تېر يو کال کې يو مېليون متر مربع افغاني غالۍ بهر ته لېږل شوې 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې تېر يو کال کې يې يو مېليون متر مربع افغاني قالينې بهر هېوادونو ته لېږلې او خرڅې شوې دي، چې افغانستان ورڅخه د پام وړ عوايد تر لاسه کړي دي. 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير ويلي دي، چې دوی د افغانستان د غاليو برخه کې ځانګړې پاملرنه لري او له ښه مرغه توانېدلي دي، چې د يو مېليون متر مربع په اندازه افغاني غالۍ بهر ته ولېږي. 

ورته وخت کې د افغانستان د غاليو د توليد او لېږد اتحاديې مسوولين وايي، چې ځیني هېوادونو ته د الوتنو د بندولو له امله د غاليو لېږد يوازې پاکستان  او د مرکزي اسيا هېوادونو ته کېږي. 

د دغه اتحاديې مسوولين وايي، "حکومت هڅه کوي چې له متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې سره خبرې وکړي تر څو الوتنې عادي شي خو دا مهال د غاليو صادرات تر ډېره پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته کېږي."