په دې نښو سره نېکمرغه جوړې وپېژنئ

نېکمرغه جوړې بېلابېل عادتونه لري، هغوی د نورو په پرتله، له توپیري تګلارو څخه په ګټه اخیستنې، غوره اړیکه جوړوي، البته چې هره اړیکه وخت او زغم ته اړتیا لري، ترڅو تر ټولو ښه پایله ورکړي. په یوه اړیکه کې د مینې شتون ډېر زیات ارزښت لري.
 
په دې لیکنه کې غواړو، چې د نېکمرغه جوړو په پټو عادتونو باندې خبرې وکړو، اړیکې په ټولو افرادو کې بېلابېلو رولونه لري.
 
ځینې کسان واده او اړیکې آسانه او ساده ګڼي او ځینې خپلې اړیکې سختې نیسي، دا چې هر فرد په خپلو اړیکو کې د فکر څه ډول بڼه لري، کولای شي د هغه په ژوند کې هم اغېزه ولري.
 
د افرادو اړیکې او د تل مئینو جوړو ځانګړتیاوې  
د افرادو ترمنځ اړیکې بېلابېل ټکي او قوانین لري، هر څوک چې وکولای شي دا قوانین په سمه توګه پلي او ترسره یې کړي، کولای شي په راتلونکې کې په خپلو اړیکو کې پرمختګ ولري. مینه ناک جذابیت په بېلابېلو افرادو کې په بېلابېلو بڼو رامنځته کېږي.
 
د تل مئینې جوړې لپاره، له یوبل سره د وخت تېرول مهم دي
مهمه نه ده، چې څومره بوخت یاست یا د وخت محدودیت شتون لري، تاسو به له یوبل سره د خبرو کولو او وخت تېرولو لپاره وخت پیدا کړئ، که  د کاري پروګرام له امله  سبانارۍ ډېر ناوخته کوئ، نو تاسو به له یوبل سره د وخت تېرولو لپاره، له هرې شونې لارې څخه ګټه اخلئ، ځکه تاسو د یو بل لپاره په زړه کې لوړ مقام لرئ، نه شئ کولای، چې له هغې/ هغه سره د خبرو کولو لپاره وخت په پام کې ونه نیسئ یا په ورځ او یا هم په اوونۍ کې د اړیکې لپاره ځانګړی وخت ونه لرئ.
 
د نېکمرغه جوړو لپاره د خبرو اترو رامنځته کول مناسب دي
د خپل ژوند له شریک سره د ژوند کولو پرمهال یوه شېبه سکوت هم شتون نه لري، ځکه د هر څه په اړه له خبرو کولو څخه خوند اخلئ، کولای شئ په ساعتونو کېنئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ، تاسو په هر هغه څه باندې پوهېږئ، کوم چې په کاري ژوند کې یې تېرېږي، ځکه تاسو دواړه له یوبل څخه هېڅ راز نه پټوئ.
 
هغه ترټولو لومړنی شخص دی، چې غواړئ د ستونزو د رامنځته کېدو پرمهال ستاسو ترڅنګ وي
کله وخت نړۍ بې رحمه وي او ته غواړې، چې وتښتې او پټ شې، د ژوند شریک مو لومړنی کس دی، چې غواړئ له خپلو ستونزو سره هغه ته ورشئ، ځکه په هغه باندې باور لرئ، هغه مهربان دی او د ملاتړ په توګه ستاسو شاوخوا ته خپل لاس را چاپېروي.
 
تاسو د یوې نېکمرغه جوړې په توګه، د ورځې څو ځله یو بل ته لیکلی پیغام استوئ یا له یوبل سره اړیکه نیسئ، هر ځل چې په کار ځای کې استراحت کوئ یا اوزګار وخت لرئ، د خپل ژوند له شریک سره خبرې کوئ، تاسو غواړئ، چې ډاډه شئ، چې هغه ښه ورځ تېروي، که چېرې د واټن له پلوه له یوبل څخه لیرې هم یاست، خو بیا هم له یوبل سره په اړیکه کې یاست.
 
