کنده کول که ګلدره

دا سیمه د ژوند یوه لرغونې مېنه بلل کیږي؛ هغه اثار چې د دې سیمې په اړوندو برخو کې موندل کیږي لکه د مدرسې غونډۍ او همدې ته ورته په نورو ځایونو کې هم سمڅې او ودانیزو تهدابونو شتون د  یادولو وړ دي خوپردې برسېره یوشمېر نومونه لکه سپېتاو، ګربت او نور هم ډېر لرِغوني  دي.
 
 ګلدره یا پخوانی ګنده کول د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ شمال لورته د ګربت د حماسي غره په لوېدیزه لمنه کې ؛د عبدالرحیم خېلو، غاښي، ایریاب، سرخ کول، لعلکي او بابړخېلو د کلیو په ګاونډ کې پرته دره ده چې په ټوله کې د سرمست باباخېلو، ليګي باباخېلو، سرطېف بابا خېلو، چينې، همزل باباخېلو، ظریف باباخېلو، الله یار بابا خېلو او صالح بابا خېلو کلي په کې پراته دي او بل ځای علامه اکاډیمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد  (جغرافیایي ياداښتونه ) کتاب کې نوموړې سیمه د ګربت د غره لوېديځه لمن راښيي.
 
ګلدره چې کابو دوه زره تنه نفوس په لرلو سره دا ټولنه د پنځېدو په حال کې ده، همداشان دې ته ورته د سیمې د نوم پر اړوند  پروفیسور عبدالخالق رشید د  (وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک) کتاب په ۶۷ مخ کې داسې لیکلي دي " ګنده کول  ( Gandakola) -ګنده کولا ـ په سانسګریت کې ګند د خوشبویي، کولا د کورنۍ، قوم او کله کله سیمې ته هم ویل کیږي، دا هغه کلي نوم دی چې د ګربت د غره په غېږه کې پروت دی اوس یې ګلدره اړولی دی چې دا د ګنده کولا پښتو ښکلې ژباړه ده او دې ترڅنګ د پښتو ژبې د نامتو خوږژبي لیکوال ارواښاد سلیمي د زوکړې مېنه ده."
 
ګربت غر:
ګربت کلیمه ډېره لرغونې ده، یوشمېر پوهان یې ګوربت په بڼه لیکي چې د مرغانو د پا چا یا عقاب، سیمرغ، بتخ، بول، شاهین  اونور مانا لري چې رشاد صاحب یې ریښه ګرود او ګراود بللې ده چې اریایانو ملي نښان و او اوس هم د ښاروالۍ د ملي ادارې پېژند نښه همدا مرغه دی خو دلته یې کارونه پرځای نه ده، دا بل ډول د ګربت نوم  یو ترکیبي جوړښت دی، چې د ګر  (غر) او بت د کلیمو د پیلو سره منځ ته راغلی دی خو د دې ډول نومښود سند پر دې قوي ښکاري چې شاوخوا سیمې او غرونه یې دې ته نږدې د مانا او تلفظ له مخې  نومونه لري لکه لوګر (لوی غر) ولایت، لوﹸګر ( لوړغر) د مسجد په دره کې، بت غر په چک ولسوالۍ کې او نور دي.
 
هغه غر چې د درې ختيځ لورته پروت ښېرازه درې لري ، کابو هرمي بڼه یې د دې لامل شوې ده چې پخپلو لمنو کې دری ګوني ولسوالۍ منځ ته راوړي، یو له هغوتاریخي  غرونو څخه دی چې د حق او باطل د مبارزې او مجاهدې ډېرې پېښې په کې منځ ته راغلې دي د بېلګې په توکه د ولایتونو تاریخي جغرافیه، لیکوال غلام جیلاني عارض کتاب کې د دې غره یو شمېر مقبرې د اسلام د راتلو سره همعصره بللې دي، دې تر څنګ د سیمې د خلکو په حواله د همدې غره له یوشمېر برخو څخه د غېشیو ټوټې هم تر لاسه شوې دي
 
مدرسې غونډۍ
دا هغه غونډۍ ده ؛چې ترډېره لومړۍ او دویمه برخه یې شګلنه او ډبرینه ده خو دریمه یا وروستۍ برخه  یې له هغه خاورو جوړه ده کوم چې تر اوسه په سیمه کې ترې هستوګنځي جوړیږي همدا څه د دې لامل شوي دي چې دا غونډۍ دخلکو تر پام ښه ورشي او له خاورې یې خپل کورونه جوړ کړي خو بلخوا همدا څه په دې تاریخي غونډۍ کې غیرقانوني کیندنو لامل شوي دي.
 
