وغواړئ:
هېڅکله له یو چا سره د مینه لرلو له امله له هغه څخه بښنه مه غواړئ
د دې حقیقت له کبله، چې مینه لرلی شئ، په خپل ځان باندې وویاړئ، په دې نړۍ کې ډېر زیات کسان شتون لري، چې د ډېرې وېرې له امله خپل ځان ته د مینه لرلو چانس نه ورکوي، توپیر نه کوي، چې له چا سره مینه لرئ یا هغه هم له تاسو سره مینه لري او که نه، مهمه داده، چې تاسو له دې وړتیا څخه برخمن یاست.
هېڅکله د نه ویلو لپاره بښنه مه غواړئ
خپلو محدودیتونو ته درناوی لرل، د لوړ شخصیت نښه ده، که نه شئ کولای د کوم څیز پر وړاندې له هو ویلو څخه سل په سلو کې ډاډ ولرئ، هېڅکله باید د نه ویلو په خاطر بښنه ونه غواړئ. د نه ویلو وړتیا د پیاوړو رهبرانو نښه ده.
د خپلو خوبونو د څارلو لپاره، هېڅکله بښنه مه غواړئ
له افسوس او پښېمانۍ سره ژوند کول د انسان خپله ټاکنه ده، د خپلو خوبونو د څارلو په خاطر هېڅکله بښنه مه غواړئ، ځکه د هغوی څارل ستاسو ژوند ته مانا ورکوي، د خوښۍ او خوشالۍ خوند نه شئ څکلی، مګر دا چې په خپلو خوبونو کې ژوند وکړئ، نه دا چې یوازې خیال یې په خپل سر کې ولرئ.
د هغه وخت په خاطر چې خپل ځان ته یې ورکوئ، هېڅکله بښنه مه غواړئ
که خپل ځان ته لومړیتوب ور نه کړئ او په خپل ځان باندې پام ونه کړئ، خوشالۍ او بریا ته نه رسېږئ، تل خپلو اړتیاوو ته پام وکړئ او د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره، چې د خوښۍ سبب مو ګرځي، وخت په پام کې ونیسئ.
هېڅکله د خپلو لومړیتوبونو لپاره بښنه مه غواړئ
هېڅکله هیچا ته دا اجازه مه ورکوئ، چې خپلو لومړیتوبونو ته مو د ارزښت ورکولو په خاطر په تاسو باندې د ګناه احساس تحمیل کړي، تل خپلو لومړیتونو ته ارزښت ورکړئ، که دا موضوع ستاسو لپاره مهمه وي، نو نور به هم ستاسو لومړیتوبونو ته درناوی وکړي.
هېڅکله یوې زهرجنې اړیکې ته د پای ټکی ایښودلو لپاره بښنه مه غواړئ
تاسو نباید له هغه چا سره د اړیکو پای ته رسولو په خاطر، چې تاسو ځوروي، له هغه څخه بښنه وغواړئ، د دې درک کول، چې یوه ناسالمه اړیکه خپل ټول ځواک ته د رسېدو په لاره کې ستاسو خنډ ګرځي، مخ پر وړاندې یو ستر او اغېزناک ګام دی. په خپل ځان باندې وویاړئ او دا زړورتیا مو ولمانځئ.
هېڅکله د خپلو نیمګړتیاوو په خاطر بښنه مه غواړئ
تاسو په خپلو نیمګړتیاوو سربېره ښکلی او په فرد پورې منحصر یاست، دا نیمګړتیاوې ومنئ، هېڅکله د هغه کیفیت په خاطر، چې تاسو په دې شمېر انسانانو کې په فرد پورې منحصر کړی یاست د بدمرغۍ احساس مه کوئ.
هېڅکله په خپل تصمیم باندې د درېدو په خاطر بښنه مه غواړئ
هېڅکله له ارزښتونو، اخلاقي اصولو، مذهبي او معنوي اعتقاداتو څخه د دفاع په خاطر بښنه مه غواړئ. دا ځانګړتیا د رهبرانو ده، چې د هغو کارونو د ترسره کولو په خاطر، چې احساس کوي سم دي، بښنه نه غواړي.
هېڅکله د ځواب د نه درلودلو په خاطر بښنه مه غواړئ
د معلوماتو دوامداره لټه، زموږ مغز تازه او فعال ساتي، په هر عمر کې د زده کړې له فرصت سره د مخامخ کېدو پرمهال د بدمرغۍ احساس مه کوئ. د «نه پوهېږم» ویل د ځواک او خاکسارۍ نښه ده.
هېڅکله د لوړو هیلو د لرلو په خاطر بښنه مه غواړئ
هېڅکله د خپل ځان لپاره د یوه ارزښتمن څیز د اخیستلو په خاطر بښنه مه غواړئ، دا کار د لوړ شخصیت نښه ده. خوشاله او بریالي انسانان، له ژوند څخه د خوشالۍ حس د لرلو لپاره، خپلو لېوالتیاوو ته ارزښت ورکوي.
هېڅکله د بل چا پرځای بښنه مه غواړئ
هر څوک د خپلو کړنو او چلندونو مسؤول دی، اړتیا نه شته، چې د هغه کار لپاره بښنه وغواړئ، کوم چې بل چا ترسره کړی دی، حتا که د هغه کړنې ستاسو په همکارۍ یا اړیکې باندې اغېزه وکړي.
هېڅکله په ځواب ورکولو کې د ځنډ په خاطر بښنه مه غواړئ
بریالي انسانان په دې باندې پوهېږي، چې کله وخت لومړیتوب بندي، ایمیلونو او ټیلیفوني اړیکو ته په ځواب ویلو کې د ځنډ په مانا دی، هېڅکله د خپل ژوند مهمو مسایلو ته په رسیده ګۍ او ایمیلونو او ټیلیفوني اړیکو ته په ځواب ورکولو کې د ځنډ په خاطر بښنه مه غواړئ.
هېڅکله د حقیقت ویلو په خاطر بښنه مه غواړئ
پیاوړي انسانان د حقیقت له ویلو څخه وېره نه لري، هېڅکله د دې وړتیا او ځواک لرلو په خاطر اجازه مه ورکوئ، چې شک مو زړه ته لاره وکړي، لکه څنګه یې چي ویلي او موږ اورېدلي «تریخ حقیقت له خوږو دروغو څخه ډېر ښه دی.»
له خپل ځان سره رښتینی واوسئ او د نورو د افکارو په اړه اندېښنه مه کوئ، له بریده زیاته بښنه غوښتل د غیر ضروري تاسف د را څرګندېدو سبب ګرځي، چې د وخت په تېرېدو سره ستاسو شخصیت له منځه وړي. «خواشینی یم» هغه مهال وکاروئ، چې واقعاً تېروتنه مو کړې ده.
وروستي