له کارمندانو سره د اړیکو د مدیریت اصول او پیاوړتیا یې 

له کارمندانو سره د اړیکو مدیریت، د سازمان د موخو په پرمخ بیولو کې ډېر مهم رول لوبوي. د کارمندانو د اړیکو مدیریت، له کارکوونکو سره د مدیر د اړیکو په څرنګوالي باندې مثبته اغېزه ښندي او د فردي او سازماني موخو د ترلاسه کولو سبب ګرځي. 
 
له هغه ځایه، چې مدیران او کارمندان د همکار او دوست په پرتله له یو بل سره توپیري اړیکې لري، له دې امله ډېره زیاته مهمه ده، چې د دې دواړو کسانو ترمنځ اړیکې په مناسبه بڼه، له دواړو لورو څخه پیاوړې وي. 
 
د مدیر او کارمندانو ترمنځ  د اړیکو د ښه والي لپاره سټراټیژیانې
د بحث کولو لپاره مناسبه پروګرام جوړونه
 
دا دقیقاً هغه ځای دی، چې د مدیر او کارمند ترمنځ مثبتې اړیکې پیلېږي. هڅه وکړئ، چې هره اوونۍ یا هره میاشت په مشخصه نېټه یو بل ته مخامخ کېنئ، څېره په څېره اړیکه ولرئ، د یو بل د نظریو په اړه بحث وکړئ، ستونزې له منځه یوسئ او د موخو پرمختګ اندازه کړئ. 
 
دا غونډې او ناستې د دې سبب ګرځي، چې کارمندان د مرستې د غوښتنې لپاره د هوساینې احساس ولري، له بلې خوا مدیر هم د افرادو په شخصیت باندې لا ډېره پوهه پیدا کوي او د غوره کار کولو لپاره د ټیم د غړو انګېزه لوړېږي. 
 
د کارمندانو د کړنو ارزونه
تاسو د یوه مدیر یا یوه رهبر په توګه باید خپلو کارمندانو ته لارښوونه وکړئ، پیاوړي ټکي یې وپېژنئ او وې هڅوئ او دغه راز هڅه وکړئ، چې کمزوري ټکي یې په پیاوړو ټکو باندې بدل کړئ. له خپل کارمند سره مرسته وکړئ؛ هغه ته انګېزه ورکړئ او یوازې نیوکه مه پرې کوئ. 
 
د مناسبو وسیلو لرل
کارمندان خپل شل سلنه وخت یا له نورو څخه په مرسته غوښتلو یا د هغه کار د ترسره کولو په اړه د معلوماتو په لټولو تېروي، کوم  چې ورسپارل شوی دی، د دې لپاره، چې د  کارمندانو وخت مو بېځایه تېر نه شي او ستاسو کاري فیډ بک لوړ شي، له ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلئ. 
 
کولای شئ د کارونو د څرنګه ترسره کولو لپاره، ځینې غږیز کلیپونه ثبت کړئ او د کارمندانو په واک کې یې ورکړئ، ترڅو په ډېرې آسانۍ او په چټکه توګه او دغه راز د وخت له بېځایه تېرولو پرته له تاسو (ستاسو له غږ) څخه مرسته ترلاسه کړي. 
 
د فیډبک لپاره غوښتنه
جوړونکي فیډبکونه یوه دوه لوري (دوطربه) سړک په څېر دي، کارمندان اړتیا لري، پوه شي، چې په کومو کارونو کې مهارت لري او کوم کارونه په ښه توګه ترسره کوي او په کوم ځای کې کولای شي، چې پرمختګ وکړي، مدیران هم اړتیا لري، چې د کارمندانو نظرونه واوري او وګوري، چې د کارمندانو له انده کوم اقدامات ګټور دي. 
 
په دې غونډو او ناستو کې باید له مدیر څخه وپوښتئ، چې څه کولای شي، ترڅو ستاسو دنده په ډېرې آسانۍ سره پرمخ لاړه شي او اغېزناک واقع شي، له هغه څخه د نظر غوښتنه وکړئ، چې کوم بدلونونه کولای شي، د کار له ښه والي سره مرسته وکړي، کله چې کارمندان وویني، چې غږ یې اورېدل کېږي په هغوی کې د کار کولو لپاره یو ښه حس را منځته کېږي. 
 