دا غونډۍ چې سرمست باباخېلو کلي ته څېرمه ختيځ لور ته هسکه شوې ده ؛د سیمې د مشرانو په قول هغه وخت چې کیندنه یې کمه وه، له خرابو څخه داسې ښکاري چې ګنبدي بڼه یې لرله، د سوېل له لوري یې دروازه درلوده چې مخ ته یې څو دانې انساني اسکلېټونه چې سرونه یې نه وو پراته وو، له دې سره نږدې پر دېوال د انګورپاڼې انځور په خپل طبعي رنګ کې ګاږل شوی و، د انځور پر اړوند  مو د هېواد د لرغونپوهنې څانګې څخه معلومات وغوښتل ، دا یې یوناني سبک وباله پروا نه لري هغه که په کوشاني یا بودایي دور کې دا ډول انځورونې رامنځ ته شوې دي څرنګه چې د انګورو تاک له اکانټ څخه اخستل شوی دی، شاید دا انځور یې د ښه راغلاست په موخه کارولی وي، لویې خښتې چې د ځینو څارویو پلونه هم په کې حک شوي دي، یوه یې یو نورمال انسان خوځولی شي کارېدلي دي او د منځ تلو یا تخریب کېدو لومړی لامل یې هم جنګ اوجګړه ښکاریږي.  
 
په هرحال دا د سیمې یو ستراتیژیکه نقطه ده؛ نظر د هېواد لویو ښارونو د بالاحصارونو موقیعت ته په  کتو د بالا حصار ډول لري، شک دا کیږي پېړۍ پېړۍ وروسته چې کومو خلکو چې دلته هستوګنه غوره کړې هلته یې هغه شواهد لیدلي دي کوم چې په نظامي روزنه کې کاریږي نوله همدې مخې به مدرسه شوې وي، شاید دا د سکندر مقدوني د سرتېرو روزنځای وي ځکه نظر څېړنو ته دوی  ښوونه او روزنه  په خپل وخت کې تر هر چا مخکې وه، هرځای یې نظامي مدرسې جوړولې او ورو ورو یې دا تاریخي میراث نور نسلونو ته ورپاتې شوی وي.
 
سپېتاو غونډۍ
کومه چې د نوموړې درې په ختيخه برخه کې د ګربت د غره په دوام ولاړه ده ؛ کومه چې د یوې لویې سپین رنګه پرښې لرونکې  ده، ګرد چاپېره یې خړرنګه خاورې او ډبرې پرتې دي چې تر ډېره د غونډۍ اسکلېټ همدا جوړوي، دا سپین رنګه پرښه له ورایه ځلیږي چې ډېروخت  د سراب فزیکي پېښه هم پرې منځ ته راځي اوس نو هغه د احمد علي کهزاد په قول چې په اوستا کې  د سپین غره نوم Spita -gaona -gari) ) دی له دې څخه په اقتباس دلته د سپېتا او سپېتاو تر منځ ډېر کم توپیر لیدل کیږي  همدا د اوستا ژبې د سپېتا کلیمه ده کومه چې د سپین مانا لري.
 
سوې مرغه:
د ګربت د غره په منځنۍ برخه یا لوړه برخه کې د یو شمېر جهیلونو شواهد شته کوم چې پخوا وخت کله چې هوا د اوس پرتله سړه وه د همدې سیمې اورښتونه د یخچالونو او یخکو په بڼه ساتل کېدل خو کله چې د جهیلونو اوبه زیاتې شوې دي نو د ورانېدو لامل یې هم ګرځېدلي دي، د همدې برخې د شنونکو په باور  د یو شمېر طبعي لاملونو له مخې به له منځه تللي وي چې ترډېره پام نړیوالې تودخې ته اوړي، اوس دا له منځه تللي ډنډونه د چاپېریال ساتنې له اړخه یو بل ګواښ دی ځکه چې د ولاړو اوبو پر ځای کوم چې تر ډېره د نباتي پوښښ له پاره غوره ژوند ځای دی چمنونه زرغون شوي دي څرنګه چې دا  ځمکه د جهیل له ماتېدو وروسته میل داره شوې ده  نو د سیلابونو تخریب هم په کې زیات شوی دی چې نه تنها چمن  او خاوره له منځه ځي  بلکې د ګڼ شمېر بوټو نسل له منځه وړي کومه چې د کورنیو او غرنیو ژوو د ژوندانه د تېرولو ځای دی.  
 
اوس څرنګه چې دا چمن په ډنډو اوبو کې منځ ته راغلی دی خو اوس ورته هغه اوبه ورته نه رسیږي  نسبت نورو چمنونوته کمزوری ښکاریږي، د سیمې په اصطلاح سوې مرغه وايي ځکه د دې سیمې خلک هغه بوټي او واښه چې د اوبو دنه رسېدو له امله له منځه ځي سوي بولي خو که چېرته موږ د دې ټولو یاد شویو ناورینونو مخه نیسو باید د نوموړي جهیل په ګډون ټول زاړه جهیلونه ورغوو.  
 
