دولس لارې، چې تاسو په شخصي او مسلکي ژوند کې بریالی کوي 

په نننۍ نړۍ کې هره ورځ نوې اندېښنې لرئ، د ګټې ترلاسه کول، د ښه شخصي ژوند تېرولو لپاره د لارو چارو لټول، تفریح، استراحت، له کورنۍ او دوستانو سره مو ژمنې او داسې نور... چې پیاوړي مدیریت ته اړتیا لري، چې تر ډېره نه شئ کولای، په دې ټولو چارو کې بریالي شئ. آیا واقعاً د کار او شخصي ژوند ترمنځ د توازن رامنځته کول، شونی کار دی؟ 
 
ښایي فکر وکړئ د کار او شخصي ژوند ترمنځ د توازن رامنځته کول یو خوب دی. په ننني بوخت ژوند کې، د هغو مواردو مراعاتول، چې د هغوی له لارې وکولای شئ، چې هم په کار او دغه راز هم په ورځني شخصي ژوند کې بریالي واوسئ، ډېر سخت او ستونزمن کار دی، خو په دې نړۍ کې هېڅ څیز ناشونی نه دی. 
 
که غواړئ، چې ټول عمر مو د هغو کارونو په حسرت کې تېر نه شي، چې ترسره کړي مو نه دي، همدا اوس اقدام وکړئ او لستوڼي را بډ وهئ. 
 
د دې ورځو تر ټولو ستره ننګونه 
د کار او شخصي ژوند ترمنځ د توازن رامنځته کول ډېر ستونزمن شوي دي، څوک له تفریح څخه کرکه لري؟ څوک له ورزش سره مینه او لېوالتیا نه لري؟ په دې اړه نه شو کولای، چې قضاوت وکړو، ځکه ځینې کسان شته، چې دا کارونه یې نه خوښېږي، خو داسې څوک پېژنئ، چې د خپلې کورنۍ او خپلوانو له لیدلو سره مینه ونه لري یا له مطالعې او د خپلې خوښې د فلم له ننداره کولو څخه خوند وانخلي؟ 
 
هو سمه ده؛ زموږ ټولو خوښېږي، چې پورته یاد شوي کارونه ترسره کړو، خو دومداره او اوږد مهالی کار، بې شمېره مسؤولیتونه او نورې بوختیاوې زموږ ټول وخت نیسي، نو څه وکړو؟ 
 
که اجازه ورکړئ، چې ژوند مو د کار تر اغېزې لاندې راشي، هېڅ  پایله به ونه لرئ، همدلته باید ووایو، دا لیکنه په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره ده، چې د توازن د رامنځته کولو لپاره یې هوډ کړی دی او هڅه نه کوي، چې بهانه وکړي، چې په سمه توګه وخت نه شم مدیریت کولای او همداسې ځای پرځای پاتې شي او کوم بدلون ونه کړي. 
 
تر هر څه دمخه باید تصمیم ونیسئ، ټول هغه بېځایه فعالیتونه، چې یوازې انرژي مو مصرفوي، له خپل ورځني پروګرام څخه لیرې کړئ، نو خپل کارونه او فعالیتونه لومړیتوب بندي کړئ، د پروګرام لرل او د مثبتو عادتونو رامنځته کول، د دې سبب ګرځي، چې د بریا په تګلوري باندې ګام پورته کړئ او خپلو موخو ته ورسېږئ. 
 
۱ ـــ روښانه او واضحې غوښتنې ولرئ 
د بریالیو کسانو له ځانګړتیاوو څخه یوه داده، چې په دقیقه توګه په دې باندې پوهېږي، چې د څه شي په لټه کې دي، هغوی هغه موخه، چې غواړي ور ورسېږي، د خپل ځان لپاره یې انځوروي او د لومړیتوبونو په مشخص کولو او له خپل ژوند څخه  د نا اړینو څیزونو په لیرې کولو سره، د خپلو موخو او غوښتنو په لور ګام پورته کوي. 
 
