ستا فکر  ستا حال جوړوي

د واصف علي واصف وینا ده  "کوم ستا فکر او خیال دی، هماغه ستا حال دی، او کوم چې ستا حال دی، هماغه ستا راتلونکی (مستقبل) دی" وایي چې د څیړنو مطابق دا خبره ثبوت ته رسیدلې ده، چې انساني فکر او سوچ په راتلونکي ژوند ډېره اغیزه لري. وایي چې ستا فکر او سوچ ستا راتلونکی جوړوي، اوس حال کې چې مونږ کوم ژوند کوو، نو بنسټ یې د تیرې زمانې فکر او سوچ دی، اوس چې کوم فکر او سوچ کوو، د دې مطابق به زمونږ راتلونکی ژوند جوړیږي.

په دنیا کې دوه ډوله فکرونه موجود دي-  مثبت فکر او منفي فکر: هغه ټول فکرونه مثبت دي، چې ښه يې محسوسوي او مونږ لويو فکرونو ته اړ کوي. ښه کړنو ته دې هڅوي. او هغه ټول فکرونه منفي دي، چې زمونږ توانایي ختموي، بدو کړنو ته مو هڅوي لکه د وایروس په شان زمونږ راتلونکی خرابوي.

یو کس سقراط ته راغی او ورته وویل زما راتلونکی څنګه دی؟ سقراط هغې ته یو کاغذ ورکړ او ورته وویل چې په دې باندې خپل خیالات ولیکه!

هغې خپل خیالات ولیکل. سقراط ورته وویل چې همدا ستا راتلونکی دی، څرنګه چې ستا خیالات او فکرونه دي، همدا ستا راتلونکی جوړوي.