تاسو د یوبل ملاتړ کوونکی یاست
تاسو په دې باندې پوهېږئ، چې هېڅوک ستاسو د اړیکې په اړه بدې خبرې نه کوي یا په اړه یې کوم کار نه ترسره کوي، چې ومو ځوروي، لږ تر لږه کله چې ستاسو د ژوند شریک ستاسو ترڅنګ دی، هغه له تاسو څخه ملاتړ کوي، په دې باندې په پوهېدو سره، چې هغه په تاسو باندې پام کوي، د خوندیتوب احساس کوئ.
 
تاسو یوبل ته ارزښت ورکوئ
تاسو د خپل ژوند د شریک غوښتنې له خپلو غوښتنو څخه پورته ګڼئ، ځکه هغه ته ډېر زیات ارزښت ورکوئ.
نېکمرغه جوړې، چې د اوږدې مودې لپاره د یوبل ترڅنګ پاتې کېږي، ډېره زیاته هڅه کوي، ترڅو اړیکه یې دوامداره پاتې شي، د یوې دوامداره اړیکې لپاره هېڅ جادویي شرایط شتون نه لري.
 
د نېکمرغه جوړو پټ عادت
ځینې رازونه شتون لري، چې باید هره جوړه ورباندې پوه شي، هره جوړه، چې د یوبل ترڅنګ پاتې کېږي، دا رازونه یې منلي دي او د وخت په تېرېدو سره یې په عادت باندې بدل کړي. دا عادتونه هره اړیکه د راتلونکو کلونو لپاره روغه او پیاوړې ساتي.
 
له یوبل سره وخت تېر کړئ
بدیهي ده، چې تاسو غواړئ د خپل ژوند له شریک سره وخت تېر کړئ، په دې حالت کې تل شونې ده. هغه جوړې، چې له یوبل سره پاتې کېږي، په دې باندې پوهېږي، چې ټوله هڅه یې له یوبل سره د وخت تېرولو لپاره ده.
 
حتا که یوه ټیلیفوني اړیکه د غرمنۍ پرمهال یا یو ساعت د ورځې په پای کې وي، خوښېږي مو، چې ترسره یې کړئ. هغه جوړې، چې تل له یوبل سره دي، هڅه کوي، چې د یوبل خبرو ته غوږ ونیسي او خپل احساسات له یوبل سره شریک کړي.
 
ټولنیزې شبکې لیرې کړئ
کله وخت خپل ټیلیفون لیرې کړئ، کمپیوټر مو ګُل کړئ او د خپل ژوند له شریک سره باکیفیته وخت تېر کړئ.  په اړیکه کې له خپل ځان سره د ځینو څیزونو ساتل، د یوبل د خوشاله ساتلو کیلي ده.
 
نېکمرغه جوړې د ژوند له بهیر سره پرمخ ځي
په دې باندې پوهېږئ، چې اړیکې به خپلې لوړې او ژورې ولري، ټاکل شوې نه ده، چې هره اړیکه دې یو شان وي، له هغو څخه په هره یوه کې به یې بېلابېلې سختۍ تجربه کړئ. هغه جوړې، چې د یوبل ترڅنګه خوشاله پاتې کېږي، نو د هرې اړیکې د بدلون د دوام اهمیت درک کوي.
 
یو بل ته زده کړې ورکړئ
ډېر زیات څیزونه شتون لري، چې کولای شو له شاوخوا افرادو څخه یې زده کړو، موږ نباید صمیمي اړیکې توپیري ووینو، یو له هغو عادتونو څخه، چې نېکمرغه جوړې یې باید زده کړي، یو بل ته د زده کړو ورکول دي.
 
په خپلو نیمګړتیاوو باندې له اعتراف کولو څخه وېره مه لرئ او له دې چې د خپل ژوند شریک ته اجازه ورکړئ، چې لاره دروښیي، مه وېرېږئ، د ودې لپاره اړیکه، له یوبل سره اوسېدل دي او کله وخت باید د یو بل ترڅنګ وده وکړئ، ترڅو بریالي شئ.
 