۲ ـــ بریا په خپله ژبه تعریف کړئ  
د یوه نوي مهارت زده کړه، د دنده ایزې لوړتیا (ترفیع) اخیستل، د اړیکو ښه والی او داسې  نور... کولای شي، د بریا ښې بېلګې وي، په حقیقت کې د بریا تعریف، تر ډېره بریده ستاسو په نړۍ لید او دغه راز له ژونده ستاسو په غوښتنو پورې تړاو لري. 
 
بریالي کسان، چې د کار او شخصي ژوند ترمنځ توازن رامنځته کوي، له بریا څخه دقیق تعریف لري او د بریا دې کچې ته د رسېدو لپاره خپله ټوله هڅه کوي. د دې کسانو لپاره بریا د شتمنۍ او پیسو په ترلاسه کولو کې نه تعریفېږي. 
 
بریا ته د رسېدو لپاره باید په دې باندې پوه شئ، چې ستاسو له نظره بریا څه تعریف لري او په دې لاره کې خپله ټوله هڅه وکړئ. ډاډه اوسئ، چې بریالي کېږئ؛ چې وغواړې، نو کولای شې. 
 
۳ ـــ په خپل ځان کې د «نه ویلو» وړتیا پیاوړې کړئ 
د دې لپاره چې په کار او شخصي ژوند کې بریا ته ورسېږئ، نو باید په خپل ځان کې د نه ویلو وړتیا پیاوړې کړئ، بریالي کسان ډېر زیات پرېکنده دي، خپل وخت په فرعي تګلورو باندې نه تېروي او په هغه تګلوري باندې په تمرکز کولو سره، چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یې ټاکلی دی، مخ پر وړاندې حرکت کوي. 
 
باید د خپل ځان لپاره برید وټاکئ او له هر ډول انحراف پرته باید د خپلو موخو په اړه مسؤول واوسئ او په بشپړې زړورتیا سره مخ پر وړاندې لاړ شئ. 
 
۴ ـــ په اغېزناکه توګه کړنې ترسره کړئ
که غواړئ، چې په خپل کار او ژوند کې خوشاله او بریالي واوسئ، نو باید په اغېزناکه توګه خپل فعالیتونه ترسره کړئ. بریالي کسان د ستونزو د حل په تګلارو باندې پوهېږي، هغوی د خپلې پوهې او معلوماتو په زیاتولو سره، ستونزې له منځه وړي او په ډېرې چکټیا سره مخ پر وړاندې حرکت کوي. 
 
که دنده لرونکي والدین یاست او غواړئ، چې د خپلو اولادونو په روزنه کې بریالۍ کړنې ترسره کړئ او دنده ایز پرمختګ ته ورسېږئ، نو باید پروګرام جوړ کړئ او د وخت د بېځایه تېرېدو مخه ونیسئ. 
 
۵ ـــ وخت پېژندونکی واوسئ 
د خپل ژوند د ټولو شېبو په ارزښت باندې پوه شئ، د ژوند ټولې دقیقې ډېرې زیاتې مهمې دي، نو داسې ژوند مه کوئ، چې ګواکې زر کاله د دې ځمکې پر مخ ژوند کوئ، پرته له دې چې متوجه شئ، ځواني خپل ځای منځني عمر او منځنی عمر خپل ځای زړښت ته خوشې کوي. 
 
د ژوند په ټولو برخو کې وخت پېژندونکی واوسئ، ترڅو بریا او خوښۍ ته ورسېږئ. بریالي کسان د خپلو ټولو شېبو لپاره پروګرام لري او په ټول ځواک سره خپل پروګرام ته پایبند دي. د هغوی بریا د همدې هڅې او سختیو ګاللو پایله ده. 
 
۶ ـــ پرېکنده تصمیمونه ونیسئ 
که غواړئ بریا ته ورسېږئ او د خپل کار او شخصي ژوند ترمنځ توازن رامنځته کړئ، نو باید وکولای شئ، چې پرېکنده تصمیمونه ونیسئ، په تصمیم نیونه کې شک او تردید پرېږدئ او د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره د ننګونې پر وړاندې د جنګ ډګر ته لاړ شئ. 
 
