د پیاوړې روحیې څو رازونه

ـــ ډالۍ او نعمتونه مو وشمېرﺉ، نه ستونزې مو.
ـــ په شېبه کې ژوند وکړﺉ.
ـــ دوستانو ته مو ووایئ، چې درسره مینه لرم.
ـــ بښونکی واوسئ، نه اخیستونکی.
ـــ په هر څه او هر چا کې ښېګڼې ولټوﺉ.
ـــ هره ورځ دعا وکړﺉ.
ـــ هره ورځ لږ تر لږه یو ښه کار ترسره کړﺉ.
ـــ په ژوند کې لومړیتوب ولرﺉ.
ـــ اجازه مه ورکوﺉ، چې کوچني او خیالي مسایل مو وځوروي.
ـــ (همدا اوس یې ترسره کړه) عادت تمرین کړﺉ.
ـــ ژوند مو په هغو کسانو سره، چې مثبته انرژي لري، ډک کړﺉ.
ـــ خندېدل او ژړېدل زده کړﺉ.
ـــ مُسکا وکړﺉ، ترڅو نړۍ تاسو ته مُسکۍ شي.
ـــ له الله (ج) پرته، له هیچا څخه مه وېرېږﺉ.
ـــ په سختیو کې په الله (ج) باندې توکل وکړﺉ.