وروستى امريکايي سرتېرى!

امريکا+ناټو په ۲۰۰۱م کال اکتوبر مياشت کې افغانستان ته په جوش وخروش سره ددې لپاره داخل شول، ترڅو په افغانستان کې د خپلې خوښې يو نظام رامنځته کړي.
ددې لپاره يې د سپټمبر يوولسمه پېښه پلمه وګرځوله او افغانستان ته د حملې په ډول داخل شول.

د شلو کالو په جريان کې امريکايانو د افغانستان ټول داخلي او خارجي سياست په زياته اندازه اداره کولو، که څه هم افغانستان پدې دوره کې يوه اندازه پرمختګ وکړو، خو د افغانانو ضمير بيا کله ښکاره غلامي منلى شي، د افغانانو مشرانو به تل دا ويل چې "يو ساعت آزادي د ټول عمر له غلامۍ څخه بهتره ده."

د افغانانو د چريکي او نورو تکتيکونو په پايله کې وه چې امريکا+ ناټو په ناهيلي شکل سره په کال ۲۰۲۱م د اګست په ۳۱ د شپې ۱۲ بجې چې وروستى عسکر يې کريس دوناهو وو، له افغانستان څخه په مکمل ډول سره ووتل.