بریالي کسان په هغو څیزونو پسې نه ځي، کوم چې د دوی له ارزښتونو سره په تضاد کې دي، تاسو هم د بریا او په ژوند کې د توازن د رامنځته کولو لپاره باید په زړوره او پرېکنده توګه تصمیم ونیسئ او کړنې ترسره کړئ.
 
۷ ـــ لومړیتوبونه مو وټاکئ 
بریالي کسان په دې باندې پوهېږي، چې په ژوند کې کوم څیزونه ورته لومړیتوب لري، هغوی د بریالي کېدو لپاره هڅې کوي، خو دې ته یې هم پام دی، چې موخې ته د رسېدو لپاره په هر قیمت سره مخ پر وړاندې لاړ نه شي. د بېلګې په توګه: که کوم فرد د دنده ایزې لوړتیا په لټه کې دی، لوړ مقام ته د رسېدو په خاطر، خپل شخصي ژوند نه خرابوي. 
 
۸ ـــ کینه کښي (حسادت) لیرې کړئ 
که غواړئ، چې بریالی او روغ ژوند وکړئ، نو باید هڅه وکړئ، چې په ژوند کې انرژي او مثبت حس ولرئ. دې غوښتنو ته د رسېدو لپاره یوه لاره داده، چې د نورو په اړه حسادت پرېږدئ. 
 
د نورو له بریا څخه مه خواشیني کېږئ، هغوی وستایئ او په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د هیچا بریا به ستاسو د بریا مخه ونه نیسي. 
 
۹ ــــ مسؤولیت منونکی واوسئ
د دې لپاره، چې په خپل شخصي او کاري ژوند کې بریا ته ورسېږئ او توازن رامنځته کړئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې یوازې تاسو کولای شئ، چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ. 
 
که غواړئ، چې په بریالۍ توګه په خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړئ، نو باید د خپل ژوند مسؤولیتونه ومنئ. تاسو د دې وړتیا لرئ، چې د خپل ژوند لپاره غوره تصمیمونه ونیسئ. 
 
۱۰ ـــ عمل کوونکی واوسئ
د خپل ژوند لپاره پروګرام جوړ کړئ او عمل کوونکی واوسئ، د خپل شخصي او کاري ژوند لپاره مشخصې موخې ولرئ او هغو ته د رسېدو په لاره کې ګام پورته کړئ. عمل کوونکی واوسئ او اجازه مه ورکوئ، چې وېرې مو د حرکت مخه ونیسي. 
 
۱۱ ـــ شکر کوونکی واوسئ 
بریا او خوشالۍ ته د رسېدو لپاره باید شکر کوونکی واوسئ، د خپلو شته څیزونو په ارزښت باندې پوه شئ، بریالي کسان د خپلو شته څیزونو او هغو فرصتونو په ارزښت باندې پوهېږي، کوم چې په ژوند کې یې لري. هڅه کوي او د لا ډېرو سترو بریاوو په لور ګړندي ګامونه پورته کوي. 
 
۱۲ بریا یانې د ښو عادتونو رامنځته کول 
د ښو او مثبتو عادتونو د رامنځته کولو لپاره وخت ته اړتیا لرئ، خو دا کار شونی دی. 
ـــ په خپل ژوند کې لومړ یتوبونه مشخص کړئ، غواړئ ژوند مو څه ډول وي؟ ښایي دې پوښتنې ته ځواب ورکول سخت وي، خو دې موضوع ته په ځواب ورکولو سره، کولای شئ څنګلوري توب پرېږدئ او په سم تګلوري باندې ګام پورته کړئ. 
 
ـــ ورځنۍ دقیقه پروګرام جوړونه د دې سبب ګرځي، چې وخت مو بېځایه تېر نه شي، باید په دې باندې پوه شئ، چې په هره شېبه کې څه وکړئ. 
 
ـــ له شورماشور څخه ډډه وکړئ، غوره ده، چې تر شوني بریده له هغو څیزونو څخه لیرې شئ، کوم چې ذهن مو بوختوي، له خپل موبایل څخه د ګټه اخیستنې لپاره پروګرام جوړ کړئ، اجازه مه ورکوئ، چې ټولنیزې شبکې مو وخت ونیسي او ستاسو د ستړیا سبب شي.