لکه تیږه:
داهم د لیدو وړ یو بل ځای دی چې د ګربت د غره په لوېدیځه برخه کې د لوړغره څوکه داسې هسکه شوې ده چې تقریبا دری متره مربع تخت لري او له همدې برنډې څخه کابو دری متره د پاسه په دوه متره سور سره او یو مترپرېړوالي سره دې ځایګي ته ښکلا وربښي چې له ډېرو لېرو ځایونو څخه یې لید تر سترګو کیږي خو دې ته ورته څه  (جغرافیایې یاداښتونه) عبدالشکور رشاد صاحب په کتاب کې هم د تورې څوکې د غاښي یادونه شوې ده چې غالبا به همدا وي.  
 
د شیرخان بابا کلا:
د شیر خان بابا کلا یا کورد جغتو ولسوالۍ د ګوربت دغره د لویدیځې لمنې د ګلدرې  (ګنده کول) په سیمه کې د سترتنګي درې ته مخامخ د دنګو دیوالونو چې سور یې دوه مترو ته رسیږي اوهسکو مینارونو چې لوړوالی یې ترلسومترو رسیږي او د چتې دروازې لرونکې کلا چې دوخت کاروانونه به بار په کې د ننه کیدل د یوجریب ځمکې پرمخ ښکلا ورکړې ده.چې شمال ته ېې د لغړې منځې غونډۍ، لویدیځ ته یې د ژورې او ننکې غونډی، سویل ته یې د ګوربت تاو را تاو خوړ، سویل ختیځ ته یې د مدرسې د مدنیت په پانګه پټه غونډۍ اوختیځ ته یې د جنتي تختې شنه سیمه پرته ده. بل پلوه دا کلا په څلورلارې کې پرته ده چې ختیځ ته غزیدلې ستونزمنه لار یې نه یواځې ګاونډۍ سیمې  او ولسوالۍ سره نښلوي بلکې په تیر اواوس کې دهیواد له پلازمینې سره لومړنۍ لنډه لاره ده. اوبله تاریخي لار چې د کلا سویل لورته غځیدلې غرنۍ لار ده چې سیمې  ولسوالۍ او ولایتونه له پښتونخوا سره نښلوي، دا دواړې لارې د روسي ښکیلاک پروړاندې د تاوده سنګر په درشل کې له هجرت اومقاومت سره ملې وې.
 
راځم اصلې خبرې ته وخت داسي راغی چي یوه شپه شیرخان بابا له کلي نه د باندې د ځینو ټولنیزو چارو د ترسر کیدو لپاره تللی وو، مغلو له وخته ګټه پورته کړه او پرکلا یې برید وکړ او اور یې ورته کړ، د کلا د ننه خونې د هغه وخت د دودیزې نقشې له مخې  یوې اوبلې ته سورۍ  وې، دا وخت په کلا کې دننه دوه پنځوس تنه وو چې کلا ته د اور اچلولو پروخت ټول د کلا شمال ختیځې برخې ته بند پاتې شول او د اور د لمبو له امله د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل چې اوس یې زیارت د کلا د ننه د لوړو رنګینو بیراغونو په رپیدو له وړاندې ښکاري.
 
له دې سره شیرخان بابا اړشو چې خپله توره د دښمنانانو پر وړاندې نوره هم تیره او اوږده کړي، نوموړي پدې مبارزه کې د قومونو ملاتړ ته اړتیا درلوده چې یوشمیر پښتني قومونو ورسره د ملاتړ هوکړه وکړه چې له دې ډلې د ځدراڼو قوم یادولی شو چې د سرښندنو نښې نښنانې یې د کلي سویل ته مخامخ لږڅه وړاندې دغوړنج دغره په اوږه کې زیارتونه یادولی شو چې د همدې مبارزو په ترڅ کې دلته شهیدان شول.او حتی اوس هم د هغه سیمې خلک دا زیارتونه د ځدرانو بولي او وايي چې دا خلک له مغلوسره په جنګ کې شهیدان شوي دي تر شهادت وروسته د ځدرانو ډلې غوښتل چې د شهیدانو مړي په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاري خو د شیرخان بابا وجدان دا نه خوښوله چې دا شهیدان هلته نقل شي او له ځدرانو سره ترهمغږۍ وروسته  په دې هوکړه وشوه چې شهیدان به دلته خاورو ته سپارل کیږي د ماښام له لمانځه وروسته به دعا ورته کوي، د دعا امانت اوس هم  له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدول کیږي. پورتنۍ پیښې ته په کتو د پښتو ژبې متل رایاد شو چې وایي  ( د تورې وروري خوږه وي)) کیدای شي چې دا ډول ډیرې پیښې د قومونو ترمنځ تکرار شوې وي چې قومونه یې نورهم سره نږدې کړي دي لکه د ورورۍ هغه روایتونه چې د ځدرانو او وردګو، د توریو او وردګو، د منګلو او وردګو. ..ترمنځ  په اولسونو  کې  اوریدل کیږي  منځ ته راوړي وي.