له ترمذ تر بلخ، له بلخ بيا تر کابل او ورپسې تر پېښوره؛ د رېل پر پټلۍ پنځه مېليارده ډالر لګښت کېږي

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ چارې راتلونکې اوونۍ پيل شي. دغه رېل پټلۍ د ازبکستان له ترمذ ښار د افغانستان بلخ ولايت او بيا له بلخ ولايت څخه پلازمېنې کابل چې وروسته پېښور پورې غځيږي؛ د ازبکستان، افغانستان  او پاکستان ګډه پروژه ده. 

د ازبکستاني رسنيو د مالوماتو پر بنسټ د يادې پروژې په اړه د ازبکستان بهرنيو چارو وزير ولاديمير نور اوف له ترکي او آذري مقاماتو سره خبرې کړې او د پروژې پر ژر پيل يې ټېنګار کړی. 

دغه پروژه چې نېږدې پنځه ميليارده امريکايي ډالر لګښت لري؛ له يوې خوا به افغانستان د مرکزي او سويلي اسيا هېوادونو سره نېږدې کړي او له بلې خوا به يې افغانستان ته هر کال مېلېونه امريکايي ډالر عوايد پيدا کړې وي.