دهنه

دهنه د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ  یو له هغه کلیو دی چې د شنو غرونو په لمن کې د نوموړې  ولسوالۍ څخه شمال لويديځ لورته پروت دی، د سباڅنګ، لوړ دېوال، سنځلې، شابوتکې کلیو او نهراهو غره ته نږدې د هسکو شنو غرونو په لمن کې خپل شتون راښیي او دې تر څنګ د زرو تنو په شاو خوا کې وګړي لري.

شنه غرونه چې د دې کلي اړونده برخو کې یې لوړوالی زیات شوی دی، نېغې څوکې یې هسکې شوې دي، د غره اړخونه یې توند شوي دي کو م څه چې وخت ناوخت  د زړه بوږنونکو پېښو لامل کیږي خو پر دې برسېره  د همدې غره له اوږو د وغجم د غاښي په نوم  لومړنۍ لار تېره شوې ده چې د کږلېچونو، پېچومو او نورو په لرلو سره  د ګاډو د تللو وړ نه ده خو افغان مېنه او چک (څک) ولسوالۍ اړوند د عربانو د درې کلي لکه ابکزار، کنجغتو، شالی  او نورو سره نښلوي، دا چې شنه غرونه په شنه لمن ښه ښکاري څو کاله د مخه د نوموړي موخې د پلي کېدو په پار اوبه درونکی کوچنی بند جوړ شو.

د سیمې په مروجه بزګري اصطلاح کې دهنه هغه ځړوبي ته ویل کیږي چې له لوړې ځمکې څخه ښکته ځمکې ته په عمودي ډول د خړوبونې په موخه تویږي خو د (دهخدا قاموس) په ژبه دې (دنه) لفظ کوم چې ولسي لهجه ده د خوښۍ شور ته ویل کیږي ځګه د خوښیو شور معمولا په لوړو ځایونو کې کیږي چې بېلګه یې د غرونو په څوکو لکه د اخترونو په شپه اور لوبې  یا هم هغه څوک چې د غره لوړې برخې ته وخیژي د خوښۍ احساس کوي نو ارزونه یې لوړ ځای راښیي.

بلخوا کیدای شي چې د تاریخ هنداره (د رحمت اریا ژباړه اوڅېړنه) له لیکنې په ګټې اخستنې دا د سانسکریت ژبې (اورډست -هانه Urdasthána) کلیمه وي کوم چې د لوړ او پرتمین ځای په مانا راغلې ده چې د دې لاسوند د موندلو په موخه مخکني متن ته په کتو د شنو غرونو لوړوالی د دې کلي اړونده برخو کې نسبت نورو برخو ته  زیات دی شک دا کیږي چې ممکن دهنې نوم هم له اورډست هانې څخه راوتی وي او د هنې په بڼه عام شوی وي.