د واده لپاره ناسم دلیلونه

۱ ـــ  د دې لپاره، چې مور او پلار مې په تکلیف نه شي او ونه ځورېږي، د واده کولو هوډ مې وکړ.
۲ ـــ  ما د (نه) ویلو توان او وړتیا نه لرله او اوس یې هم نه لرم.
۳ ـــ  مور او پلار مې هیله لرله، چې زه واده وکړم.
۴ ـــ  د ژوند شریک مې ماته جذابیت نه درلوده، خو مهربان و او له ماسره یې ښه چلند کاوه.
۵ ـــ  ډېر مې ښه نه ایسېده، خو مذهبي عقیدې مو یو بل ته سره ډېر نږدې او ورته وې.
۶ ـــ  له مالي پلوه مې کولای شول د خپل ژوند په شریک باندې حساب او پرې تکیه وکړم.
۷ ـــ  واده مې وکړ، ځکه چې ځنډ کېده او عمر مې لوړېده.
۸ ـــ  ډېری معیارونه، چې د خپل ژوند له راتلونکي شریک څخه مې یې هیله لرله، پکې وي، خو یوازې یو دوه بنسټیز موارد په هغه کې نه وو، چې فکر مې نه کاوه مهم به وي.