توپ نه تنها د یوې درنې وسلې نوم دی کومه چې د دفاعي چارو تر څنګ په یو شمېر هېوادونو او یو شمېر مراسمو کې یې د څو ګونو مرمۍ ويشتل د درناوي د وړاندې کولو لپاره د دوی دود دی خو د توپ په بڼه د نوم کارونه هغه د ویاړ څخه برخمن نوم دی کوم چې نوموړې دښتې ته یې کارول د انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخستو سره په تړاو ورکولو کې موندلی شو، د ډیری مشرانو په باور هغه وخت چې د انګریزي ښکېلاګرو سره د افغان ولس د خپلواکۍ مجاهده روانه وه: په همدې سیمه کې یو او پر بل د توپ ډزونه کول خو سربېره پر دې چې په هېواد کې د توپ کارونه د احمدشاه بابا له سلطنت څخه مخکې زمانو ته رسیږي، توپ نه تنها زموږ د خپلواکۍ د اخستو یوه وسله وه بلکې دې تر څنګ زموږ د پېښلیک په پاڼو کې هغه لړ دی؛ د ویاړ تر څنګ مو دې هڅوي چې په ځان بسیا هېواد ولرو څه ښه وايي ((د هېواد توليد او زموږ ویاړ))، خبره مو د توپ پر غونډۍ را ټوله ده: کومه چې د کابل ښار د شېردروازې د غره په امتداد هسکه ده، د پاسه پرې د هغه لرغوني توپ ګاډۍ ولاړ دی چې د امیرشېرعلي خان د واکمنۍ پروخت پر خپله پوځي کارخونه کې جوړ شوی و؛ د غرمې دولس بجو ته د ګړۍ د رسېدو سره یې سم پخپلو دوه غږونو سره د کابل ښاریان هوار کړي دسترخوان ته رابلل، نه تنها دا بلکې د اختر، پړشمي لپاره هم دا غږ دود ګرځېدلی و او سربېره پر دې زموږ د هېواد یوشمېر لوی ښارونه هم د وخت دا ډول اسانتیاوو څخه برخمن ووچې تم ځایونه یې د توپ د غونډیو په نومونو سره نومول شوي دي.
د ټوپ کلیمه یوه پښتو کلیمه ده کومه چې د ګړندي تک او یا چټکې منډې مانا لري، د دې ژباړې د لا باوري کېدو په مخه هغه جمله مخې ته راغله چې په سیمه کې یې خلک د چټک راتلو په موخه کاروي ورته وايي ((په ټوپ راشه)) مانا دا چې تېز راشه هم شته، دې ترڅنګ د امیرشېرعلي خان په وخت کې د فوځ ژبه پښتو وه نو له همدې مخې کله چې افغانانو د امیر شېرعلي خان پر وخت کې درنه وسله جوړه کړه، ،کومه چې د خپل جوړښت له مخې د باروتو په سوځېدو سره په چټکټیا (ټوپ) سره مرمۍ یې له خپل ماشين څخه د باندې لور ته توغېدله نو دا وسله هم دوی جوړښت اومیخانکیت ته په کتو ټوپ یا د وخت تېزه وسله ونومول شوه خو دې تر مخه چې کوچنۍ تېزه وسله منځ ته راغلې وه ټوپک نومول شوې وه او کله چې دري ته واوښته نو توپ شوه نو د پورته متن له مخې یې اصلي بڼه د ټوپ دښته ده.
د ټوپ دښته چې خلک یې د ټوپ دښته یا د توپ دښته بولي دواړه ډوله یاد شوي نومونه نوموړې سیمې ته کارول کیږي، کومه چې دا سیمه د ختیځ او لوېدیځ څخه غرونو او غونډیو، د سوېل اوشمال ته په ترتيب سره د شېخ اباد او دوراني سیمې پرتې دي یا په بل عبارت هغه وچ بین النهرین دی چې د چک او نرخ سیندونو په منځ کې پروت دی د کوډۍ، حکیم خېل، معین خېل، بډي خېل، زاړه خېل او نورو په نومونو کلي دلته شته دي چې کابو دری زره تنه وګړي لري، د سیمې د خلکو په قول د ژوند لرغونې مېنه ده دوی دغه ادعا د نېشکې په نوم د غوڼډۍ له مخې چې په سیمه کې هسکه ده کوي او په دې ورستیو کې یوشمېر عامه ادارې لکه پوهنتون او نور په کې تاسیس شوي دي.
دا ستراتیژیکه سیمه د کابل غزني د لویې لارې پرغاړه کابل ته نږدې اقتصادي، سوداګریزه او د کرنې وړ سیمه ده، لږ څه که لېرې فکر وکړو د کابل دروازه یا تاریخي ګذرګاه بلل کیږي، دې تر څنګ یې ټول هغه معیارونه چې د سیمې په کچه د یو مرکزي ښار په جوړېدو کې ورته اړتیا وي بشپړوي د اوبو له مخې هم په یوه ښه موقیعت کې ده چې په ډېرو لږو اسانتیاو سره نوموړې ځمکه د نرخ اوچک د سیندونو تر اوبو لاندې راځي چې د ځمکې لاندې اوبو د ښې تقویې لپاره د چکډېمونو لپاره هم وړ ځایونه لري او سربېره پر دې زرغون چاپېریال هم په کې منځ ته راځي.
وروستي