د کارمند په وسیله د یوه ښه کار تشخیص 
یو له بدو کارونو څخه، چې یو مدیر کولای شي ترسره یې کړي، دا ده چې د ټول ټیم له کار څخه مننه وکړي، خو ښه مدیران هڅه کوي، چې له هره یوه کارمند څخه د یوې ښې پروژې د ترسره کولو، یوې ښې آیډیا یوې بریا په اړه مننه وکړي. 
 
دا چې خپلو کارمندانو ته ښکاره کړئ، چې هڅې یې وینئ او ورته پام مو دی، چې هر یو په کومه چاره کې بریالۍ کړنه ترسره کوي، په ډېر شدت سره یې انګېزه لوړېږي. د کارمندانو ستاینه او هڅونه د دې سبب ګرځي، چې هغوی جوړونکي او مثبت فیډبکونه ترلاسه کړي، البته باید د مثبتو او منفي فیډبکونو ترمنځ توازن رامنځته کړئ. 
 
د هرې میاشتې په وروستیو کې د موخو مشخص کول  
د هرې میاشتې په وروستیو کې له کارمندانو سره د شرکت د احتمالي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړئ او د بلې میاشتې لپاره ځانګړې موخې مشخصې کړئ، ترڅو د سازمان د ماموریت په اړه د ټولو افرادو لیدلوری یو شان شي، دا کار کارمندان د لا ډېرې همکارۍ په اړه هڅوي او هغوی ته لا ډېره انګېزه ورکوي. 
 
پر دنده ایزه لوړتیا باندې تمرکز 
کارمندانو ته مو دا ښکاره کړئ، چې تاسو د هغوی په وده باندې پانګونه کړې ده او غواړئ، چې له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو د پرمختګ په پوړۍ باندې پورته لاړ شي. که کارمند داسې احساس وکړي، چې په کار کې یې هېڅ ډول پرمختګ شتون نه لري او مدیر هم د هغه لپاره کوم کار نه ترسره کوي، نو په احتمالي توګه، په ډېر کم وخت کې خپله انګېزه له لاسه ورکوي، نو هڅه وکړئ، چې د اوږدمهالو دنده ایزو موخو په اړه له کارمندانو سره بحث وکړئ او له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو په خپلې لوړتیا باندې ډېر زیات تمرکز ولري. 
 
د کار او ژوند ترمنځ د یوه ښه او سالم توازن رامنځته کول
احتمالاً که کارمندان داسې احساس وکړي، چې ټاکل شوې ده ۲۴ ساعته کار وکړي، نو دېر ژر له کاره ستړي کېږي، د ټولو انسانانو او کارمندانو خوښېږي، چې په یوه داسې چاپېریال کې کار وکړي، چې هغه شرکت یا کمپنۍ د هغوی له کار ځای څخه بهر شرایط هم درک کړي، ترڅو وکولای شي د کار او ژوند ترمنځ توازن رامنځته کړي، له دې امله باید کله وخت اجازه ورکړئ، چې کارمند کار ځای پرېږدي. 
 
هغه د نیمې شپې په اړیکو باندې مه بمباروئ او د اوونۍ په وروستیو کې هغه په کاري برېښنالیکونو باندې مه خرابوئ. کله چې په کار ځای کې شتون نه لري، په پرله پسې توګه هغوی ته کاري پیغامونه مه استوئ، اجازه ورکړئ، چې هغوی یو ځل بیا ریکوري شي او په ډېر زیات تمرکز سره د کار په لوري را وګرځي. 
 
که یو کارمند اړ وي، چې ټوله اوونۍ د یوې پروژې د بشپړولو لپاره کار وکړي، نو په بشپړه توګه باید وکولای شي، چې د جمعې له لمانځه وروسته استراحت وکړي، نو له هغه څخه دا د استراحت وخت مه اخلئ، ترڅو وکولای شي د نورو راتلونکو سختو پروژو لپاره هم خپل ځان چمتو کړي.