په ذهني توګه د ځواکمنتیا لارې چارې

۱. په میاشت کې خامخا یو مشکل کار وکړئ! دا ذهن د توانا کېدو لامل کیږي.
۲. څومره سفر پاتې دی، د دې په ځای ووایئ چې څومره سفر مو کړی دی؟ چې خوشاله شئ ... څه اندازه مخکې تللی یاست. 
۳.د بدۍ ځواب په نیکۍ او ښه اخلاقو سره ورکړئ.
۴. په ورځ کې لږ تر لږه ۱۵ دقیقې خاموش شئ.
۵.د لوړ او مهم شخصیتونو (لکه علمي شخصیتونو......) سره زیاته ناسته وکړئ!
۶. په حال زمانه او وخت کې وسه، په تیر وخت (ماضي) ویر مه کوه،  او د راتلونکي وخت (مستقبل) غم مه کوه.
۷. په ځان نیوکې مه کوه.
۸. جسم هغه څه کوي، چې  ذهن ورته وایي...د زه نه شم کولی په ځای دا خبره ذهن کې کینوه،  چې زه یې کولی شم.
۹.د حالاتو او ستونزو په ځای په حل توجو وکړه.
۱۰.په ژوند کې ذهنې ستونزو ته تیار وسه او حل یې ولټوه. ژوند ډېر خوږ دی، خو شرط دا دی، چې انسان په کې د خپلې ژبې زهر ګډ نه کړي. که په پورته لارې چارې عملي کړو، نو مونږ په ذهني توګه ځواکمنوي.