نن ورځ په افغاني ټولنه کې حاکم وضعيت له درد او غم څخه ډک دى، فقر، بې کاري، عدم پرمختګ او د نړيوالو ګواښونو ملت ناارامه کړى دى.
که چيرې مونږ فقر او بې کاري له منځه يوسو، پرمختګ پخپله رامنځته کيږي، داخلي توليداتو ته وده ورکول مو بايد لمړيتوب واوسي، کوچني او لويو کاروبارونو کې دې حکومت مداخله وکړي، د توليد دولتي کارخونې جوړي کړي، حکومت په تجارتي فعاليتونو کې سهم ولري، په نويو کارونو/ تجارتونو/ توليداتو غور وشي، نو ملت او حکومت پرځان متکي کېداى شي.
کله چې ملت هر اړخيزه امنيت (ځاني، غذايي، اقتصادي، کاروباري، زراعتي او نور) ولري، نو ملت هوسا کيږي او په داخلي لحاظ به يو موټى او قوي ملت ولرو، کله چې مو داخلي قوت پيدا کړو، بيا نو نړۍ او نړيوال خپله اړ کيږي چې د يو په ځان بسيا دولت سره اړيکې ولري، بيا به نه د چا شرطونه منو او نه به راته څوک شرطونه ږدي.
خو دا ټول هغه وخت امکان لري، کله چې مونږ په داخلي ثبات (اقتصاد، زراعت، قانون، زده کړه، دين او ملي ارزښتونو) کې حکومت پراخه او نه ستړې کېدونکي ونډه واخلي او سهولتونه ايجاد کړي.
وروستي