بابړه (د پښتون لپاره کربلا)!

د هندوستان د ويشلو څخه دمخه په ۱۹۴۶م کال کې په لوى هندوستان کې صوبايي حکومتونه جوړ شول، کوم ګوند به چې چيرته زياتې رايې وګټلې نو هلته به هغه ګوند  حکومت کولو.

پدغه وختونو کې چې د خداى خدمتګار ګوند په پښتنو کې نوم لرلو، د پښتونخوا زياتې چوکۍ يې وګټلې او د پښتونخوا وزارت د خداى خدمتګارانو لاس ته ورغلو، چې دا کار انګليس پلوي ګوند مسلم ليګ ته د منلو وړ نه وو.

کله چې په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان رامنځته شولو او د ياد حکومت اداره د مسلم ليګ ګوند مشر محمد علي جناح ته وسپارل شوه، هغه د قانون او اصولو خلاف د پښتونخوا وزارت مات کړو، او واک يې د خداى خدمتګارانو څخه واخيست.

د پښتونخوا لپاره يې نوى مشر کشميري قيوم خان وټاکه او دنده يې ورکړله چې د انګليس په اشاره پښتانه وځپي، هغه هم د پښتنو او د خداي خدمتګارانو په وهلو، ډبولو او بندي کولو پيل وکړ.

کله چې د خداى خدمتګار ګوند اکثريت مشران د باچا خان په ګډون ونيول شول، نو پښتنو د احتجاجي غونډې تابيا ونيوله، ترڅو لاريون وکړي.

د غونډې لپاره دوى غوښتل د چارسدې بابړ ته لاړ شي، مګر په لارو کې پوليسو ټولې لارې د دوى پرمخ بندې کړې وې، پدغه ورځ چې د ۱۹۴۸/ اګست/ ۱۲ سره برابره ده، پوليسو ډېرى پښتانه ونيول، چې يو نيم يې ژوندى په سيند هم لاهو کړ.

ددې ټولو سره بيا هم پښتانه بابړ ته ورسېدل، غونډه وشوه، او خلک د مظاهرې لپاره په لاره روان شول، د ماسپښين لمونځ لپاره ټولو غوښتل چې جومات کې لمونځ وکړي، خو په جومات کې ورته د قيوم خان لخوا پوځ ځاى پرځاى شوى وو، چې ټولو په پښتنو حمله وکړه، د شاوخوا کورونو څخه هم د مسلم ليګ پلويانو په خداي خدمتګارانو باندې حمله وکړه، چې د پښتنو قتل عام پکې شو، له ۶۰۰ څخه پورته پښتانه پکې ووژل شول، چې د ډېرى وژل شوو جسدونه په سيند لاهو شول.

بيا قيوم خان چې پخپله ددې حملې ځاى ته هم تللى وو، د هر وژل شوي او زخمي شوي د کورنۍ څخه به يې د هغه مرميو چې څومره به دده په جسد کې ننوتلې وې، تاوان هم اخېسته، تر هغه چې چا به تاوان نه وو ورکړى، دوى به زخمي/ جسد نه سپارلو.

بيا يې اعلان وکړو، چې هيڅ زخمي بايد په يو روغتون کې هم تداوي نشي، او دا يې ډېر غټ جرم بللى وو.

قيوم خان بيا وروسته وويل، چې په هغه ورځ به مو لا ډېر خلک وژلى واى، خو چې مرمۍ راسره نه وې خلاصې شوې.