بیلانس شوې غذا

د ټولو انسانانو ارزو وي، چې ښه ژوند ولري، ښه صحت او روغتیا ولري، خو هغه کړنو ته ډیره پاملرنه نه کوي، په کوم کې چې د ښه صحت راز نغښتی دی.

رب تعالی په قرآن کریم کې فرمایي،"کلوا وشربوا ولاتسرفوا" 
ژباړه: خورئ، څښئ او اسراف مه کوئ! 

د ښه روغتیا راز  یو مهم فکټور غذا ده، هغه هم بیلانس شوې غذا.
بیلانس شوې غذا:  هغه غذا ده،  چې د انسان د جسم ټولې اړینې اړتیاوې لکه د پروټین اړتیا،د قندي موادو اړتیا، د شحمي موادو اړتیا، د معدني موادو او ويټامنونو اړتیا د سلنې مطابق پوره کړي.

له بده مرغه زمونږ د ټولنې د وګړو ډیری ناروغۍ، ستونزې د نا بیلانس شوې غذا څخه سرچینه اخلي، چې مهم لاملونه یې، فقر،  ناپوهي ده.
فقر په عموم کې اغیزه لري، چې لرې کول یې اوږدمهاله پلانونه  او کار غواړي. 

خو کوم څیز چې ډیر مهم دی، هغه د خلکو ناسم چلند او ناپوهي ده، د غذا په هکله...

مونږ هریوه غذا چې مخې ته راشي، د اندازې څخه یې زیات استفاده کوو، لکه د غوښې،قندي موادو،یا شحمي موادو زیات استفاده...

که مونږ هره غذا د حده زیاته استعمال کړو، خو زمونږ هاضمي سیستم  د خپل ظرفیت مطابق جذبولی شي، نو زیات خوراک نه یواځې چې جذبیږي نه، بلکې په هاضمي سیستم بوج زیاتیږي او د ناروغیو لامل کیږي.

د ښه صحت او روغتیا لپاره باید بیلانس شوې غذا وخورو چې د ټول اړین غذايي مواد پکې موجود وي.

د بیلګې په توګه که په ۲۴ ساعته کې مونږ د پروټینو د پوره کولو لپاره  د غوښې، شیدو، هګیو، لوبیا،سایبینو، دالیاتو څخه د یو څخه استفاده وکړو(۲۵%)، په قندي موادو کې  د غنمو،وریجو، پټاټو، څخه استفاده وکړو (۲۵‰). 

د شحمي موادو د پوره کیدو لپاره د نباتي او حیواني شحمو څخه استفاده وکړو، (۱۰ %)،  د معدني موادو او ویټامنونو د پوره کولو د سبو او میوو څخه استفاده وکړو،(۴۰%)  نو مونږ ویلی شو، چې مونږ د بیلانس شوې غذا څخه استفاده کړې ده. 

که مونږ هڅه وکړو، او بیلانس شوې غذا د ځان عادت  جوړ کړو، تر ډیره بریده د ناروغیو مخه نیولی شو، او د ښه روغتیا څښتنان کیدی شو.
ستاسو د روغتیا په هیله!