له یوبل سره خبرې وکړئ
نېکمرغي له دې څخه نه ترلاسه کېږي، چې ستونزې ټینګې ونیسو او هیله ولرو، چې له منځه لاړې شي. نېکمرغه جوړې، چې د یوبل ترڅنګ پاتې کېږي، زده کوي چې څنګه د خپلو مسایلو په اړه خبرې وکړي، هغوی نه پرېږدي، چې هرڅه خراب شي، هغوی اختلافات مطرح کوي؛ په اړه یې خبرې کوي او یوې روغې جوړې او هوکړې ته رسېږي.
 
نېکمرغه جوړې له یوبل سره مینه څرګندوي
جنسي اړیکه ښه ده، خو مینه هم د اړیکو یوه مهمه برخه ده. د لاس نیول، په غېږ کې نیول او ښکلول، دا ټول د مینې مهمې برخې دي، خو کله وخت دا صمیمیت نالیدلی نیول کېږي. د خپل ژوند شریک ته د خپلې مینې یادونه د ژوند یوه له ښېګڼو څخه شمېرل کېږي.
 
صمیمي پاتې شئ
صمیمیت د یوې اوږد مهال او خوشاله اړیکې لپاره مهمه کیلي ګڼل کېږي، هغه جوړې، چې په خپله اړیکه کې په منظمه توګه صمیمیت ساتي، د دې ډېر احتمال تر سترګو کېږي، چې د ژوند تر پایه د یوبل ترڅنګ پاتې شي. د یوې څېړنې پر بنسټ د نېکمرغه جوړو لپاره صمیمیت ډېر زیات مهم دی، ځکه د دوو کسانو ترمنځ د اړیکې د لا پیاوړتیا سبب ګرځي.
 
منندویي ښکاره کړئ
کله چې اړیکې غځېږي، کولای شئ د خپل ژوند شریک بدیهي فرض کړی، حتا که د دې چارې هوډ ونه لرئ. په حقیقت کې د وروستي ځل لپاره مو، چې د ماښامنۍ د چمتو کولو لپاره د خپل ژوند له شریک څخه مننه وکړه، په یاد راوړئ، د مننې کول ډېر زیات مهم دي او نېکمرغه جوړې باید دا تګلاره زده کړي.
 
بښنه زده کړئ
د مارک ګولسټون په وینا، نېکمرغه جوړې په دې باندې پوهېږي، چې په یوبل باندې اعتماد کول او دغه راز یو بل ته بښنه کول په اړیکه کې د آرامتیا لپاره یوه غوره او په زړه پورې لاره ده، کله چې شخړه رامنځته کېږي یا کله چې د ژوند شریک مو په نا غوښتل شوې بڼه یو ځورونکی کار ترسره کوي، مهمه ده، چې پرې اعتماد وکړئ او وې بښئ.
 
په بل پړاو کې، له یوبل سره خبرې وکړئ، چې څنګه له هغه ټکي څخه تېر او مخ پر وړاندې حرکت وکړئ. نېکمرغه جوړې د کینې ساتلو پرځای، بښنه تمرینوي.
 
یوبل ته رسیده ګي
کله وخت د ورځې په اوږد کې داسې یوه پېښه رامنځته کېږي، چې په بشپړه توګه روحیه مو له منځه وړي. هغه جوړې، چې یوبل ته لومړیتوب ورکوي، هغوی یوبل ته لیکلی پیغام استوي یا له یوبل سره اړیکه نیسي، نو خوشاله پاتې کېږي او یوه اوږد مهالې اړیکه رامنځته کوي. د خپل ژوند شریک ته دا ښکاره کړئ، چې ارزښت ورکوئ او په اړه یې فکر کوئ.
 
د نېکمرغه جوړې په توګه زده کړئ، چې څنګه بحث وکړئ
د ژوند له شریک سره د بحث کولو لپاره یوه سمه او یوه هم ناسمه لاره شتون لري، بحث رامنځته کېږي، خو د ژوند شریک مو دښمن نه دی. نېکمرغه جوړې زده کوي، چې څنګه پرته له دې، چې د ژوند شریک یې خواشینی شي باید خبرې وکړي. هغوی د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره د مثبتې حل لارې په لټه کې دي.